Мы в Telegram
Добавить новость
123ru.net
World News in Pashto
Июнь
2019

Новости за 19.06.2019

د فوټسال افغان ډله سبا په نیمه پایلوبه کې له اندونیزیا سره لوبېږي

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د فوټسال د شل کلنو ډله سبا په نیمه وروستۍ مرحله کې، د اندونیزیا پر وړاندې لوبه کوي. د افغانستان د فوټبال فدراسیون وايي، د هېواد د فوټسال د شل کلنو ډله وتوانېده چې د ټایلند ځواکمنه ډله دوه د درې په مقابل کې ماته کړي او د لومړي ځل لپاره د اسیا د فوټسال د شل کلنو د سیالیو نیمه وروستۍ مرحلې ته لاړه شي. د افغانستان د فوټسال دغه لوبغاړي چې په تېرو سیالیو کې ښه ځلېدلي، د دغو سیالیو د اتلولۍ مدعیان به وي. دغه سیالۍ د اسیا د ۱۲ غوره لوبډلو ترمنځ د ایران د تبریز په ښار کې روانې دي.



د کرکټ په نړیوال جام کې نن سویلي افریقا د نیوزیلنډ په وړاندې

Pa.azadiradio.com 

د کرکټ د ۲۰۱۹ نړیوال جام سیالیو په لړ کې نن د سویلي افریقا او نیوزیلنډ ترمنځ لوبه روانه ده. د لوبې پچه نيوزیلنډ ګټلې او سویلي افریقا ته يې د منډو جوړولو بلنه ورکړې ده. په روانو سیالیو کې سویلي افریقا څلور لوبې کړي، درې يې بایللي او یوه يې ګټلې ده، نيوزیلنډ بیا په خپلو څلورو لوبو کې درې ګټلې او یوه يې د باران له امله مساوي پای ته رسېدلې ده. د دې سیالیو د تېرې شپې په لوبه کې انګلنډ افغانستان ته په ماتې ورکولو سره د نومرو د جدول لومړی ځای خپل کړ. افغانستان به خپله شپږمه لوبه د راتلونکې شنبې په ورځ د هندوستان په وړاندې ترسره کړي.

د روسیې پولیسو د یوه کریمیايي فعال او دده د مور کورونه تلاشي کړي

Pa.azadiradio.com 

پولیسو د روسیې تر کنټرول لاندې په کریمیا سیمه کې د یوه کریمیايي تاتار فعال او د هغې د مور کورونه تلاشي کړي دي. دا د ترک‎ژبو کریمیايي تاتارانو د ټولنې د غړو پر ضد د روسي چارواکو د روانو ځپونکو عملیاتو لړۍ بلل کېږي. د کریمیایانو پیوستون حقوقي ډلې چې په کریمیا او د اوکراین په نورو سیمو کې غړي لري، ویلي چې روسي پولیسو او امنیتي افسرانو د جون په ۱۹مه د کریمیا د مرکزي ولایت بیلوهیرسک په ساري سو کلي کې د اکست ژاندژاکوف او د هغه د مور کورونه تلاشي کړي دي. دغه حقوقي ډله د ژاندژاکوف د خپلوانو په حواله وايي چې دی د تلاشۍ پر مهال په کور کې نه‎و. Читать дальше...

لویه څارنوالي: د المپيک د کمېټې پر رئیس لګول شوي تورونه څېړل کېږي

Pa.azadiradio.com 

وروسته له هغې چې د افغانستان د المپیک د ملي کمېټې پر رئیس حفيظ‌الله ولي رحيمي له دندې د ناوړې ګټې اخیستنې تورونه پورې شول، لویه څارنوالي وايي چې دده دوسیه به جدی وڅېړي. د لویې څارنوالۍ ویاند جمشېد رسولي د چهارشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې دوی په دې اړه د بدنې روزنې ریاست ته یو لیک هم استولی چې پکې له حفيظ ‌الله ولي رحيمي رسماً غوښتل شوي چې لویې څارنوالۍ ته ورشي او په دې اړه ځواب ورکړي. خو ښاغلی رحیمي دامهال د کرکټ د نړېوالو سیالیو په ترکیب کې لندن ته تللی. لویې څارنوالۍ د المپیک د ملي... Читать дальше...



