د افغانستان د فوټسال د شل کلنو لوبډله سبا له جاپان سره پایلوبه کوي
د افغانستان د فوټسال د شل کلنو ملي لوبډله د اسیايي لوبو په فاینل کې سبا شنبه د جاپان له لوبډلې سره لوبه کوي.
دا سیالۍ د ایران په کوربه توب په تبریز ښار کې روانې دي.
افغانستان د پنجشنبې په ورځ اندونیزیا ته ۴ د ۳ پر وړاندې ماته ورکړه او د لومړي ځل لپاره د دې لوبو فاینل ته ووت.
افغان ټیم دې پړاو ته د رسېدو لپاره د اندونیزیا، ټایلند او هانک کانګ ټیمونه مات کړل او یوازې له ایرانه یې په کم توپیر ماته وخوړه.
د جاپان لوبډله پرون وتوانېده چې کوربه ایران ۸ د ۴ پر وړاندې مات کړي او له افغانستان سره فاینل ته ووځي.
افغان لوبغاړي سید حسین موسوي تر دې دمه چې ۶ ګولونه یې وهلي، د دې لوبو د غوره ګول وهونکي لقب خپل کړی دی.
جاپان دوه ځلې د اسیا د شل کلنو د فوټسال اتلولي ګټلې، خو افغان ټیم د لومړي ځل لپاره فاینل ته وځي.
په همدې حال کې ولسمشر اشرف غني د هېواد د فوټسال د شل کلنو د ملي ټیم لاس ته راوړنې ستایلي او هغو ته یې مبارکي ویلې.
جمهوري ریاست په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې ولسمشر غني چارواکو ته امر کړی دی چې یو جګپوړی پلاوی په فاینل لوبه کې د ګډون لپاره ایران ته واستوي.