ضیاالله لانګو: د علي حیدر میندلو پوره هڅه کوو
د بلوچستان حکومت وايي ، په ساحلي ښار ګوادر کې د ورک شوي شاوخوا ۱۵ کلن علي حیدر د میندلو لپاره یې پوره هڅې پیل کړې دي.
د بلوچستان حکومت وايي ، په ساحلي ښار ګوادر کې د ورک شوي شاوخوا ۱۵ کلن علي حیدر د میندلو لپاره یې پوره هڅې پیل کړې دي.
د پاکستان په پارلمان کې د شمالي او جنوبي وزیرستان نیول شوي استازي محسن داوړ او علي وزیر د اپوزېشن پر ټینګار سربېره په قومي اسمبلۍ کې د بجټ غونډې ته حاضر نه کړل شو.
د افغانستان د فوټسال شل کلنو ملي ټیم را روانه شنبه له جاپان سره د اسیا د اتلولۍ پایلوبه کوي.
په ملګرو ملتونو کې د افغانستان دایمي استازې عادله راز وايي افغان حکومت د نږدې ۹۰۰ طالب بندیانو په خوشې کولو د سولې لپاره خپل تعهد په ډاګه کړ. ایران د امریکا یوه بې پیلوټه الوتکه نسکوره کړې او په فرانسې کې زړو ښځو فوټبال وکړ. ازادي سټودیو د شپې په اتو بجو له پيشګام ټلویزیون مه هیروئ
له ۳۵ زرو ډېر ماشومان ښځې او نارینه په بدخشان ولایت کې په مخدره توکو روږدي دي. په بدخشان ولایت کې په مخدره توکو روږدې ښځې له حکومته د دوی د درملنې غوښتنه کوي. د ازادي راډیو خبریال نعمت الله احمدي د قیض اباد ښار یوې ځنډې ته تللی او د ځینو روږدو مېرمنو سره یې مرکه کړې ایډيټ: لېمه هادي
د ۲۰۱۳ م کال ژمی و، د ورکو بلوڅانو اواز اوچتولو لپاره یوه شل کسیزه کاروان له کوټې تر کراچۍ په پښو لاریون وکړ.
د سوات په سیدو میډیکل کالج کې کې دا دوهم کال دی چې زده کوونکي یې کلتوري مېله جوړوي. د مشال راډيو خبریال نیاز احمد خان یې ویډیويي رپورټ کښلی.
افغانستان ته د امريکا سفیر د افغانستان په پارلمان کې د شخړو په اړه سخته اندېښنه څرګنده کړې ده. جان بس د چهارشنبې په ورځ خبريالانو ته وويل چې د پارلمان وکیلان باید د اساسي قانون له مخې خپله دنده تر سره کړي. دا پهداسې حال کې ده چې ولسمشرۍ ماڼۍ هغه ادعا رد کړه چې وايي، ولسمشر به ډېر ژر د ولسي جرګې د لانجو قضیه سترې محکمې ته وسپاري. مخکې یوه چارواکي چې نهيې غوښتل نوم یې واخیستل شي، ازادي راډیو ته ویلي و، که په راتلونکو څو ورځو کې د ولسي جرګې غړي د نوي رئیس د ټاکلو پر سر ستونزې حل نهکړي، ولسمشر به دا قضیه سترې محکمې ته وسپاري. Читать дальше...
د مومندو په یکه غونډ کې د درېمې تاڼې پرانسته وشوه چې پکې قانوني رپورټونه او د سیمې د ولس ځینې قانوني دستاویزونه تیارېږي. په دې اړه شاهنواز ترکزي ویډیويي رپورټ وګورئ.
د قرغزستان چارواکو د «ترکي خوږو» په نوم د هیروئینو د قاچاق په اړه تحقیقات پیل کړي دي. د جرمني او پولنډ پر پوله د ګمرک چارواکو په یوه لارۍ کې ۶۷۰ کیلو ګرامه هیروئین وموندل چې د بشکیک مېشتي شرکت لهخوا بلجیم ته وړل کېدل. د قرغزستان د کورنیو چارو وزارت نن پنجشنبې وویل چې یوه ښځه چې د الیت شوکو په نوم شرکت څېښتنه ده، د دې قضيې په تړاو د پلټنو لپاره ور غوښتل شوې ده. د دې هېواد رسنيو د یادې ښځې نوم عایده جولدوشیوا ياد کړی دی. د سې شنبې په ورځ د جرمني د ګمرک پولیسو وويل چې قاچاق وړونکو غوښتل هيروئین د ترکي خوږو په نوم تېر کړي. Читать дальше...
