ايران پر جرمني فشارونه زيات کړي او د اټمي تړون د خوندي پاتې کېدو د هڅو د نتيجو غوښتنه يې وکړه.
د ايران د بهرنيو چارو د وزير محمد جواد ظريف په حواله راپور ورکړل شوى چې ويلي يې دي، د اټمي تړون په موضوع کې نتايج مهم دي.
ده ويلي، غواړي پوه شي چې د دغه تړون نورو شريکانو دقيقاً کومې هڅې کړي دي.
د امريکا د متحدو ايالتو ولسمشر ډونالد ټرمپ تېر کال له دغه تړون څخه د واشنګټن د وتلو او پر ايران د بنديزونو د بيا لګولو اعلان وکړ.
خو هغه اروپايي هېواودنه چې دغه تړون يې لاسليک کړى، هڅه کوي چې دا تړون خوندي پاتې شي. Читать дальше...
د غزني چارواکي وايي، په دوو ولسواليو کې د دوو چاودنو له کبله يو ماشوم وژل شوى او ٩ نور ملکيان ټپيان شوي دي.
د ولایت ویاند محمد عارف نوري نن په دې اړه ازادي راډیو ته وویل:
"د غزني ولایت د واغظ او خواجه عمري ولسوالیو په اړوندو سیمو کې د هاوان د یوې سرګلولې او د طالبانو له خوا د سړک غاړې د ځای پر ځای شوي ماین په چاودنه کې د ۸ ماشومانو په ګډون ۱۰ تنه ملکي کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده."
وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
په غزني کې ډېری وخت د هاهوان د سرګلولو او پر لویو لارو ښخ کړی شوي ماینونه ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اړوي.
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، د فوټبال د فدراسیون د پخواني رئیس کرام الدین کریم نیولو ته جدي ...
ناهید اپریدۍ له قبایلي سیمې خیبره د صوبايي اسمبلۍ عمومي څوکۍ انتخاباتو ته ولاړه ده. نوموړې د جون پر نهمه په جمرود کې تر خبري غونډې وروسته مشال راډیو ته وویل، د مخصوصو څوکیو پر ځای عمومي سیالۍ ته ځکه راوتلې سیاست یوازې د سړیو نه بلکې د ښځو حق هم دی. ویډیويي رپورټ وګورئ.
د عوامي نیشنل ګوند مشر اسفندیار ولي خان د حکومت پر اقتصادي تګلارې انتقاد کړی دی. نوموړي د جون پر نهمه په چارسده کې احتجاجي جلسې ته په وینا کې وویل، د ګرانۍ زیاتېدل او متوسطې طبقې ختمېدل به د هېواد پر راتلونکې لوی اغېز ولري. حکومت وايي، اقتصادي ستونزې ورته په میراث کې پاتې دي. اسفندیار خان همداراز، په شمالي وزیرستان کې د تاوتریخوالي او چاودنو غندنه هم وکړه. ویډیويي رپورټ.
مشرانو جرګې د افغانستان بانک مسؤلین، د ګمرکونو مرستیال او د کورنیو چارو وزارت ځیني چارواکي استجواب کړي وو چې ...
د ملي امنيت عمومي رياست وايي، په کابل کې د داعش ډلې شپږ کسيزه ډله نيول شوې ده.
دغه رياست نن په يوه اعلاميه کې ويلي چې دغه کسان د خلکو په ترور، اختطاف، د وسلو او منفجره موادو په انتقال او ننګرهار ته د داعش ډلې د غړو او کورنيو په لېږدولو کې دخيل وو.
ملي امنيت وايي، امنيتي ځواکونه د خلکو د خونديتوب لپاره د داعش ډلې په وړاندې خپل عمليات لا پراخوي.
د مولدووا سرپرست ولسمشر پاول فيليپ پارلمان منحل او د سپټمبر شپږمې نېټې ته يې تر وخت مخکې د انتخاباتو غوښتنه وکړه.
دا په داسې حال کې ده چې د پخواني شوروي اتحاد دغه جمهوريت په وروستيو کې له سياسي بحران سره مخامخ دى.
فيليپ دغه اعلان نن وروسته له هغې وکړ چې د اساسي قانون محکمې د روس پلوه ولسمشر ايګور دودان دنده وځنډوله او د هغیې ه پرځاى فيليپ سرپرست ولسمشر ونوماوه چې د سرپرست صدراعظم په توګه هم خپله دنده پرمخ بيايي.
دودان زيات وخت له فيليپ او د هغه له حکومت سره په تضاد کې و.
فيليپ له اروپايي... Читать дальше...
د کرکټ یو شمېر افغان مبصرین وايي، په لوبډله کې دننه د ډلو جوړول، د ښه روزونکو په دنده نه ګمارل، د سیاسیونو له لوري...
