ایران: د کابل له حضور پرته طالبانو سره هرډول خبرې ناکامېږي
ښاغلي شمخاني پرون چهارشنبه د سیمې امنیتي ډیالوګ له غونډې وروسته په یوه خبري کنفرانس کې وویل، هره ستراتیژي، پرېکړه یا پلان چې د افغانانو له ګډونه پرته وي، ناسم دی او ناکامېږي.
د تهران غونډه د افغانستان، چین، روسیې، هند، تاجکستان، ازبکستان او ایران د ملي امنیت د سلاکارانو او لوړپوړو امنیتي چارواکو په ګډون پرون ترسره شوه.
د ایران د ملي امنیت عالي شورا منشي په داسې حال کې د امریکا او طالبانو د مذاکراتو مخالفت کوي چې کابل او واشنګټن له طالبانو سره د تهران پر پټو اړیکو اندېښمن دي. امریکايي چارواکو په وار وار ایران د طالبانو په مالي او تسلیحاتي ملاتړ هم تورن کړی دی.
