د افغانستان د کندهار والي حیات الله حیات د جون پر ۲۹مه خبریالانو ته وویل چې په نیول شویو وسله والو کې د فرا لپاره د طالبانو څارنوال په خوست کې د دې ډلې یو مشر هم شامل دی.
راپور: صادق ریښتینی ایډیت:هدایت سلطاني
په کندهار کې د وسله والو د شپږو جګپوړو کسانو په ګډون ۴۱ وسله وال نيول شوي
چارواکي وایي، په نيول شویو وسله والو کې د فراه لپاره د طالبانو څارنوال او په خوست کې د دغې وسله والې ډلې يو ډلمشر شامل دي.
ویډیو: صادق رښتینی
اېډېټ: ذکریا صفري
په افغانستان کې د امریکا سفارت سفیر جان بس له خبریالانو سره د وروستیو سیاسي معلوماتو د شریکولو په ناسته کې وویل، که څه هم انتخابات او سوله دواړه مهم دي، خو امریکا ته سوله لومړیتوب لري.
نازنین زاغري رادتکلف د تهران په اوین زندان کې خپل غذايي اعتصاب پای ته ورساوه.
د نوموړې مېړه این را ریچارډ رادتکلف نن بي بي سي ته وویل، دغه ایراني الاصله بریتانوۍ مېرمن د جون په پنځلسمه په غذايي اعتصاب لاس پورې کړی و.
هغه له خپلې ماشومې لور سره د کورنۍ د ليدو لپاره ایران ته تللې وه.
نوموړې په ۲۰۱۶ کال د اپرېل په میاشت کې په تهران کې نیول شوې، د ایراني حکومت پرضد د هڅو په تور نیول شوې وه او په پنځو کلونو حبس محکومه شوې وه، خو نوموړې دغه تورنه رد کړي.
د امریکا د متحده ایالاتو ولسمشر ډونالد ټرمپ د ترکیې له ولسمشر رجب طیب اردوغان سره وکتل.
ټرمپ او اردوغان نن د جي شل یا د نړۍ د شلو سترو صنعتي هېوادونو د مشرانو د غونډې په ځنډه کې د جاپان په اوساکای ښار کې سره وکتل.
د امریکا ولسمشر له خپل ترکي سیال سره د دې لپاره ملاقات وکړ چې نوموړی وهڅوي چې د روسیې د S-400 پرمختللي هوايي دفاعي سېستم له خریدارۍ لاس په سر شي.
ټرمپ اردوغان ته ویلي، دا یوه ستونزمنه معامله ده او زیاته یې کړه چې دا ښه نه ده.
واشنګټن ویلي، که چېرې ترکیه د روسیې د S-400 پرمختللي... Читать дальше...
نامعلومو وسله والو د خیبر پښتونخوا په مرکز پېښور کې د عوامي نېشنل ګوند یو جګپوړی غړی په ډزو وژلی دی.
عوامي نېشنل ګوند پر خپلې فېسبوک پاڼې لیکلي چې وسله والو د شنبې په ورځ د یاد ګوند د پېښور ضلعې مشر سرتاج خان وژلی دی.
د پېښور د لیډي ریډېنګ روغتون ویاند عاصم ازادي راډیو ته په خبرو کې د سرتاج خان د مړینې پخلی کړی دی.
وسله والو پر نوموړي دغه مرګونی برید د پېښور ښار په ګلبهار سیمه کې کړی دی.
سرتاج خان د عوامي نېشنل ګوند مخکښ غړی و چې د پېښور په تېرو
بلدیاتي انتخاباتو کې یې د ځايي کونسلر څوکۍ... Читать дальше...
د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د ځانګړي استازي او طالب پلاوي ترمنځ اووم پړاو خبرې نن د قطر په پلازمېنه دوحه کې پيل شوې.
د افغانستان د سولې عالي شورا تمه ښيي چې په قطر کې به د امریکايي چارواکو او طالب استازو ترمنځ اووم پړاو خبرې بین الافغاني مذاکراتو ته لاره هواره کړي.
د دغې شورا مرستیال عبدالخبیر اوچقون نن ازادي راډيو ته وویل، ټولو په دې توافق کړی چې د سولې د پروسې مالکیت باید د افغانانو په لاس کې وي.
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ازادي راډيو ته په استولي پیغام کې د دغو خبرو پیلول تأیید کړي. Читать дальше...