خټک په ۲۰۱۸ز کال کې د پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي اېم) له جوړېدو راهیسې یې په غونډو، جلسو او احتجاجونو کې برخه اخلي
د ولسي جرګې د ټاکنو ځيني معترض کانديدان چې نومونه يې د ولسي جرګې له نهايي لېسته ايستل شوي، وايي چې امنيت شورا ورسره ژمنه کړې چې غوښتنې به يې څېړل کېږي.
د دغو کانديدانو له ډلې نجيبې فايض هلمندۍ نن ازادي راډيو ته وويل، د ملي امنيت سلاکار حمدالله محب ورسره پرون په کتنه کې ويلي چې د دوى د غوښتنو د څېړنې لپاره به يوه کمېټه جوړېږي.
دې وویل:
"موږ پلان درلود چې نن يوناما ته خپل پرانيستى ليک وسپارو، خو تېره شپه حمدالله محب دلته راغى، زموږ خبرې يې واورېدې، ژمنه يې وکړه چې په دوو یا درېيو ورځو کې به کمېټه... Читать дальше...
د ماليې سرپرست وزیر وايي، ډېر ژر به د کوچني اختر په مناسبت ټولو ملکي مامورینو ته د ١٥ ورځو معاش د اختري په توګه ورکړل شي.
محمد همایون قيومي نن په دې اړه په کابل کې خبریالانو ته وویل:
"کوم فرمان چې د کوچني اختر په مناسبت د ۱۵ ورځني بخششۍ معاش د ورکړې سپارښتنه په کې شوې، تصویب شوى او پرې کار روان دی او ډېر ژر به ټولو مامورینو ته ووېشل شي."
ولسمشر محمد اشرف غني دغه اعلان څو ورځې مخکې وکړ.
ښاغلي غني ویلي وو چې دغه معاش به افغان امنیتي سرتېرو ته هم ورکول کېږي.
په قزاقستان کې پوليسو نن لسګونه مظاهره چيان نيولي دي.
دا په داسې حال کې ده چې په انرژۍ غني دغه هېواد کې نن د ولسمشرۍ تر وخت مخکې انتخابات روان دي.
اټکل کېږي چې د دغه هېواد موقت رهبر قاسم جومارت توقايف به د پخواني دکتاتور ولسمشر نور سلطان نظربايف د ځای ناستي په توګه په اسانۍ بريا خپله کړي.
د قزاقستان تر ټولو لوى ښار الماتي کې تر ١٠٠ زيات مظاهره چيان نيول شوي دي.
دوى له دغو انتخاباتو سره د پرېکون غوښتنه کوله چې توقايف له شپږو نورو کانديدانو سره چې حکومت تأييد کړي، ورته ولاړ دى.
د ازادي راډيو... Читать дальше...
د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونه وايي چې د سوداګرو اختطاف، په لارو کې له سوداګریزو مالونو پیسې اخیستل، لوړه تعرفه...
د کندز ګڼ شمېر بزګران او بڼوال د سړخونو له نشتوالی شکایت کوي او زیاتوې چې د دغه دلایلو له کبله هر کال د دوی د مېوو ...
د افغانستان د فوټسال ۲۰ کلن ملي ټيم د ایران تبریز ته ورسېد.
د افغانستان د فوټبال فدارسیون وايي، دغه ټيم د اسیا فوټسال په سیالیو کې د ګډون په هدف دغه هېواد ته رسېدلی او ټاکل شوې چې د جوزا په ۲۵مه او ۲۶مه د ایران او هانګانګ له ټيمونو سره مخامخ شي.
دغه فدراسیون وايي، د فوټسال ټيم له تېرو څو ورځو راهیسې تمرینات کول.
د افغانستان د ماليې سرپرست وزیر وايي، په بروکسل کې د ناټو له تازه ژمنې سره هغه اندېښنې لېري شوې چې ګواکې...
د ملي اردو چارواکي وايي، په کندهار کې په پوځي عملياتو کې د دولت تر ٥٠ زيات مخالف وسله وال وژل شوي دي.
په کندهار کې د ٢٠٥ اتل قول اردو وياند وايي، دغه عمليات په تېرو ٢٤ ساعتونو کې په خاکرېز، میوند، ميانشین او شاوليکوټ کې شوي دي.
يحيى علوي وايي، په وژل شويو کې د وسله والو طالبانو يو مشهور قوماندان هم شامل دى.
ده وویل:
"له دښمن سره نښته شوې چې د محمود په نوم يې يو قوماندان چې په بديع جان مشهور و، هم وژل شوى دى، جسد يې له يو ميل پیکا سره د درېيمې لوا پرسونل ته په لاس ورغلى دى."
ښاغلى علوي وايي،... Читать дальше...
د هلمند په واشير ولسوالۍ کې ۱۱وسله وال طالبان وژل شوي دي.
۲۱۵ میوند قول اردو نن وويل، په واشير کې د تصفيوي عملیاتو پر مهال چې د بهرنیو ځواکونو هوايي ملاتړ هم ورسره و، ۱۱ وسله وال طالبان وژل شوي او ۷ نور ټپيان شوي دي.
