123ru.net
World News in Pashto
Июнь
2019

Новости за 16.06.2019

بلاول او مریم وايي د حکومت خلاف تحریک پیلوي

Mashaalradio.com 

د مسلم لیګ(ن) او پاکستان پیپلز ګوند مشرانو د جون پر ۱۶مه په لاهور کې په یوه مهمه لیدنه کې په دې خبره ټینګار وکړ چې اپوزیشن به د حکومت لخوا وړاندې کړل شوی بجټ منظورېدو ته نه پرېږدي.

سره مياشت په داخلي روغتونو کې ١٤١ ماشومان تداوي کوي

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د سرې مياشتې ټولنه وايي چي په داخلي روغتونو کې ١٤١ هغه ماشومان تداوي کوي چې د زړونو د سوري په ناروغۍ اخته دي. دې ټولنې نن په يوه اعلاميه کې ويلي چې دغه ماشومان به د افغانستان د خپلواکۍ د بيا ګټلو د سلمې کليزې په مناسبت په وړيا ډول تداوي شي. د سرې مياشتې ټولنه وايي، له ٢٠٠٨ میلادي کال راهيسې د زړه په ناروغۍ اخته نږدې ١٦٠٠٠ ماشومان راجستر شوي چې له دې جملې ٩٠٠٠ يې تداوي شوي او ٦٧٠٠ نور درملنې ته انتظار دي. د افغانستان روغتيايي چارواکي وايي، په بارودو د ککړې هوا تنفس کول او د اميندوارۍ... Читать дальше...



جرمني یوه ډله نور افغان پناه غوښتونکي هم افغانستان ته راستنوي

Pa.azadiradio.com 

یو افغان چارواکى وايي چې جرمني په پام کې لري چې يوه ډله نور افغانان هم چې په دغه هېواد کې يې د پناه غوښتنه رد شوې، بېرته افغانستان ته راولېږي. د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت يوه چارواکي د جرمني خبري اژانس ته ويلي، په پام کې ده چې د دغو پناه غوښتونکو الوتکه د سې شنبې په سهار د کابل پر نړيوال هوايي ډګر کېني. د اژانس په حواله، دا به د ٢٠١٦ میلادي کال له ډېسمبر راهيسې ٢٥مه ډله افغانان وي چې له جرمني افغانستان ته رالېږل کېږي. په تېرو ٢٤ الوتنو کې ټولټال ٥ سوه ٨٩ افغان پناه غوښتونکي بېرته افغانستان ته راستانه کړاى شوي دي. Читать дальше...

په هرات کې ښوونکو خپل کاري اعتصاب په مشروط ډول پاى ته ورساوه

Pa.azadiradio.com 

په هرات ولايت کې ښوونکو خپل هغه کاري اعتصاب چې له يوې مياشتې روان و، په مشروط ډول پاى ته ورساوه. دغه ښوونکي وايي، که د امتيازونو د زياتېدو لپاره يې غوښتنې پرځاى نه شي، خپل اعتصاب به بېرته پيل کړي. د پوهنې وزارت سلاکار غلام دستګير چې هرات ته تللى، وايي چې د ښوونکو امتيازونه به په تدريجي ډول زياتېږي، خو دا پروسه ٣ کاله وخت نيسي. د ازادي راډیو خبريال وايي، په دغه کاري اعتصاب کې د هرات د ٩٠ فيصده ښوونځيو ښوونکو برخه درلوده.

اردوغان: ترکیې ته د S-400 دفاعي سېستم انتقال راتلونکې مياشت پيلېږي

Pa.azadiradio.com 

ترکيه وايي، تمه لري چې له روسيې د ميزائيلو د S-400 ډوله دفاعي سېستم انتقال راتلونکې مياشت پيل شي. د ترکيې رسنيو د راپور له مخې، ولسمشر رجب طيب اردوغان دا خبره نن کړې ده. د CNN ټلويزيون د ترکۍ څانګې د راپور له مخې، ولسمشر اردوغان ويلي چې ترکيې ته به د S-400 ډوله دفاعي دستګاوو انتقال د جولاى په نيمايي کې پيل شي. د انقرې له خوا له مسکوه د هوايي مدافع د دې سېستم د رانيولو موافقه د ترکيې او د امريکا د متحدو ايالتونو ترمنځ د کړکېچ عمده سرچينه ګڼل کېږي. امريکا وايي، د روسيې ساخت دغه دستګاه د امريکا ساخت F-35 ډوله جنګي جټ الوتکو ته يو خطر دى. Читать дальше...

