پارلمان ته د داوړ او وزیر د راوستلو په اړه تود بحث
د پاکستان په قامي اسمبلۍ کې د جون په ۲۴مه سپېکر اسد قېصر يو ځل بيا وويل چې د قانون وزارت تر سلا مشورې وروسته به پرېکړه کوي چې پارليمان ته د محسن داوړ او علي وزیر د راوستلو حکم ورکړي کنه.
د پاکستان په قامي اسمبلۍ کې د جون په ۲۴مه سپېکر اسد قېصر يو ځل بيا وويل چې د قانون وزارت تر سلا مشورې وروسته به پرېکړه کوي چې پارليمان ته د محسن داوړ او علي وزیر د راوستلو حکم ورکړي کنه.
د پاکستان بشري حقونو کمېشن وايي په دغه هېواد کې د مذهبي اقليتونو لپاره ورځ تر بلې حالات خرابېږي. د دې کمېشن د چارواکو تر مخه که سياسي ګوندونه په دې اړه يوه خوله نه شي، د مذهبي اقليتونو مشکلات به لا نور زيات شي.
د افغان رسنیو مدافع ډلو رسنیو ته د طالبانو ګواښ رد کړی او ویلي یې دي دا ډله دې خپل ګواښ بېرته واخلي. د امریکا بندیزونو د ایران اقتصادي وضعه خرابه کړې ده. د ترکیې مخالف ګوند کاندید اکرم امام اوغلو د استانبول د ښاروالۍ بیاځلي انتخابات ګټلي. ازادي سټوډیو د شپې په ۸ بجو له پيشګام ټلویزیون وګورئ.
له مشال راډیو سره په خبرو کې د پاکستان بشري حقونو شریکې مشرې عظما نورانۍ وویل د اتوار پر ورځ ورته وویل شو چې په سیمه کې کرفیو ده او هغوی مخته نشي تللی
د ملګرو ملتونو د بشري حقوقو مسؤله وایي، د اسلامي دولت ډلې یا داعش د پخوانیو وسلهوالو د کورنیو په زرګونو غړي باید خپلو هېوادونو ته ستانه شي. میچل بچلیت نن د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا پرانېستونکې غونډې ته په وینا کې وویل چې د دغو کورنیو د ماشومانو حقونه بیا ډېر تر پښو لاندې شوي. هغې وویل، د دغو بهرنیانو کورنۍ باید په تدریجي ډول بېرته خپلو هېوادونو ته واستول شي که د نړیوالو قوانینو له مخې د ترسره شویو جرمونو په خاطر مجرم نهوي پیژندل شوي. د بچلیت په وینا د داعش له ۵۵ زرو زیات مشکوک وسلهوال په سوریه او عراق کې نیول شوي دي. Читать дальше...
د امریکا د متحدو ایالاتونو د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو وایي، د سعودي عربستان له پاچا سلمان سره یې نن په جده کې په سیمه کې د زیات شوي کړکېچ په اړه خبرې وکړې. پامپیو دغه راز وویل چې د هُرمز تنګي د امنیت د ښه کېدو پر اړتیا یې هم خبرې وکړې. پامپیو منځني ختیځ ته د سفر په ترڅ کې نن د دوشنبې په ورځ سهار جدې ته ورسېد چې د ایران پر وړاندې یو نړیوال ائتلاف جوړ کړي. پامپیو پهدې سفر کې متحده عربي اماراتو ته هم ځي. هغه تر سفر مخکې پرون د یکشنبې په ورځ په واشنګټن کې خبریالانو ته وویل چې په سیمه کې... Читать дальше...
د ننګرهار والي شاه محمود مياخېل وویل: په نيول شويو وسله والو کې اته تنه په داعش او درې تنه يې په طالب وسله والو پورې تړاو لري.
د افغانستان او بنګله دیش ترمنځ د کرکټ لوبه دوام لري. بنګله دیشې لوبډلې ۲۶۲ منډې کړي او ۷ لوبغاړي یې سوځیدلي او افغانستان ته یې ۲۶۳ منډو هدف وټاکه.