د پکتیکا د برمل ولسوالۍ امنیه قوماندان په یوه کمین کې ووژل شو

Pa.azadiradio.com 

د پکتیکا د برمل ولسوالۍ امنیه قوماندان د وسله‎والو مخالفانو په یوه کمین کې ووژل شو. د پکتیکا د امنیه قوماندانۍ ویاند شاه محمد ارین ازادي راډیو ته وویل چې محمد ایوب تندر تېره شپه د یحیی‎خېلو ولسوالۍ د ګل‎وال په سیمه کې کورته ته روان وو چې پرې حمله وشوه. د ښاغلي ارین په خبره محمد ایوب تندر او ساتونکو يې له وسله‎والو مخالفانو سره نږدې درې ساعته جګړه وکړه. په دې پېښه کې د هغه درې ساتونکي ټپیان شوي او درې وسله‎وال مخالفان هم وژل شوي دي. وسله‎والو طالبانو تر اوسه رسنیو ته د یاد برید په اړه څه نه‎دي ویلي.

پولیسو په پروان کې د وسلو او مهماتو یوه زېرمه کشف کړې

Pa.azadiradio.com 

پولیسو په پروان ولایت کې د وسلو او مهماتو یوه زېرمه کشف او ضبط کړې ده. د پروان امنیه قوماندان جنرال محفوظ ولي‎زاده نن ازادي راډیو ته وویل چې پولیسو د وسلو او مهماتو دغه زېرمه د کوه صافي ولسوالۍ په احمدزي کلي کې کشف کړې ده. د ښاغلي ولي‎زاده په وینا، دغه وسلې او مهمات په سیمه کې د ترورېستي کړنو د ترسره کولو په هدف د طالبانو له لوري ځای پر ځای شوي و. په دې تړاو تر اوسه څوک نه‎دي نیول شوي. وسله‎والو طالبانو هم په دې اړه څه نه‎دي ویلي.

۳ کلن بلال د خپلې ۵ کلنې د عمه لور سره کوژده وکړه

Pa.azadiradio.com 

درې کلن بلال احمد د خپلې پنځه کلنې د عمه د لور سره کوژده وکړه. د بلال احمد د کورنۍ دغه پرېکړه د ټولنيزو رسنيو د کارکوونکو له سخت غبرګون سره مخ شوه، خو د بلال احمد پلار وایي، د خپلې کورنۍ د خوښۍ لپاره يې دا کار کړی. ویډيو: صادق ریښتینی ایډیټ: لېمه هادي

د متشبثینو عالي بورډ: اذربایجان ته به۴۰ ټنه هندواڼې صادرې شي

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د متشبثینو عالي بورډ وایي، نن به د اذربایجان په لور ۴۰ ټنه هندواڼې صادر شي. د دغه بورډ مشر رحم الدین حاجي اغا ازادي راډيو ته وویل چې دا صادرات به د فراه ولایت له لوري د هرات ولایت له لارې وشي:"هڅه کوو چې له دې وروسته د هندواڼو او خټکیو تر څنګ نورو محصولاتو ته هم نړیوال بازار موندنه وکړو، څو د فراه او نورو لویدیځو ولایتونو محصولات ښه بازار ولري." ښاغلی حاجي اغا وایي، تر دې مخکې له فراه او نورو لویدیځو ولایتونو څخه په سلګونو ټنه هندواڼې او خټکي راټول شوي دي.

مطفي: کورني او بهرني پانګه‌وال هڅوو څو د کانونو پرخه کې پانګونه وکړي

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د کانونو او پټرولیم وزارت وایي، که داوطلبۍ ته اېښودل شوې ۴۰ پروژې عملي شي، شاوخوا ۳۰۰ مېلیونه ډالره به په‌کې پانګونه وشي. د دغه وزارت ویاند عبدالقدیر مطفي نن د چهارشنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل، دوی کورني او بهرني پانګه‌وال هڅوي چې د افغانستان د کانونو په پرخه کې پانګونه وکړي: "که پانګه‌وال د کانونو او استخراجي موادو په برخه کې پانګونه وکړي، نو په مستقیم ډول به خلکو ته کاري زمینه برابره شي او موږ به له دې امله عواید هم راټول کړو." ښاغلی مطفي وایي، نن به د یو شمېر پانګه‌والو او شرکتونو... Читать дальше...