په هانګ کانګ کې زرګونه کسان لارو او کوڅو ته په مظاهرو راوتلي

Pa.azadiradio.com 

په هانګ کانګ کې زرګونه کسان لارو کوڅو ته په مظاهرو راوتلي او د دغې سيمې د رهبرۍ د استعفا غوښتنه لري. دا په داسې حال کې ده چې د هانګ کانګ رهبرۍ چين ته د تورنو کسانو د ورسپارلو د قانون لانجمنه لايحه وځنډوله او پر وروستيو پېښو يې ژوره خواشيني څرګنده کړه. فعالان وايي، د مجرمانو د استرداد د لايحې د ځنډولو لپاره د کاري لم پرونى اعلان کافي نه دى. دوى وايي، هانګ کانګ رهبره کاري لم بايد ژر تر ژره د قانون دغه لايحه فسخه، استعفا دې وکړي او د اعتراضونو پر مهال پر مظاهره چيانو د پوليسو د ځواک کارونې له کبله دې بښنه وغواړي. Читать дальше...



چارواکي: په کندهار کې ٥ وسله وال وژل شوي

Pa.azadiradio.com 

د کندهار چارواکي وايي، د شاه ولیکوټ ولسوالۍ په زنګيتان سيمه کې د افغان ځواکونو او وسله والو طالبانو ترمنځ جګړه شوې ده. د کندهار د امنيې قوماندانۍ ویاند جمال ناصر بارکزي نن ازادي راډيو ته وويل، په دې جګړه کې وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. ده وویل: د شاه وليکوټ ولسوالۍ په زنګيتان سيمه کې اوس هم عمليات او جګړه روان دي، د دښمن ٥ وسله وال وژل شوي او ٣ ميله کلاشينکوف د پوليسو لاس ته ورغلي دي. د کندهار شاه ولیکوټ ولسوالي چې له ارزګان ولايت سره څېرمه پرته ده، وخت ناوخت په کې جګړې کېږي. ... Читать дальше...

ټاکل شوې چې ولسمشر غني د افغانستان او انګلیند د کرکټ لوبه وګوري

Pa.azadiradio.com 

ټاکل شوې چې افغان ولسمشر محمد اشرف غني د کرکټ جام په نړیوالو سیالیو کې د افغانستان او انګلیند لوبه وګوري. ټاکل شوې چې دا لوبه د روانې جون میاشتې په ۱۸مه نېټه د مانچسټر په اولډ ټرافورډ لوبغالي کې ترسره شي. افغان ولسمشر نن د بریتانیا حکومت په رسمي بلنه هغه هېواد ته روان شو چې د سفر اصلي هدف یې د دواړو هېوادنو ترمنځ د اړیکو پراختیا او د افغانستان د سولې موضوع ښودل شوې. افغانستان تر اوسه د کرکټ په نړیوال جام کې څلور لوبې کړي چې څلور واړه یې بایللې دي.

د تکواندو په G1 دوهم پړاو سیالیو کې افغان لوبډلې اتلولي وګټله

Pa.azadiradio.com 

د تکواندو په G1 دوهم پړاو نړيوالو سیالیو کې افغان لوبډلې اتلولي خپله کړه. د افغانستان د بدني روزنې عمومي ریاست نن ازادي راډيو ته وویل چې افغانستان په دغو سیالیو کې ۴ د سرو زرو، ۳ د سپینو زرو او ۲ د برونزو مډالونه ګټلي دي. دغه سیالۍ چې له تېرو ۳ ورځو راهیسې په هند کې روانې دي، له افغانستان څخه ۲۷ لوبغاړو په بېلابېلو کټه ګوریو کې په کې ګډون کړی. د تکواندو G1 سیالۍ د هند په حیدراباد ښار کې د ۱۴ هېوادونو د استازو په حضور کې روانې دي.

