د شانګهای سازمان په سرمشریزه کې د افغانستان د سولې د نقشې د لارې تړون تایید شو. د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپيو ویلي د عمان په خلیج کې د تیلو پر ټانکرونو ایران برید کړی. د نیوزیلنډ د بریدونو عامل په ځان لګیدلي تورونه نه مني.
ازادي سټودیو د شپې په ۸ بجو له پيشګام ټلویزیون وګورئ.
په کرک کې هر کال د جون په میاشت کې د منځلۍ په غرونو کې ګورګورې پخېږي چې د ټولولو لپاره یې د بهادرخېلو کلیوال ورته اشر او مېله کوي.
د ممتاز بنګش ویډیويي رپورټ وګورئ.
د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون یوازې په غزني ولایت کې د رأی ورکوونکو د نوملېکنې د ۱۶۹ مرکزونو له بندوالي خبر ورکوي.
پاکستان سپریم کورټ د جسټس قاضی فایز عیسا پرضد د راوړي ریفرنس خلاف نن د کوټې په ګډون د ټولې صوبې وکیلانو له عدالتونو شلون/بایکات کړی او په کوټه ښار کې یې پرلت پیل کړی دی. دوی وايي، ترهغو به لاریونونه او پرلتونه کوي چې د پاکستان ولسمشر د جسټس قاضي فایز عیسا پرضد د مالي بې ضابطګۍ راوړی ریفرنس بیرته نه وي اخیستي. له کوټې د ایوب ترین ویډیو
د بشکېک د سرمشریزې په درشل کې د افغانستان د تماس ډلې لپاره د لارې د نقشې په ګډون شل موافقې نن لاسلیک شوې.
د افغانستان د ملي دفاع وزارت وايي، پهدې وروستیو کې د طالبانو مرګ ژوبله په بې ساري ډول لوړه شوې ده.
د پاکستان وکیلانو د مرکزي حکومت لخوا د سپریم کورټ د دوو ججانو پرضد قانوني شکایت (ریفرنس) غندلی او د هېواد په کچه یې لاریونونه او پرلتونه اعلان کړي دي.
نن د افغانستان د خوږ ژبي سندرغاړي احمد ظاهر د مړینې څلوېښت کاله پوره شول.
د تمیم اخګر په دغه راپور کې به تاسو وګورئ چې دغه سندرغاړی لا هم په افغانستان کې خپل مینه وال لري.
ویډیو: لېمه هادي او ذکریا صفري
د کرکټ د ٢٠١٩میلادي کال د نړيوال جام د سيالو په لړ کې د انګلستان او ويسټ انډيز ترمنځ مسابقه روانه ده.
د انګلستان په ساوت هامپټون «Southampton» لوبغالي کې د دې لوبې پچه يا ټاس انګلستان ته وګاټه، خو ويسټ انډيز ته يې د لوبې د پيلولو بلنه ورکړه.
پرون د باران له کبله د هندوستان او نيوزيلنډ ترمنځ مسابقه ونه وشوه.
په انګلستان او وېلز کې د دغو مسابقو په لړ کې سبا شنبې افغانستان له جنوبي افريقا سره د مسابقې ډګر ته وځي.
په پام کې ده د وېلز په کارديف لوبغالي کې دغه مسابقه د افغانستان پر وخت د مازيګر پنځه بجې پيلېږي.
د شانګهاى د همکارۍ سازمان سرمشريزه نن د قرغزستان په پلازمېنه بشکيک کې پيل شوه.
پهدې غونډه کې د روسيې، چين، قرغزستان، قزاقستان، تاجکستان، ازبکستان، هندوستان او پاکستان رهبران برخه لري.
په سرمشريزه کې افغانستان، بېلاروس، ايران او منګوليا هم ګډون کړى چې د شانګهارۍ د همکارۍ سازمان څارونکي غړي دي.
