Мы в Telegram
Добавить новость
123ru.net
World News in Pashto
Июнь
2019

Новости за 21.06.2019

په خیبر پښتونخوا کې درې نور ماشومان ګوزڼ وهلي

Mashaalradio.com 

په پاکستان کې د اپريل پر ۲۲ مه نېټه د پوليو ضد کمپاين شوی وو چې د پوليو له منځه وړلو ملي پروګرام د مالوماتو له مخې ۳۹ میليونه ماشومانو ته د پوليو وايرس ضد واکسين ورکړل شوي وو.

ازادي سټوډیو - د نړۍ مهم خبرونه

Pa.azadiradio.com 

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ پر ایران بریدونه تایید کړي و خو بېرته له خپلې پرېکړې واوښت. د امریکا سنا جرګې په سعودي، اماراتو او اردن د وسلو د پلور لایحه رد کړه. د جون ۲۱ د یوګا نړیوال ورځ ولمانځل شوه. ازادي سټوډیو د شپې په ۸ بجو له پيشګام ټلویزیون وګورئ.



د ګرجستان د ولسي جرګې رئيس له خپلې دندې استعفا وکړه

Pa.azadiradio.com 

د ګرجستان د ولسي جرګې رئيس ايراکلي کوبه خيدزي نن له خپلې دندې استعفا وکړه. تېره شپه په تبليسي کې د پارلمان ودانۍ ته څېرمه د پوليسو او مظاهره چيانو ترمنځ اخ او ډب وشو. نن په تبليسي کې د کوبه خيدزي استعفا د تبليسي د ښاروال کاخا کالادزي له خوا ولوستل شوه چې په عين حال کې د واکمن ګوند سرمنشي هم دى. خو په داسې حال کې چې دغه استعفا خبريالانو ته لوستل کېدله، کوبه خيدزي هم په خونه کې حاضر و. تر دې مخکې د ګرجستان د اپوزيسيون رهبرانو ويلي وو چې نن به بيا د تبليسي لارو کوڅو ته په مظاهره راووځي. دوى... Читать дальше...

په ازبکستان کې د لومړي ځل لپاره يوه ښځه د مشرانو جرګې مشره شوه

Pa.azadiradio.com 

د ازبکستان په تاريخ کې د اول وار لپاره يوه ښځه د مشرانو جرګې رئيسه وټاکل شوه. د مشرانو جرګې غړو نن تنزيلا نوربايووا د دې جرګې د رئيسې په توګه انتخاب کړله. نوربايووا مخکې تر دې چې پرون د ولسمشر شوکت ميرضياييف له خوا د مشرانو جرګې د رئيسې په توګه ونومول شي، د صدراعظمې مرستياله او د ښځو لپاره د دولتي کمېټې مشره وه.

د پروان امنيه قوماندان: تېره اوونۍ جنايي پېښې زياتې شوې وې

Pa.azadiradio.com 

د پروان امنيه قوماندان وايي، تېره اوونۍ په دغه ولايت کې جنايي پېښې زياتې شوې وې. خو مل پاسوال محفوظ وليزاده له ازادي راډيو سره په خبرو کې وويل، دوى ځيني اقدامات وکړل: موږ وتوانېدو د دل اغا په مشرۍ د غير مسؤلو وسله والو غلو يوه ډله پيدا کړو چې په دغه بانډ کې ٦ کسان شامل وو، وسايط يې غلا کول او له خلکو يې په زوره پيسې اخيستې چې زما، د امنيتي ارګانونو او د پروان د پوليسو د اندېښنې سبب شوی و. د پروان امنيه قوماندان وايي، د غير مسؤلو وسله والو غلو د دې ډلې ٤ کسان نيول شوي دي. ښاغلى وليزاده وايي،... Читать дальше...

د شاکڅ او حیات اباد ترمنځ دېوال دې ړنګ کړل شي

Mashaalradio.com 

د خېبر قبایلي ضلعې ځايي وګړیو د جمرو په شاکڅ کې احتجاجي کېمپ لګولی او وایي، د پېښور حیات اباد ورسره جوښت پروت دې خو دېوال یې ترمنځ لوی بېلتون جوړ کړی دی. دوی غوښتنه کوي چې که دغه دېوال ړنګ شي نو حیات اباد ته به زغرد ورځي ځکه چې سکولونه، کالجونه او هسپتالونه یې ټول په دغه سیمه کې دي. د فرهاد شینواري ویډیو رپورټ.