چارواکي: د پکتيا په مرکز کې د جنايي پېښو د مخنيوي پلانونه سنجول شوي

Pa.azadiradio.com 

د پکتيا امنيتي چارواکي وايي چې په مرکز ګردېز کې د جنايي پېښو د مخنيوي لپاره ځيني پلانونه سنجول شوي دي. تر دې مخکې د پکتيا اوسېدونکو شکايت کړى و چې په مرکز ګردېز کې د انسان تښتونې، ترور، غلچکي بريدونو، غلا او شوکو پېښې زياتې شوې دي. د پکتيا د امنيې قوماندانۍ وياند سردار ولي تبسم ازادي راډيو ته وويل، د پوځي شورا د پرېکړې له مخې د امن د ښه والي لپاره ځينې پرېکړې شوې دي. ده زیاته کړه چې يو څه پېښې چې په وروستيو کې د موټرسايکل په واسطه ترسره کېدې، د نظامي شورا د پرېکړې په اساس موټرسايکلونه په ټوليز... Читать дальше...

چارواکي: په تخار ولايت کې ٨ وسله وال طالبان وژل شوي

Pa.azadiradio.com 

په تخار ولايت کې د ملي اردو چارواکي وايي، په اشکمش ولسوالۍ کې د پوځي عملياتو له کبله ٨ وسله وال طالبان وژل شوي دي. د ٢١٧ پامير قول اردو وياند غلام حضرت کريمي نن ازادي راډيو ته وويل، په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د ٨ وسله والو طالبانو د وژل کېدو تر څنګ ١٢ تنه نور وسله وال ټپيان شوي دي. کريمي وايي، د دغو عملياتو په لړ کې د وسله والو طالبانو د سوق او ادارې څو مرکزونه هم ويجاړ کړاى شوي او په سيمه کې عمليات لا هم روان دي. تر اوسه د وسله والو طالبانو ويندويانو په دې اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.

هڅه کېږي چې د افغانستان زر ټنه هندواڼه اذربایجان ته ولېږل شي

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د سوداګرۍ خونه له صنعت او تجارت وزارت سره په ګډه هڅه کوي چې زر ټنه هندواڼه اذربایجان ته ولېږي. د دې خونې ویاند جان اقا نوید نن ازادي راډيو ته وویل، وروسته له هغه چې د افغانستان په جنوب لوېدیځو ولایتونو کې د مېوو بیه ټيټه شوه، هڅه کېږي چې دغه مېوې په ځانګړي ډول هندواڼه بهر ته ولېږدوي. تر دې مخکې افغان بزګرانو د دوی محصولاتو ته د لازمو بازارونو د نه شتون له شکایتونه او اندېښنې مطرح کړې دي.

په بلخ کې د اصلاح شویو تخمونو یو فارم ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

Pa.azadiradio.com 

د بلخ په دهدادي ولسوالۍ کې د ۱۱۰ میلیونو افغانیو په ارزښت د اصلاح شویو تخمونو یو فارم ګټې اخیستنې ته وسپارل شو. د کرنې او مالدارۍ وزارت ویاند اکبر رستمي نن ازادي راډيو ته وویل چې دغه فارم به په بلخ او د هېواد په شمالي ولایتونو کې د اصلاح شویو تخمونو اړتیاوې پوره کړي. ده وویل چې له دغه فارم په ګټې اخیستنې سره وزارت کولی شي چې په کلني ډول څه باندې ۵ سوه پنځوس مټریک ټنه اصلاح شوي تخمونه تولید کړي او په بلخ او یو شمېر شمالي ولایتونو کې د اصلاح شویو تخمونو اړتیاوې پوره کړي. نوموړي وویل، دغه اصلاح... Читать дальше...


Музыкальные новости
Песня

Вывод Песни, Альбома, Клипа в ТОП Музыкальных Чартов – iTunes, Apple Music, Youtube Music, Яндекс.Музыка, ВК и Boom, Spotify.