د روسيې د جمهوري رياست همکار يوري اوشانکوف وويل، سرمشريزه به د امنيت پر موضوع، د ټرورېزم او مخدره موادو د قاچاق په وړاندې په مبارزه کې د دغه سازمان د غړيو ترمنځ د همکارۍ پر پراختيا تمرکز وکړي.
د ده... Читать дальше...
د ايران ولسمشر وويل، پر تهران د واشنګټن بنديزونه، د منځني ختيځ امن ته جدي ګواښ پېښوي.
حسن روحاني دا خبره نن د قرغزستان په پلازمېنه بشکيک کې د شانګهاى د همکارۍ سازمان سرمشريزې ته وکړه.
دا پهداسې حال کې ده چې د امريکا متحدو ايالاتونو د بهرنيو چارو وزير مايک پامپيو پرون په عمان خليج کې د تېلو پر يوې جاپانۍ او يوې نارويژۍ تجارتي ټانکرونو حملې د ايران کار وباله چې د امريکا سمندري ځواکونو بيا دغه ټانکرونه بدرګه کړل.
ايران په دغو حملو کې خپل هر ډول ارتباط رد کړى دى.
د ايران ولسمشر هم په خپلو خبرو کې پرونيو حملو ته اشاره ونه کړه. Читать дальше...
د کرغزستان په سر ښار بیشکیک کې د شانګهای همکارۍ سازمان پرانستونکې غونډه وشوه چې پکې د پاکستان وزیر اعظم عمران خان، د هغه هندي سیال نریندرا مودي او افغان ولسمشر محمد اشرف غني هم ګډون وکړ.
د اسلامي دولت ډلې يا داعش د تاجکستان په يوه زندان کې د هغې بلوا مسؤليت ومانه چې په نتيجه کې يې ٣٢ کسان وژل شوي وو.
په زندان کې دغه بلوا د مې مياشتې پر ٢٠مه شوې وه.
داعش ډلې نن په يوه اعلاميه کې چې د دوى په انلاين خپرونه النبا کې خپره شوې ويلي، «حمله کوونکي» د دې ډلې په خبره د «خلافت سرتېري» وو.
دغه زندان چې امنيتي تدابير يې شديد وي، د پلازمېنې دوشنبې په ١٥ کيلومترۍ کې پروت دى.
د داعش ډلې په دې انلاين خپرونه کې د دې ادعا د ثبوت لپاره شواهد نه دي وړاندې شوي.
د تاجکستان د کورنيو چارو وزارت... Читать дальше...
د بدخشان ولايت چارواکي وايي، په ځينو ولسواليو کې بهرنيو وسلهوالو ماشومانو ته د ګوزڼ يا پوليو ضد واکسين د کمپاين مخه نيولې ده.
د دوى په خبره له درېيو کلونو راهيسې شا و خوا ٦٠٠٠ ماشومان له دغه واکسين څخه بې برخې شوې دي.
د بدخشان د روغتيا رئيس نور خاوري ازادي راډيو ته وويل، د دغه کمپاين په وړاندې تر ډېره بهرنيو وسلهوالو خنډ جوړ کړى: "ځينې بهرني کسان شته چې نه پرېږدي ماشومان واکسين شي. نږدې ٦٠٠٠ ماشومان په مخکنيو کمپاينونو کې له واکسين څخه بې برخې پاتې شوي دي."
د بدخشان د روغتيا رئيس وايي، دغه... Читать дальше...
په کندهار کې پوليس وايي چې د وسلهوالو طالبانو ٨ کسان نيول شوي دي.
د کندهار د پوليسو ویاند جمال ناصر بارکزي نن د جمعې په ورځ ازادي راډيو ته وويل، په نيول شويو کې دوه تنه د کوټې شورا غړي دي: "پنځه تنه جنګي طالبان دي يو غلچکى بريدکوونکى دى چې له يوې تفنګچې سره لاس په لاس نيول شوى او دوه تنه يې د کوټې شورا غړي دي. د کوټې شورا غړو طالبانو ته په کندهار کې کسان جلبول."
د کندهار د پوليسو وياند وايي، د کوټې شورا نيول شويو غړو په کندهار کې ملکي او پوځي چارواکو ته د مرګ ګواښونه کول.