پر افغانانو تپل شوې جګړه بهرنۍ ده: مومند

Mashaalradio.com 

په کوټه کې د افغانستان کونسل جنرل وحید الله مومند وايي پر هېوادوالو یې بهرنۍ جګړه تپل شوې ده او د ختمولو لپاره یې نړیوال باید خپل کردار اداکړي چې افغان کډوال په امنیت سره خپل هېواد ته ستانه شي. له کوټې د ایوب ترین راپور



ایران: د امریکا د ویشتل شوې بې پیلوټه الوتکې د سرغړونې شواهد لرو

Pa.azadiradio.com 

د ايران حکومت وايي، کره شواهد لري چې ښيي د امريکا هغه څارونکې بې پېلوټه الوتکه چې پرون د تهران له خوا ويشتل شوې، د ايران له هوايي حريم څخه سرغړونه کړې وه. د ايران د بهرنيو چارو وزارت نن په يوه اعلاميه کې دا خبره په داسې حال کې وکړه چې تر دې څو ساعته مخکې د امريکا رسنيو راپور ورکړ چې ولسمشر ډونالد ټرمپ پر ايران ځوابي پوځي حملې تصويب، خو وروسته بېرته لغوه کړلې. د امريکا پوځ وايي، بې پېلوته الوتکه يې چې ارزښت يې ١٦٠ ميليونو ډالرو ته رسېږي، په نړيواله هوايي فضا کې پر هرمز تنګي الوتنه کوله چې د ايران... Читать дальше...

د کرکټ په نړيوال جام کې انګلستان د سريلانکا په وړاندې

Pa.azadiradio.com 

د ٢٠١٩ میلادي کال د کرکټ د نړيوال جام د سياليو په لړ کې د انګلستان او سريلانکا ترمنځ مسابقه پيل شوې. د انګلستان د ليدز په لوبغالي کې د دې مسابقې پچه يا ټاس سريلانکا وګاټه او د بیټنګ کولو پرېکړه يې وکړه. سبا د دغه جام د سیالیو په لړ کې افغانستان له هندوستان سره مسابقه کوي.

راپور: ځيني افغان سیاستوال په پاکستان کې د سولې کنفرانس ته بلل شوي

Pa.azadiradio.com 

ځينو پاکستانۍ ورځپاڼو راپور ورکړى چې د افغانستان څو تنه پېژندل شوي سياستوال پاکستان ته د سولې يوه کنفرانس ته وربلل شوي دي. دغه سياستوال سبا شنبه د پاکستان د پنجاب ايالت په بهوربن ښارګوټي کې په داسې حال کې سره جرګه کېږي چې په پام کې ده راتلونکې اوونۍ ولسمشر محمد اشرف غني هم اسلام اباد ته سفر وکړي. پاکستانۍ ورځپاڼې وايي، په دغو وربلل شويو سياستوالو کې د حزب اسلامي مشر ګلبدين حکمتيار هم شامل دى. د دغه ګوند يوه لوړرتبه غړي غيرت بهير د پنجشنبې په ورځ د پاکستان له ډېلي ټايمز ورځپاڼې سره په خبرو کې... Читать дальше...

افغان ولسمشر پايلوبې ته د لارموندنې لپاره د فوټسال ټيم هڅې ستايلي

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان ولسمشر پايلوبې ته د لارموندنې لپاره د فوټسال ټيم وروستۍ برياوې وستايلې. د فوټسال تر شلو کلونو د کم عمره لوبغاړو ټيم د اسيايي لوبو په لړ کې د اول وار لپاره پايلوبې ته لار پيدا کړه. دغه ټيم د پنجشنبې په ورځ اندونيزيا ته څلور د درېيو په مقابل کې ماته ورکړه او پايلوبې ته ووت. جمهوري رياست وايي، ولسمشر محمد اشرف غني پرون د فوټسال لوبډلې له روزونکي عبدالرزاق ممرک سره ټيليفوني خبرې وکړې او د دغه پرمختګ مبارکي يې ورکړه. د فوټسال ټيم روزونکي عبدالرزاق ممرک د فېسبوک پر پاڼه په خپل ويډيويي پيغام کې وويل... Читать дальше...

پاکستان کې پر افغان سوله غونډه کېږي

Mashaalradio.com 

مشال راډيو د مېلمنو نوملړ تر لاسه کړی چې د پخواني افغان ولسمشر حامد کرزي، د سولې د عالي شورا مشر عبدالکریم خلیلي او د حزب اسلامي د مشر ګلبدین حکمتیار نومونه هم پکې شامل دي.