Персональные новости
Россия

В России открылись пункты оценки для участников отбора на программу «Время героев»





هند د امریکا پر ۲۸ محصولاتو لوړه تعرفه وضعه کوي

Pa.azadiradio.com 

د واشنګټن له لوري نوي ډیلي ته د سوداګرۍ د کلیدي امتیازونو له لغوه کېدو وروسته هند په ځوابي اقدام کې د امریکا پر ۲۸ محصولاتو لوړه تعرفه وضعه کوي. د هند د حکومت له اعلان سره سم په دې ۲۸ امریکايي وارداتي محصولاتو کې بادام، مڼې او چارمغز شامل دي او له نن یکشنبې د جون له ۱۶مې یې تعرفه لوړېږي. د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ د سوداګرۍ په برخه کې سخت دریځ غوره کړی او خبرداری یې ورکړی چې د چین، مکسیکو، کاناډا او اروپايي اتحادیې په شمول د یو شمېر هېوادونو او کمپنیو خلاف به ګمرکي تعرفې لوړې کړي. ځینې اقتصادپوهان... Читать дальше...

د سوډان پرځول شوی مشر عمرالبشیر محکمې ته وړاندې کېږي

Pa.azadiradio.com 

په سوډان کې څارنوالان وايي، د دغه هېواد له واکه پرځول شوی مشر عمرالبشیر به دا اوونۍ د فساد او په غیر قانوني ډول د بهرنیو اسعارو د لرلو په تورونو محکمې ته حاضر شي. دا اعلان پرون شنبه شااوخوا دوه میاشتې وروسته له دې وشو چې د نوموړي اوږده مستبده واکمني د خلکو د پراخو اعتراضونو په نتیجه کې د پوځ له لوري پای ته ورسول شوه. یوه جګپوړي څارنوال الولید سیداحمد خبریالانو ته وویل چې پخوانی مشر به محکمې ته حاضر شي، خو ده محکمې ته د عمرالبشیر د حاضرېدو دقیقه ورځ ونه ښوده. تېره میاشت د سوډان د پوځي شورا مشر... Читать дальше...

محمد بن سلمان: د سعودي ګټو ته د ګواښ په صورت کې به بې ځوابه نه شو

Pa.azadiradio.com 

د سعودي عربستان ولیعهد ایران په مستقیم ډول په عمان خلیج کې د تېلو پر ټانکرونو پر حملې تورن کړ او ویې ویل چې هېواد به یې د خپلو خلکو د ګټو پر ضد د هېڅ ګواښ په وړاندې بې ځوابه پاتې نه شي. شهزاده محمد بن سلمان په یوه مرکه کې چې نن یکشنبه په پان عرب شرق الاوسط ورځپاڼه کې خپره شوې، ویلي چې د ایران رژیم د جاپان د صدراعظم د سفر پروا ونه کړه او په داسې حال کې چې شنزو ابې په تهران کې و، د هغه هڅو ته یې پر دوو ټانکرونو چې یو یې جاپانی و، په حملې ځواب ورکړ. د سعودي ولیعهد په عین حال کې وویل چې په سیمه کې... Читать дальше...

Спорт в России и мире
Москва

Пункты проката спортинвентаря откроются в парках Москвы 1 мая


Загрузка...

Все новости спорта сегодня


Новости тенниса
Дарья Касаткина

Теннисистка Касаткина выразила сожаление, что у нее нет коннекта с Шараповой


Загрузка...


123ru.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.


Загрузка...

Загрузка...

Экология в России и мире
Москва

Сенсорный сад с экотропами появится в Бутырском районе Москвы





Путин в России и мире
Москва

Киркоров и Пелагея спели для амурчан-бамовцев в Москве


Лукашенко в Беларуси и мире
Минск

VII Всебелорусское народное собрание: основные заявления Александра Лукашенко




123ru.netмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Ru24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

123ru.net — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.





Зеленский в Украине и мире
Киев

Во Франции назвали бредом слова Зеленского про угрозу Путина Европе


Навальный в России и мире
Москва

Священнику, отпевавшего Навального, запретили носить рясу и крест



Здоровье в России и мире


Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России






Загрузка...

Загрузка...



Песня

Вывод Песни, Альбома, Клипа в ТОП Музыкальных Чартов – iTunes, Apple Music, Youtube Music, Яндекс.Музыка, ВК и Boom, Spotify.



Москва

Россияне начали раскупать круизы по рекам России: озвучены новые цены и маршруты

Друзья 123ru.net


Информационные партнёры 123ru.net



Спонсоры 123ru.net