د ازادي راډیو خبریال واصل وصال د کرکټ لوبغالي ته تللی او له لوبې مخکې یې د افغانانو نظرونه او هيلې پوښتلي. وېډيو: واصل وصال اېډېټ: لېمه هادي
په سوات کې الوچې او خوباڼۍ پخې شوې او باغوانان یې په شوکولو لګیا دي. زمينداران وايي چې سږ کال بر ښه دی خو په منډۍ کې یې نرخ ټیټ نه دی. د نیاز احمد خان ویډيو راپور
د مومندو په خوایزو اټا کلي کی د زرکانو(مرغو) نېږدې اته ګوډلې (فارمونه) دي چې په کورونو کې دننه ساتل کېږي. د زرکانو ساتونکي وایي چې د پلورلو لپاره یې تر پیښوره، چارسدې او تر پنډۍ پورې وړي. د دوی په وینا چې د زرکو چچوڼیو را-اېستلو لپاره یې هګۍ تر وړو چرګو لاندې ږدي. شاهنواز ترکزي یې په اړه ویډيو راپور لري.
د افغانستان د ولسي جرګې غړیو نن د دوشنبې په ورځ د هغې یوې رأی په اړه رأی واخېستې او هغه یې باطله کړه چې د دې جرګې د ریاست پر...
په قزاقستان کې په یوه پوځي ډیپو کې په یوه لویه چاودنه کې لسګونه کسان ټپیان شوي دي.
د امریکا د متحدو ایالاتونو د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو منځني ختیځ ته د سفر په ترڅ کې نن سعودي عربستان ته ورسېد چې د ایران پر وړاندې یو نړیوال ائتلاف جوړ کړي. پامپیو پهدې سفر کې متحده عربي اماراتو ته هم ځي. هغه تر سفر مخکې پرون د یکشنبې په ورځ په واشنګټن کې خبریالانو ته وویل چې په سیمه کې د متحدو ایالاتونو له دواړو عربي سُني متحدانو سره به پر دې خبرې وکړې چې په څه ډول دا مسئله یقیني کولای شي چې موږ ټول سټراتیژیک متحدین یو او په څه ډول یو نړیوال ائتلاف جوړولی شو، یوازې د خلیج هېوادونو په سطحه... Читать дальше...
د افغانستان د رسنیو او خبریالانو فدارسیون او له رسنیو نه د ملاتړ ادارې له وسلهوالو طالبانو غواړي چې رسنیو ته د ګواښ اعلامیه بېرته واخلي.
په انګلستان او وېلز کې د کرکټ د نړیوال جام د سیالیو په ترڅ کې نن افغانستان له بنګله دېش سره لوبه کوي.
ټاکل شوې چې د افغانستان د شل کلونو کم عمره ځوانانو د فوټسال لوبډله سبا کابل ته راستنه شي. د افغانستان د فوټبال فدراسیون د نشراتو مسول شفیع شاداب نن د دوشنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل چې د فوټسال افغان لوبغاړي به سبا سې شنبه سهار د کابل په هوايي ډګر ښکته شي او د ښه راغلاست لپاره يې پراخه ترتیبات نیول شوي دي. نوموړي وویل چې د ښه راغلاست پهدې مراسمو کې به عام افغانان هم ګډون ولري. د اسیا د فوټسال د اتلولي سیالۍ د اسیا د دولسو لوبدلو ترمنځ پیل شوې وې چې افغانستان يې دوهم مقام خپل کړ. په... Читать дальше...
د افغان حکومت اجرئیه رئیس وايي، اړوندې ادارې باید د معلولیت لرونکو وګړو او د شهیدانو له وارثینو سره د همکارۍ لپاره عملي ګامونه واخلي.
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، د افغانستان د فوټبال د فدراسیون د پخواني رئیس کرام الدین کریم د نیولو هڅې روانې دي.