د کرکټ په نړيوال جام کې سبا افغانستان له هندوستان سره لوبه کوي

Pa.azadiradio.com 

د ٢٠١٩ میلادي کال د کرکټ نړيوال جام د سياليو په لړ کې سبا افغانستان له هندوستان سره مسابقه کوي. د افغانستان پر وخت د ماسپښين پر دوو بجو به دغه مسابقه د انګلستان د ساوټ امپټُن په لوبغالي کې وشي. افغانستان چې په دغه نړيوال جام کې يې خپلې تېرې ٥ مسابقې بايللي، د جدول په پاى کې دى. خو هندوستان چې له څلورو مسابقو يې ٣ ګټلي، يوه يې د باران له کبله نه ده شوې. د کرکټ نړيوال جام د مسابقو په لړ کې نن د ماسپښين پر دوو بجو د انګلستان او سريلانکا ترمنځ مسابقه کېږي. دغه مسابقه به د ليدز په لوبغالي کې وشي.

ډونالډ ټرمپ پر ایران پوځي بریدونه تأیید کړي وو، خو بېرته یې لغوه کړل

Pa.azadiradio.com 

​نیویارک ټایمز راپور ورکړی چې د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ د ایران له خوا د امریکايي بې پیلوټه الوتکې د نسکورولو په ځواب کې پر دې هېواد پوځي بریدونه تأیید کړې وو، خو زیاتوي چې پرون شپه یې په ناڅاپي توګه بېرته لغوه کړل.


Музыкальные новости
Анастасия Ивлеева

Суд отказал в иске о моральной компенсации за "голую вечеринку" Ивлеевой





Персональные новости
ММА

Подмосковные спортсменки одержали победы в Международном турнире по ММА





د سولې ولسي حرکت د هلمند په مرکز لښکرګاه کې غونډه جوړوي

Pa.azadiradio.com 

د سولې ولسي حرکت نن مازيګر د هلمند په مرکز لښکرګاه کې د سولې او اوربند په ملاتړ ولسي غونډه جوړوي. د دغه حرکت وياند بسم الله وطندوست نن ازادي راډيو ته وويل: په غونډه کې به د جګړې له ښکېلو اړخونو وغواړو چې نور جنګ پاى ته ورسوي، تر څنګ به يې له ولسونو وغواړو چې نور چوپ پاتې نه شي، هر څومره چې ولسونه چوپ پاتې شي، په هغه اندازه جګړه مخته ځي. دغه ولسي حرکت تر دې مخکې هم د افغانستان په بېلابېلو ولايتونو کې د جګړې پر خلاف او د سولې په ملاتړ غونډې کړې دي.

چارواکي: په ننګرهار کې ۵۰ کیلو ګرامه چاودېدونکي توکي نیول شوي

Pa.azadiradio.com 

د ننګرهار سیمه ییز چارواکي وايي چې د ملي امنیت ځواکونو په مومندرې ولسوالۍ کې د طالبانو له یوه پټنځایه پنځوس کیلوګرامه چاودېدونکي مواد ترلاسه کړي دي. د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوګیاڼي ازادي راډیو ته وویل چې د ملي امنیت ځواکونو دا چاودېدونکي مواد پرون پنجشنبه له ضبطولو وروسته له منځه یووړل. ده وویل: د مومندرې ولسوالۍ په مربوطاتو کې د ملي امنیت ځواکونو د پنجشنبې په ورځ له غرمې وروسته د وسله والو طالبانو پر یوه پټنځای عملیات ترسره کړل چې په ترڅ کې یې پنځوس کیلو ګرامه چاودېدونکي توکي نیولي او له منځه یې یوړول. Читать дальше...

د افغانستان د فوټسال د شل کلنو لوبډله سبا له جاپان سره پایلوبه کوي

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د فوټسال د شل کلنو ملي لوبډله د اسیايي لوبو په فاینل کې سبا شنبه د جاپان له لوبډلې سره لوبه کوي. دا سیالۍ د ایران په کوربه توب په تبریز ښار کې روانې دي. افغانستان د پنجشنبې په ورځ اندونیزیا ته ۴ د ۳ پر وړاندې ماته ورکړه او د لومړي ځل لپاره د دې لوبو فاینل ته ووت. افغان ټیم دې پړاو ته د رسېدو لپاره د اندونیزیا، ټایلند او هانک کانګ ټیمونه مات کړل او یوازې له ایرانه یې په کم توپیر ماته وخوړه. د جاپان لوبډله پرون وتوانېده چې کوربه ایران ۸ د ۴ پر وړاندې مات کړي او له افغانستان سره فاینل ته ووځي. Читать дальше...

