ګلبدین نایب هغه راپورونه رد کړل چې ګواکې لوبغاړو شخړه کړې
د افغانستان د کرکټ د ملي ټيم کپټان ګلبدین نایب هغه رپوټونه رد کړي چې ګواکې پرون د افغان لوبغاړو تر منځ شخړه شوی دی.
ګلبدین نایب پرون په یوه خبري کنفرانس کې وویل چې خبریالان دې پهدې اړه له امنیتي کسانو او د ټیم له مدیر وپوښتي او که له ده دا پوښتنې کېږي نو کنفرانس به پریږدي.
ګلبدین نایب وویل:"زه پهدې اړه هېڅ نه یم خبر. دا نه د ټیم او نه هم زما لپاره کومه غټه خبره ده. زه ان نه یم خبر چې څه شوي. موږ مدیر لرو امنیتي کس لرو تاسو ورشئ له هغو وپوښتئ. موږ په څه نه یو خبرو. زه ځم که څوک دا ډول پوښتنې کوي."
اسوشیټېډ پریس لیکلي، د ځینو رپوټونو پر اساس پرون د انګلستان په وړاندې تر ماتې وروسته له افغان لوبغاړو کوم عام کس په یوه رسټورانټ کې ویډیو اخېستې او دوی وروسته سره شخړه کړې.
د خبر له مخې د مانچستر پولیسو ویلي چې دوی رسټوانټ ته ورغلل څوک یې نهدي نیولي خو څېړنې یې روانې دي.
د افغانستان کرکټ بورډ کرکټ بورډ پهدې اړه تر اوسه کوم غبرګون نه دی ښودلی.
د افغانستان د کرکټ ملي ټيم پرون د انګلستان لهخوا د ۳۹۸ منډو هدف پوره نه شو کړای او لوبه یې د ۱۵۰ منډو په توپیر وبایلله.
د ۲۰۱۹ کال د کرکټ د نړیوال جام د دې لوبې د لیدلو لپاره پرون افغان ولسمشر اشرف غني هم د انګلستان مانچستر ښار ته تللی و.
د افغان ټیم راتلونکې لوبه د شنبې په ورځ له هند سره ده.