ګلنواز ولي د استاد شاه ولي شاګرد دی او هم له هغه يې سندره ويل او هارمونيم غږول زده کړي دي.
د روسیې ولسمشر ولاديمير پوتین خپله ټلوېزیوني خپرونه پیل کړه. په لومړي پروګرام کې خلکو دې خپرونې ته تر یو نیم میلیون زیاتې پوښتنې ورلېږلې دي. پهداسې حال کې چې د روسیې پر حکومت د خلکو باور کم شوی، اقتصاد مخ پر ځوړ روان دی او د ولادیمير پوتین د خوښوونکو شمېر ورځ په ورځ کمېږي، پوتین ویلي، په روسیه کې د ژوند، عاید، روغتیايي ستونزو او کثافاتو د مدیریت په اړه پوښتنې ورته ډيرې جالبې وې. پر ځينو موضوعاتو د پوتین ځوابونه ډېر روښانه نه وو. ده پر روسيه د لویديځ د بندیزونو په اړه خبرې وکړې او ويې ویل... Читать дальше...
بلوچستان حکومت د جون پر ۱۹مه د راتلونکې مالي کال بجټ وړاندې کړ چې تر ۴۰۰ اربو روپو زيات دی. په دې اړه د ايوب ترين ویډیو رپورټ وګورئ.
یوه هندي باوري سرچینه وايي، امریکا ورته د افغانستان د سولې د هڅو په اړه هېڅ تضمین نهدی ورکړی.
د هرات ولایتي شورا بېرته خپل کار پیل کړ. د هرات ولایتي شورا یوه غړي غلام حبیب هاشمي ازادي راډيو ته وويل چې د هرات د والي او څارنوالۍ د رئیس او ولایتي شورا د غړو په ګډ تفاهم د ولایتي شورا غړي پهدې شورا کې د نښتو د مخنیوي په خاطر نهشي کولای خپل ساتونکي له ځان سره ولایتي شورا ته ننباسي. د غلام حبیب هاشمي په وینا، اوس هم د ولایتي شورا د رئیس ساتونکي د ژمنې خلاف ولایتي شورا ته ننوتلي او د لانجې رامنځته کېدو احتمال شته. د یکشنبې په ورځ د هرات د ولایتي شورا رئیس کامران عليزايي ساتونکو د شورا له... Читать дальше...
له ګاونډي هېوادونو کندهار ته د کډوالو کورنیو راتګ کې زياتوالی راغلی دی. افغان چارواکي وایي، زیاتې کورنۍ له پاکستان او ایران څخه راستنې شوي او دوی ورته د اسانتیاوو برابرولو کې لپاره هڅې پېل کړي. عمر خوړلی کریم الله یو له دغه کډوالو څخه دی چې د پاکستان څخه کندهار ته راغلی او د ژوند سختې شپې سبا کوي. وبډیو: صادق رښتینی ایډيټ: لېمه هادي
یوه نوې څېړنه ښيي چې د همالیا غره واورین کمرونه د روانې پېړۍ له پیل راهیسې په دوه چنده چټک رفتار ویلي کېږي چې دا د اسیا سلګونه میلیونه اوسېدونکو ته د اوبو رسولو عمل ګواښي.
د افغانستان د کرکټ بورډ د غوراوي کمېټه وايي هڅه کوي چې د ملي لوبډلو لپاره نوي او پیاوړي لوبغاړي انتخاب کړي. د کرکټ بورډ له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي دي چې د غوراوي کمېټې بهرنی غړی انډي مولز کابل ته رارسېدلی او اوسمهال د الف او له ۱۹ کلنو کم عمره ملي لوبډلو تمریناني کمپ څارنه کوي. په خبرپاڼه کې راغلي دي چې ښاغلي مولز ویلي، په پام کې لري چې له یاد تمریناتي کمپ هغه غوره او تکړه لوبغاړي انتخاب کړي چې په خپلو لوبو کې ډېر ښه ځلېدلي وي او له ډېرو وړتیاو برخهمند واوسي. نوموړي دغهراز وویل،... Читать дальше...