وسلهوالو طالبانو تر اوسه په دې اړه تبصره نه ده کړې.
د قرغزستان ولسمشر وايي، هېواد يې د افغانانو په مالکيت د سولې د پروسې ملاتړ کوي.
سورونباى جيين بيکوف تېر ماښام له ولسمشر محمد اشرف غني سره د دوه اړخېزو اړيکو تر څنګ د افغانستان د سولې د پروسې په اړه خبرې وکړې.
د جمهوري رياست مطبوعاتي دفتر په يوه اعلاميه کې ويلي چې د قرغزستان په پلازمېنه بشکيک کې دواړو مشرانو د ټرورېزم په وړاندې پر مبارزه او اقتصادي همکاريو هم بحث وکړ.
ولسمشر محمد اشرف غني چې د یوه لوړپوړي پلاوي په مشرۍ د شانګهای د همکارۍ سازمان په غونډه کې د ګډون لپاره د قرغزستان پلازمېنې بشکیک... Читать дальше...
د امریکا پوځ یوه ویډیو خپره کړې او وايي، داسې ښکاري چې د ایران سپاه پاسداران انقلاب د عمان په خلیج کې د تېلو پر دوه ټینکرو برید کې لاس لري.
هغه اسټرالیايي چې د نیوزیلنډ په دوو جوماتونو بریدونو کې د ۵۱ کسانو په وژلو تورن دی، پر ده لګیدلي ټول تورونه رد کړي. د نوموړې محاکمه د ۲۰۲۰ میلادي کال د مې په څلورمه نېټه پلان شوې ده.
برینټان ټارانټ چې د قتل په ۵۱ تورونو، د قتل د هڅې په ۴۰ تورونو او د ترهګرۍ په یو تور تورن دی، د جمعې په ورځ په ټولو کې ځان بې ګناه وباله.
دا ۲۸ کلن مشکوک د اوکلانډ د زندان له یوې وړې خونې د ویډیو له لارې په محکمه کې څرګند شو.
د هغه وکیل د نوموړې په استازیتوب د ده د ځان بې ګناه بللو غوښتنه محکمې ته وړاندې کړه.
تمه کېږي چې دا محاکمه به شپږ اوونۍ دوام وکړي. Читать дальше...
د امریکا پوځ یوه ویډیو خپره کړې چې په وینا یې د عُمان په خلیج کې د تیلو په دوو لېږدونکو بیړیو وروستي برید کې د ایران د سپاه پاسدران انقلاب ځواک لاس لرل څرګندوي.
دا پهسیمه کې د تاوتریخوالي تازه پېښه ده چې امریکا او متحدان یې پهکې تهران ملامتوي.
د امریکا د پوځ مرکزي قوماندانۍ د پنجشنبې په ورځ وویل، دا ویډیو ښيې چې د ایران د سپاه پاسدران انقلاب د کښتیو عملې یو ناوچاودی ماین د یوې هغې تیل لېږدونکې بیړۍ څخه لېرې کوي چې برید پرې شوی.
د امریکا د پوځ د مرکزي قوماندانۍ ویاند بیل اوربان په یو بیان... Читать дальше...
په جلال اباد ښار کې په پرونۍ انتحاري حمله کې د وژل شویو کسانو شمېر نهو کسانو ته ورسېد.
د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوګیاڼي تېره شپه ازادي راډیو ته وویل چې په دې حمله کې د څلورو پوځیانو په ګډون ټول نهه کسان وژل شوي او دولس نور ټپیان دي:"په پېښه کې ۹ تنه شهیدان شوي چې یو ماشوم، ۴ پوځیان او ۴ ملکي وګړي پهکې دي. همدا راز ۱۲ تنه ټپیان حوزوي روغتون ته لېږدول شوي چې ۳ پوځیان، ۳ ماشومان او ۶ نور پهکې دي."
ښاغلي خوګیاڼي زیاته کړه چې په ټپیانو کې د درېیو کسانو صحي حالت نازک دی.