د ولسي جرګې موقت رئیس ملک قیس نور آغا د رأیو له شمېرولو وروسته وویل چې ښاغلي رحماني له ۲۴۵ رأیو ۱۳۶ تأیید رأیې واخیستې.
د عوامي نېشنل ګوند د پېښور ښار مشر سرتاج خان د ناڅرګندو کسانو له خوا په ډزو وژل شوی دی.
د افغانستان د سولې عالی شورا هیله ښيي چې په قطر کې د سولې اووم پړاو خبرې به بین الافغاني مذاکراتو ته لار هواره کړي.
د زابل سیمه ییز چارواکي وايي چې د ملي اردو په یوه کمين کې څلور وسله وال وژل شوي دي.
د زابل د والي ویاند ګل اسلام سیال ازادي راډيو ته وويل، دغه پېښه تېره شپه په دايچوپان ولسوالۍ کې شوې چې له امله یې دوه کسان ټپیان شوي دي.
ده زیاته کړه: په دایچوپان ولسوالۍ کې د ملي اردو په یوه کمین کې څلور وسله وال وژل شوي او دوه نور ټپیان دي.
طالبانو تراوسه په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.
د یو بل خبر له مخې، تېره شپه د کندهار په تخته پل ولسوالۍ کې وسله والو د ملي پولیسو پر پوستو برید کړی.
تراوسه د دغې پېښې په اړه کره معلومات نه دي ورکړل شوي.
د افغانستان د کار او ټولنیزو چارو وزارت د ۸۰۰ بې سرپرسته ماشومانو لپاره په بېلابېلو برخو کې له خصوصي موسسو سره چې د ماشومانو د روزنې په برخه کې کار کوي، هوکړې لاسلیک کړې.
د فراه ولایت د سوداګرۍ او صنایعو خونه د هوايي دهلېز له لارې د مېوو د انتقال غوښتنه کوي.
د دغې خونې د مدیره پلاوي مشر حاجي عسکر نن په دې اړه ازادي راډيو ته وویل: مونږ غواړو چې زمونږ مېوې د هوايي دهلېزونو له لارې بهر ته انتقال شي، اوس مهال انګور هم په پخېدو دي، خو مونږ سړې خونې نه لرو.
نوموړي وویل، که چېري دا ستونزه هواره نه شي، راتلونکی کال به کروندګر کرنې ته زړه ښه نه کړي.
خو د افغانستان د سوداګرۍ او صنعت وزارت ډاډ ورکړی چې دا ستونزه به هواره کړي.
له خپل کور او کلي بېځایه شوې صبرینې له ستونزو سره سره تازه تعلیم ته مخه کړې.
نوموړې د یوې مرستندویې ټولنې په همکارۍ خپلې زده کړې پیل کړې دي.
د ازادي راډيو خبریال عالم رحمانیار د صبرینې او یو شمېر نورو یتیمو ماشومانو پر ژوند او زده کړو راپور برابر کړی.
اېډېټ: لېمه هادي
د پاکستان قومي اسمبلۍ د مالي کال ۲۰۱۹-۲۰ لپاره تر ۷ زره اربه روپیو زيات د وفاقي بجټ په باقايده توګه منظوري ورکړه.
د بغلان سیمه ییز چارواکي وايي چې په نهرین ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو په حمله کې ۲۴ ولسي پاڅونکوونکي وژل شوي او ۹ نور ټپيان دي.
د نهرین ولسوال فضل الدین مرادي نن ازادي راډیو ته وویل، دغه پېښه تېره شپه د کهګدای په سیمه کې شوې ده.
ښاغلی مرادي زیاتوي چې پېښه هغه مهال رامنځته شوه کله چې پاڅوونکوونکي د طالبانو د محاصرې د ماتولو لپاره سیمې ته روان وو.
تر اوسه وسله والو طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي.
عبدالسلام رحیمي د سولې په چارو کې د دولت وزیر او په دې برخه کې د جمهور رئیس ځانګړی استازی وټاکل شو.
د افغان ولسمشر مرستیال ویاند شاه حسین مرتضوي ازادي راډیو ته وویل، د ولسمشر د فرمان له مخې ښاغلي رحیمي د کابینې، ملي امنیت شورا، په کمېسیونونو او د عالي شوراګانو په ټولو غونډو کې د ټولو پخوانیو حقوقو او امتیازاتو په ساتنې سره ګډون کولای شي.