د خبریالانو د ملاتړ ټولنه یا نی وایي چې د روان کال له پیل راهیسې د رسنیو پر وړاندې د طالبانو د ګواښونو نهه پیښې ثبت شوي دي. یو خبریال وژل شوی، یو ټپي شوی، شپږو ته ګواښونه شوي او پر یوه حمله شوې ده. نی دغه شمېرې وروسته له هغې ورکوي چې طالبانو په یوه نوې خبرپاڼه کې هغو رسنیو ته خبرداری ورکړی چې د دې ډلې په وینا د دوی پر ضد تبلیغات خپروي. پهدغه خبرپاڼه کې چې د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد نن په خپله ټویټرپاڼه کې ایښی، یو شمېر راډیو ګانو، ټلوېزیونونو او نورو رسنیو ته چې د پیسو په بدل کې د حکومت... Читать дальше...
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو وايي، نړیوال ائتلاف په نړۍ کې د ترورېزم د تر ټولو لوی تمویلوونکي په وړاندې جوړوي.
د سعودي عربستان په مشرۍ ائتلاف وايي، د يمن حوثي ياغيانو په عربستان کې پر يوه ملکي هوايي ډګر حمله کړې ده. دغه ائتلاف چې د دغو ياغيانو په وړاندې جنګېږي، وايي چې په پېښه کې يو کس وژل شوى او ٢١ تنه نور ټپيان شوي دي. د حوثي ياغيانو يوه وياند پرون ويلي وو چې د دوى وسله والو د سعودي عربستان په جنوب کې د بې پېلوټه الوتکو په مرسته ابها او جازان هوايي ډګرونه په نښه کړي دي. خو د سعودي عربستان په مشرۍ ائتلاف پر جازان هوايي ډګر د حملې خبر نه دى تأييد کړى. دغه ائتلاف وايي، پر ابها هوايي ډګر چې د يمن... Читать дальше...
تېر ۲۰۱۸ میلادي کال له سوریایانو وروسته ډېرو افغانانو د اروپایي اتحادیې په غړو هېوادونو کې د پناه غوښتنې کړي دي. د دغې اتحادیې د پناه ورکولو د چارو ادارې EASO د دوشنبې په ورځ وویل چې په ۲۰۱۸ کال کې نږدې ۶۶۵ زره کسانو له اروپایي هېوادونو د پناه اخیستو غوښتنې کړي چې د وړم ۲۰۱۷ کال په نسبت په سلو کې لس کموالی ښیي. د سوریایانو شمېر ۸۵ زره او د افغانانو ۴۷ زره او ۲۵۰ تنه ښودل شوی. جرمني بیا هم د اروپایي اتحادیې هغه هېواد بلل شوی چې ډېرو کسانو ورڅخه د پناه غوښتنه کړې، په دوهم ځای کې فرانسه ورپسې یونان، اېټالیا او هسپانیا دي.
د کونړ اوسېدونکي وایي، د لرګیو قاچاق اوس د کونړ د سیند له لارې ترسره کېږي او باید چې حکومت يې مخه ونیسي.
د بغلان پولیس وایي، د طالبانو د هغه برید مخه یې نیولې چې غوښتل یې د پلخمري په ختیځ کې د شمرق لرغونې مجسمې له منځه یوسي. د بغلان د امنیه قوماندانۍ ویاند احمد بشارت ازادي راډیو ته وویل چې طالبانو نن سهار وختي د دغو لرغونو مجسمو د ساتنې پر امنیتي پوستې برید وکړ چې امنیتي ځواکونو یې ډېر ژر مخه ونیوله. ښاغلي بشارت زیاته کړه چې طالبان له سیمې تښتیدلي او امنیتي ځواکونه یې په تعقیب پسې دي. د شمرق لرغونې مجسمې چې په یوه غره کې کښل شوې، د څو انسانانو او د فیلانو، اسونو او ښامارانو په ګډون د حیواناتو او د یوې ونې دي. Читать дальше...
Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).
123ru.net — живые новости в прямом эфире!
В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.