له دې مخکې ویل شوي... Читать дальше...
د کډوالو نړیوال سازمان «ای.او.اېم» وايي چې سږکال له ۲۰۵،۸۲۹ افغان کډوال چې قانوني اسناد یې نهلرل، له ایران او پاکستانه هېواد ته ستانه شوي دي.
«ای.او.اېم» په یوه بیان کې چې د پنجشنبې په ورځ خپور شو ویلي چې دا کډوال د روان میلادي کال له پیله د روانې جون میاشتې تر لومړیو پورې هېواد ته ستانه شوي او ډېره برخه یې چې شمېر یې نژدې ۱۹۶ زرو ته رسېږي، له ایرانه راغلي دي.
د کډوالو نړیوال سازمان اټکل کوي چې د روان کال تر پایه ښايي له پنځه لکه اویا زرو زیات افغان کډوال په ایران کې د اقتصادي بحران له کبله افغانستان ته ستانه شي. Читать дальше...
د بغلان پولیس وايي، امنیتي ځواکونو د دوو قوماندانانو په ګډون د طالبانو پنځه وسلهوال وژلي دي.
د بغلان د امنیه قوماندانۍ ویاند احمد جاوېد بشارت د پنجشنبې په ورځ په یوه ویډیويي پیغام کې پهدې اړه وویل:"د بغلان د امنیه قوماندانۍ پولیسو او د ملي امنیت ځواکونو د دوشي ولسوالۍ په اړوندو سیمو کې عملیات وکړل. په نتیجه کې د دولت پنځه وسلهوال مخالفین ووژل شول او د دوی دوه تنه سرګروپان هم په وژل شویو کې شامل دي."
د ښاغلي بشارت په وینا په دوشي ولسوالۍ کې دا عملیات پرون سهار مهال وشول.
طالبانو تراوسه په بغلان کې د دې ډلې د تلفاتو په اړه څه نه دي ویلي.
د جوزا ۲۴مه د مور ورځ او د میندو خواریو او مسؤلیتونو ته د درناوي ورځ ده، خو دغه ورځ په افغانستان کې پهداسې حال کې را ورسېده چې پهدې هېواد کې اوس هم د ښځو د ستونزو او د زیږون پر مهال د دوی د مړینې خبرې کېږي.
د هلمند قومي مشرانو او د دولت ملکي مامورینو د افغان ځواکونو په ملاتړ غونډه وکړه.
جنرال مکنزي په جرمني کې خبریالانو ته ویلي و چې داعش په افغانستان کې یو جدي ګواښ دی.
Спорт в России и мире
Москва
Победа спортсменов Центра боевых искусств
Все новости спорта сегодня
Новости тенниса
123ru.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно –
здесь и прочитать их тут же и –
сейчас в
России, в
Украине и в
мире по
темам в режиме 24/7
ежесекундно. А теперь ещё -
регионы,
Крым,
Москва и
Россия.
Экология в России и мире
Москва
Подмосковный «ЭкоЛайн» и «Сбер» начали сотрудничество
Путин в России и мире
Москва
Площадь трех вокзалов в Москве переименуют
Лукашенко в Беларуси и мире
Минск
Сегодня президент Беларуси Александр Лукашенко встретился в Минске с губернатором Поморья Александром Цыбульским
123ru.net —
международная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Ru24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.
Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).
123ru.net — живые новости в прямом эфире!
В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.
Зеленский в Украине и мире
Киев
Зеленский взял Залужного в заложники? В Киеве начинается новый скандал
Навальный в России и мире
Москва
Мосгорсуд оставил в СИЗО журналистку Фаворскую, обвиняемую в экстремизме за репортажи о Навальном
Здоровье в России и мире
Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России
Тимати
Тимати показал идеальный пресс: горячее видео от рэпера
Москва
Мытищинские баскетболистки стали серебряными призерами первенства ЦФО
Друзья 123ru.net
Информационные партнёры 123ru.net
Спонсоры 123ru.net