عبدالسلام رحیمي له دې وړاندې د ولسمشر د دفتر رئیس و.
په پاکستان کې د مېشتو ثبت شویو افغان کډوالو د پاتې کېدو موده د راتلونکي کال د جون تر ۳۰مې نېټې وغځوله.
د روسیې د تولون ښارګوټي سلګونه کسان هغه مهال د ارکوتسک سیمې ته ولېږدول شول چې موسمي بارانونو او سېلابونو دوه تنه ووژل.
د روسیې د بېړنیو حالاتو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې له څلور سوو زیات کسان لېږدول شوي دي.
تاس دولتي خبري اژانس د مسکو د چارواکو په نقل راپور ورکړی چې د بارانونو او سېلابونو له امله ۲۸۰۰ کسان متاثر شوي دي.
د افغانستان د سولې لپاره د امريکا د بهرنيو چارو وزارت د ځانګړي استازي زلمي خليلزاد او د طالب استازو ترمنځ د خبرو اترو اووم پړاو د جون له ۲۹مې د قطر په مرکز دوحه کې تر سره کېږي.
د چين دولتي رسنۍ وايي، د امريکا د متحدو ايالتونو ولسمشر ډونالد ټرمپ او د چين رهبر شي جين پېنګ په جاپان کې تر بحثونو وروسته د تجارت پر سر پر نويو خبرو موافقه کړې ده.
د خیبر پښتونخوا په کوهاټ کې د پوليو ناروغۍ د مخنیوي لپاره د کارکوونکيو ستاینې لپاره غونډه شوې او هغوي ته یې جایزې او سوغاتونه ورکړي دي.
د کرکټ د نړیوال کپ په سياليو کې د جون پر ۲۹مه د پاکستان او افغانستان ترمنځ کېدونکې لوبه د پاکستان لپاره ډېره مهمه بلل کېږي.
د افغانستان ولسمشر اشرف غني پاکستان ته د سفر پر مهال د نورو مسلو تر څنګ پر اقتصادي چارو او دوه اړخیز تجارت هم خبرې کړې دي.
په نیمروز ولایت کې نږدې شپېته کیلوګرامه نشهيي مواد ونیول شول.
د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي ازادي راډیو ته وویل، د لومړیو عملیاتو په نتیجه کې چې د سرطان د میاشتې پر درېیمه نېټه د زرنج ښار په سردشت سیمه کې وشول، ۲۴ کیلو ګرامه هیروئین ونیول شول.
په دوهمو عملیاتو کې چې په زرنج ښار کې وشول، د نشهيي موادو ۱۱ خرڅوونکي له ۳۵ کیلو ګرامه کېمیاوي موادو، درې کیلو ګرامو چرسو، یو کیلو ګرام هیروئینو او شل ګرامه ښیښې سره ونیول شول.
Спорт в России и мире
Москва
Команда Орловской области стала победителем хоккейного турнира среди команд Черноземья
Все новости спорта сегодня
Новости тенниса
Елена Рыбакина
Прямая трансляция матчей Рыбакиной и Путинцевой за выход в 1/8 финала турнира в Мадриде
123ru.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно –
здесь и прочитать их тут же и –
сейчас в
России, в
Украине и в
мире по
темам в режиме 24/7
ежесекундно. А теперь ещё -
регионы,
Крым,
Москва и
Россия.
Экология в России и мире
Москва
Huawei представила IDS на 26-м Всемирном энергетическом конгрессе
Путин в России и мире
Москва
Поведение Путина вызвало резонанс, потерянные в 90–е заводы возвращаются РФ
Лукашенко в Беларуси и мире
Минск
Это - война: литовские беспилотники попытались атаковать Минск
123ru.net —
международная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.
Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).
123ru.net — живые новости в прямом эфире!
В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.
Зеленский в Украине и мире
Навальный в России и мире
Москва
Дух разделения в Святой Руси, или Можно ли лишиться сана за отпевание Навального*
Здоровье в России и мире
Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России
Игорь Бутман
Квинтет Игоря Бутмана и певица Фантине впервые выступят на джазовом фестивале в Бахрейне
Москва
Сегодня в России отмечается День работника скорой помощи
Друзья 123ru.net
Информационные партнёры 123ru.net
Спонсоры 123ru.net