د دې قول اردو مطبوعاتي مسؤل جګړن عبدالقدیر بهادرزی وايي، د ملي اردو څلورمې پلې لېوا د بهرنیو ځواکونو په مرسته د واشیر ولسوالۍ ځينې سیمې له وسله والو طالبانو بېرته نيولي دي.
بهادرزي وویل، د عملیاتو پر مهال ۶ تنه وسله وال طالبان او ۳ نور مشکوک کسان نیول شوي هم دي.
تر دې مهاله وسله والو طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي.
د ٢٠١٩ میلادي کال د کرکټ د نړيوال جام د سياليو په لړ کې نن هندوستان له استراليا سره مسابقه کوي.
د لندن په لوبغالي کې دغه مسابقه نن د افغانستان پر وخت د ماسپښين په ٢ بجو پيلېږي.
استراليا تر اوسه دوه مسابقې کړي چې يوه يې له افغانستان او بله یې له ويسټ انديز څخه ګټلې ده.
هندوستان تر اوسه يوه مسابقه کړې چې له جنوبي افريقا يې ګټلې ده.
پرون د دغو مسابقو په لړ کې نيوزيلنډ افغانستان او انګلستان بنګله دېش ته ماته ورکړه.
په قزاقستان کې د رأیې ورکولو بهیر نن سهار وختي پیل شو، په دې هېواد کې د لومړي ځل لپاره د اپوزیسیون یو واقعي ...
ځينو رسنيو راپور ورکړى چې د افغانستان لويې څارنوالۍ د هېواد د فوټبال فدراسيون د پخواني مشر کرام الدين کريم د نيولو حکم صادر کړ.
دا حکم په داسې حال کې صادرېږي چې پرون د فوټبال نړيوال فدراسيون ښاغلى کریم په نړیواله کچه د تل لپاره له فوټبال سره له تړلو فعالیتونو منعه کړ.
د فیفا د اخلاقي کمېټې قضايي څانګې پرون کرام الدين کریم د خپلې دندې له واکونو څخه په ناوړه استفادې او د افغانستان د فوټبال د ښځينه ټيم د څو لوبغاړو په جنسي ځورونې مقصر وباله او نوموړی یې یو میليون ډالر جریمه هم کړ.
د فیفا په بیان... Читать дальше...
په غزني کې د ټاکنو د خپلواک کمېسیون چارواکي وايي، که دلته د خلکو اعتراضات او تظاهرات همداسې دوام وکړي...
د افغانستان د قالینو او فرشونو د شرکت مسؤل مدیر وايي چې د هوايي دهلېزونو جوړول لامل شول چې د دې محصول په صادراتو کې زیاتوالی راشي.
سید فیض احمد امیري نن ازادي راډیو ته وویل چې د هوايي دهلېزونو له لارې کولای شي چې افغان قالینې په مناسبه بیه بهرنیو هېوادونو ته ولېږدوي.
ده وویل:
"هوايي دهلېزونو موږ ته سهولتونه رامنځته کړي دي، موږ کولای شو چې خپل مالونه په ډېرې اسانۍ بهر ته ولېږدوو، د بیو په اړه يې که ووایم، بیې يې هم راټيټي شوي، خو په هغه اندازه نه، کوم چې موږ يې هیله لرله."
نوموړي وویل چې په... Читать дальше...
د جرمني د صدراعظمې انګیلا مېرکل د کرسچین ډموکراټ ګوند مشرتابه پر روسیې د بندیزونو د نرمولو لپاره د خپل ګوند د غړو غوښتنه رد کړه او ویې ویل چې بندیزونه باید تر هغه دوام وکړي چې مسکو په کریمیا او د اوکراین په ختیځ کې بدلون نه وي راوړی.
د ګوند مشرې انګریت کرامپکارین باویر پرون شنبه وویل، تر څو چې د روسیې چلند بدل شوی نه وي، له دې هېواد سره په اقتصادي همکارۍ کې د بدلون امکان نشته.
تر ده مخکې د کرسچین ډموکرات ګوند غړي او د ساکسوني ایالت والي مایکل کریټس شمير په پټرزبورګ کې د روسیې له ولسمشر ولادیمیر... Читать дальше...
Спорт в России и мире
Все новости спорта сегодня
Новости тенниса
123ru.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно –
здесь и прочитать их тут же и –
сейчас в
России, в
Украине и в
мире по
темам в режиме 24/7
ежесекундно. А теперь ещё -
регионы,
Крым,
Москва и
Россия.
Экология в России и мире
Путин в России и мире
Лукашенко в Беларуси и мире
123ru.net —
международная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.
Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).
123ru.net — живые новости в прямом эфире!
В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.
Здоровье в России и мире
Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России
Друзья 123ru.net
Информационные партнёры 123ru.net
Спонсоры 123ru.net