انساني قاچاق کوونکی یو افغان او درې بلغاريايي ملګري يې په هنګري کې په عمري حبس محکوم شول. پر دوی د ۷۱ پناه غوښتونکو د وژلو تور دی چې په ۲۰۱۵ میلادي کال کې په یوه لارۍ کې د ساه بندېدو له کبله مړه شوي وو او دا لارۍ يې په اتريش کې يوه کلي ته نږدې پرېښې وه. دا پېښه د ۲۰۱۵ میلادي کال په اګسټ مياشت کې شوې وه. د هنګري د استېناف محکمې نن پنجشنبه دا پرېکړه وکړه. ۳۲ کلن سمسور لاهو او د ده درې ملګري په انساني قاچاق او وژنه تورن وپېژندل شول. لومړی دوی په ۲۵ کلن حبس محکوم شوي وو، خو محکمې شواهد ترلاسه... Читать дальше...
امريکایي چارواکو تأيید کړه چې د ایران له ځمکې هوا ته ويشتونکي توغندي په نړيوال هوايي حریم کې یوه بېپيلوټه الوتکه ویشتلې ده. د رسنیو راپور وايي، دا الوتکه نظامي وه او د هُرمز تنګي په هوايي حریم کې ویشتل شوې ده. رسنيو د امريکايي سرچینو چې نومیې نهدی یاد شوی، له قوله لیکلي چې د امریکايي قواوو یوه بېپیلوټه الوتکه نن پنجشنبه ویشتل شوې. راپورونو مخکې د ایران د سپاه پاسداران انقلاب له قوله ویلي و چې د یوې امریکايي بېپيلوټه الوتکې د ویشتلو ادعا یې کړې وه. دوی ویلي و چې دا پېښه د ایران په جنوبي... Читать дальше...
د ملګرو ملتونو کډوالو ادارې راپور وايي په نړۍ کې تېر کال شا وخوا اووه کروړه لس لاکه خلک له جنګونو، ځورونو او نور تشدد له وجې بې کوره شوي دي.
د ولسي جرګې د رئیس د څوکۍ پر سر د جرګې د غړو ترمنځ د اختلافونو په دوام، وکیلانو د چهارشنبې په ورځ یو ځل بیا یو د بل ګرېوانونو ته لاس واچاوه، ان پهدغه نښته کې د ریاست مېز او څوکۍ هم ماتې شوې.
امریکا د اوکراین په ختځ کې په هغو څلورو کسانو د فرد جرم لګولو هر کلی کړی چې په مبینه توګه یې په ۲۰۱۴م کال کې د یو مالیزیايي مسافر وړونکي الوتنې د غوځولو په پېښه کې لاس لرلو.
په ملګرو ملتونو کې د افغانستان دایمي استازې عادله راز ویلي، افغان حکومت د نږدې ۹۰۰ طالب بندیانو په خوشې کولو سره د سولې لپاره خپله ژمنتيا پر ډاګه کړه. مېرمن راز د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې پر طالبانو انتقاد وکړ چې د دې په خبرې سولې ته متعهده نهدي. د افغانستان انتخابات او بشري حقونه د امنیت شورا په پرونۍ غونډه کې یاد شول خو ډېر تمرکز پر سوله وو. په ملګرو ملتونو کې د افغانستان دایمي استازې عادله راز د سولې لپاره د افغان حکومت د ژمنتیا ډاډ ورکړ: "د سولې لپاره د افغان حکومت هوډ صاف او صادقانه دی. Читать дальше...
د طالبانو پلاوي په چین کې د دغه هېواد له چارواکو سره د سولې پر موضوع خبرې کړې دي. د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند لوکانګ یوه خبري کنفرانس ته وويل چې په قطر کې د طالبانو استازي عبدالغني برادر او یو شمېر نور همکارانيې پهدې وروستيو کې چين ته تللي. لوکانګ خبریالانو ته وويل: "دا خبرې د دواړو لورو لپاره مهمې وې او دوی توافق ته ورسېدل چې په تماس کې به اوسي او د افغانستان ستونزې ته به له سیاسي لارې او ترورېزم مسئلې ته به د حل لټولو هڅې کوي." د چين چارواکو له دوی سره ولیدل او د افغانستان د سولې د... Читать дальше...
Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).
123ru.net — живые новости в прямом эфире!
В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.