نیویارک ټایمز: ټرمپ پر ایران تأیید کړی برید ناڅاپه لغوه کړ

Pa.azadiradio.com 

نیویارک ټایمز راپور ورکړی چې د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ د ایران له خوا د امریکايي بې پیلوټه الوتکې د نسکورولو په ځواب کې پر دې هېواد پوځي بریدونه تأیید کړي وو، خو زیاتوي چې وړمه شپه یې په ناڅاپي توګه بېرته لغوه کړل. د امریکا دا معتبره ورځپاڼه وايي، په سپینه ماڼۍ کې د سختو بحثونو او خبرو وروسته پوځي او ډیپلوماتیکو چارواکو پرون تر ناوخته پورې د دې بریدونو د ترسره کېدو تمه درلوده. نیویارک ټایمز دا راپور د څو داسې امریکايي چارواکو په حواله ورکړی چې یا یې په دې خبرو کې برخه لرله او یا پرې خبر شوي وو. Читать дальше...

امریکا خپلې هوايي الوتنې د ایران د یوې برخې پر فضا منعه کړي

Pa.azadiradio.com 

د امریکا د هوايي چلند ادارې د دې هېواد د هوايي شرکتونو الوتنې د ایران د یوې برخې پر فضا منعه کړي دي. د امریکا د ملکي هوايي چلند چارواکو د یو بېړني خبرداري په خپرولو د ایران د اوبو له پاسه د امریکايي هوايي شرکتونو الوتنې منعه اعلان کړې. دا ګام وروسته له هغې اخیستل کېږي چې ایران د امریکا یوه بې پیلوټه څارونکې الوتکه نسکوره کړه. د امریکا د هوايي چلند فدرالي ادارې د پنجشنبې په ورځ وویل، د دې هېواد د هوايي شرکتونو الوتکې دې د هُرمُز پر تنګي او د عمان د خلیج پر اوبو الوتنې نه کوي. د دې ادارې په... Читать дальше...

جاپان: د روسیې جټ الوتکو د جاپان پر هوايي حریم تېری کړی

Pa.azadiradio.com 

د جاپان پوځ وايي، د دې هېواد جټ الوتکې وروسته له هغې تحرکاتو ته اړ شوې چې د روسیې دوه پوځي الوتکو د دې هېواد پر هوايي حریم تېری وکړ. د جاپان دفاع وزارت د پنجشنبې په ورځ په یوې خبرپاڼې کې وویل، د روسیې د بمبارۍ دوه (TU-95) الوتکې د دې هېواد جنوبي ټاپوګانو ته نږدې شوې او د جاپان پر خوا یې الوتنې ته دوام ورکړ. د دې خبرپاڼې پر بنسټ، یوه له دې دوو الوتکو دوهم ځلي د ډایټو په ټاپو کې د جاپان هوايي حریم ته واوښته. د ډایټو ټاپو د توکیو ښار په جنوب کې پروت دی. د روسیې پوځ تر اوسه په دې اړه تبصره نه ده کړې. Читать дальше...

Спорт в России и мире
Москва

ПОДГОТОВИТЬСЯ К ЛЕТНЕМУ СЕЗОНУ? ЛЕГКО! ВМЕСТЕ С ПЛАТФОРМОЙ FITSTARS НА УМНЫХ ТЕЛЕВИЗОРАХ LG


Загрузка...

Все новости спорта сегодня


Новости тенниса
WTA

Свёнтек прошла в полуфинал турнира WTA-1000 в Риме


Загрузка...


123ru.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.


Загрузка...

Загрузка...

Экология в России и мире
Москва

Роскосмос опубликовал спутниковый снимок лесных пожаров в Забайкальском крае





Путин в России и мире
Москва

Путин назвал образцовыми отношения России и Китая


Лукашенко в Беларуси и мире
Минск

Шесть городов Белоруссии и Азербайджана стали побратимами




123ru.netмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

123ru.net — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.





Зеленский в Украине и мире
Киев

ABC: Зеленский недоволен результатами визита Блинкена в Киев


Навальный в России и мире


Здоровье в России и мире


Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России






Загрузка...

Загрузка...



Наташа Королёва

«Уже поперек горла стоит»: Пригожин поддержал Королеву после инцидента на ТВ



Москва

Метеоролог Позднякова предупредила москвичей об осадках в ночь с 16 на 17 мая

Друзья 123ru.net


Информационные партнёры 123ru.net



Спонсоры 123ru.net