د نیوزیلنډ په جوماتونو کې پر بریدونو تورن پر ځان لګیدلي تورونه رد کړل
برینټان ټارانټ چې د قتل په ۵۱ تورونو، د قتل د هڅې په ۴۰ تورونو او د ترهګرۍ په یو تور تورن دی، د جمعې په ورځ په ټولو کې ځان بې ګناه وباله.
دا ۲۸ کلن مشکوک د اوکلانډ د زندان له یوې وړې خونې د ویډیو له لارې په محکمه کې څرګند شو.
د هغه وکیل د نوموړې په استازیتوب د ده د ځان بې ګناه بللو غوښتنه محکمې ته وړاندې کړه.
تمه کېږي چې دا محاکمه به شپږ اوونۍ دوام وکړي.
څو میاشتې مخکې په نیوزیلنډ کې په وسلو سنبال یو بریدګر د جمعې د لمانځه پرمهال پر مسلمانو لمونځ کونکو ډزې وکړې لسګونه کسان یې مړه او ټپیان کړل.
دا د نیوزیلنډ په تاریخ کې تر ټولو لویه ډلهییزه وژنه بلل شوې ده.