ولسمشر ټرمپ ټاکنو ته کمپاین پیل کړ

Pa.azadiradio.com 

د امریکا متحده ایالاتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ۲۰۲۰ میلادي کال ولسمشرۍ ټاکنو ته خپل کمپاین په رسمي توګه پیل کړ. هغه د کمپاین پیل کې ډموکراټان د هېواد په ورانولو تورن کړل. ټرمپ همدارنګه د ده په خبره په جعلي خبري رسنیو هم ګوزار وکړ. د امریکا ولسمشر پرون فلوریډا ایالت ته تللی و او په اورلاندو کې یې خپلو پلویانو ته وویل چې په ډموکراټ ګوند کې یې مخالفین او سیالان د ده په خبره: «لکه څنګه چې پوهېږو د دې نیت لري څو هېواد له‌منځه یوسي او داسې به هیڅکله ونه شي.» دی وايي: "هېڅ کومه خبره نه‌ده هغوی چې... Читать дальше...


Музыкальные новости
Филипп Киркоров

Киркоров оштрафован на 6 тыс. рублей за неуплату другого штрафа





Персональные новости
Спартак

Тренер "Спартака" Слишкович заявил, что доволен ничейной игрой против ЦСКА





ګلبدین نایب هغه راپورونه رد کړل چې ګواکې لوبغاړو شخړه کړې

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د کرکټ د ملي ټيم کپټان ګلبدین نایب هغه رپوټونه رد کړي چې ګواکې پرون د افغان لوبغاړو تر منځ شخړه شوی دی. ګلبدین نایب پرون په یوه خبري کنفرانس کې وویل چې خبریالان دې په‌دې اړه له امنیتي کسانو او د ټیم له مدیر وپوښتي او که له ده دا پوښتنې کېږي نو کنفرانس به پریږدي. ګلبدین نایب وویل:"زه په‌دې اړه هېڅ نه یم خبر. دا نه د ټیم او نه هم زما لپاره کومه غټه خبره ده. زه ان نه یم خبر چې څه شوي. موږ مدیر لرو امنیتي کس لرو تاسو ورشئ له هغو وپوښتئ. موږ په څه نه یو خبرو. زه ځم که څوک دا ډول پوښتنې... Читать дальше...

د فوټ‌سال افغان لوبډله د اسیايي لوبو وروستي نیمايي ته ووته

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان تر شل کلنۍ د کم عمر لرونکو فوټ‌سال لوبډله د اسیايي لوبو وروستي نیمايي ته ووته. د سې شنبې د ورځې په لوبه کې افغان لوبغاړو وکولی شو چې تایلنډ ته د دوو په وړاندې په درې ماتې ورکړي. دا لوبې د ۱۲ اسیايي ټیمونو ترمنځ د ایران په تبریز ښار کې ترسره کېږي. افغانستان په خپله ډله کې توانیدلی چې تر شل کلنۍ د کم عمر لرونکو د فوټ‌سال د اسیاسي جام حذفي مرحلې ته ځان ورسوي. په‌دې ترتیب به د افغانستان ټیم د پنجشنبې په ورځ په نیمه وروستۍ لوبه کې د اندونیزیا په وړاندې لوبه وکړي.

Спорт в России и мире
Москва

Юные керамисты школы №2120 выиграли три Гран-при конкурса «Мир дому твоему!»


Загрузка...

Все новости спорта сегодня


Новости тенниса
WTA

Самсонова победила Осаку и вышла в третий круг турнира WTA 1000 в Мадриде


Загрузка...


123ru.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.


Загрузка...

Загрузка...

Экология в России и мире
Москва

Жёсткие экологические требования решат инновационные энерготехнологии





Путин в России и мире
Москва

Поездам прибавляют ходу // Как может сократиться время пути от Москвы до курортов на Черном море


Лукашенко в Беларуси и мире
Минск

Это - война: литовские беспилотники попытались атаковать Минск




123ru.netмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

123ru.net — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.





Зеленский в Украине и мире

Навальный в России и мире
Москва

Дух разделения в Святой Руси, или Можно ли лишиться сана за отпевание Навального*



Здоровье в России и мире


Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России






Загрузка...

Загрузка...



Антонио Вивальди

«Вивальди. Времена Года. Шнитке. Кончерто Гроссо»: концерт в старинном соборе при поддержке Relax FM



Москва

Собственники аварийных помещений в Подмосковье подали свыше 1,8 тысячи заявок на сертификаты

Друзья 123ru.net


Информационные партнёры 123ru.net



Спонсоры 123ru.net