دوه تاجکستانیان چې ښايي د ستوکهلم په برید کې لاس ولري سوریه کې بندیان دي
پروېز سیدرحمانوف چې په ابو داوود مشهور دی او تاج الدین نظراوف چې په ابو اسامه نوراکي مشهور دی او دواړه ۳۲ کلن دي، د روسیې او تاجکستان له لوري په تروریزم تورن شوي او د موندلو هڅه یې کوي.
د دوی د یوه په اړه باور کېده چې مړ شوی دی.
د د دغو کسانو یو ملګری رحمت عاقل اوف په ۲۰۱۸ میلادي کال په ستوکهلم کې په عمري قید محکوم شو. نوموړي اعتراف کړی چې د ۲۰۱۷ د اپریل په اوومه یې د ستوکهلم په مرکزي برخه کې لارویان په موټر ووهل. د دوی په حمله کې ۵ تنه وژل شوي وو.
