ازادي سټوډیو – د نړۍ مهم خبرونه
په یوه نوې څېړنه کې افغانستان د نړۍ په تر ټولو نا ارامه هیوادونو کې یاد شوی دی. د پاکستان صدراعظم د اداري فساد د تحقیقاتو لپاره د یوه کمیسیون د جوړولو اعلان وکړ.
په یوه نوې څېړنه کې افغانستان د نړۍ په تر ټولو نا ارامه هیوادونو کې یاد شوی دی. د پاکستان صدراعظم د اداري فساد د تحقیقاتو لپاره د یوه کمیسیون د جوړولو اعلان وکړ.
افغانستان هغه هېواد دی چې ۱عشاریه ۹ میلونه کارګر ماشومان لري چې له ډلې یوازې ۱ عشاریه ۲ یې هغه ماشومان دي چې د کار او ټولنیزو چارو وزارت په وینا شاقه کارونه کوي تمیم اخګر په دې ویډیويي راپور کې د هغو ماشومانو پر ژوند کار کري کوم چې د یوه کور سرپرستي ور ترغاړې ده. ویډیو: ذکریا صفري تدوین: تمیم اخګر
د سعودي په مشرۍ پوځي ایتلاف وايي د هېواد په جنوبي برخه کې په یوه هوايي میدان د حوثي یاغیانو په میزایلي برید کې شپږ ویشت ۲۶ ولسي وګړي ژوبل شوي دي.
د افغانستان هوايي چلند اداره وايي، پاکستان له افغان مشرتابه سره هوکړه کړې چې تر راتلونکیو دوو ورځو پورې به خپل فضايي حدود د افغان پروازونو پرمخ خلاص کړي.
د کونړ ولایت د ناړۍ -غازياباد او غازياباد- اسمار ولسوالیو ترمنځ د غځېدلي سړک اوږدو کې د وسلهوالو طالبانو د شته ګواښونو د لهمنځه وړلو او په یاده لاره کې د امنیتي پوستو د جوړولو لپاره عملیات پیل شوي دي. د کونړ والي عبدالستار میرزکوال د چهارشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، له تېرو څو کلونو راهیسې د ناړۍ – غازياباد او غازياباد- اسمار ولسوالیو ترمنځ لاره کې وسلهوالو طالبانو د عامو خلکو او د افغان ځواکونو پر وړاندې ستونزې جوړې کړې وې چې د همدې ستونزو او ګواښونو لېرې کولو لپاره يې عملیات پیل کړي دي. Читать дальше...
د افغانستان ولسمشر وايي، د افغانستان، د امريکا متحدو ايالاتونو او اروپايي ټولنې ترمنځ د سولې په اړه رغوونکي بحثونه روان دي. محمد اشرف غني دا څرګندونې نن د چهارشنبې په ورځ د افغانستان د سولې لپاره د امريکا د بهرنيو چارو وزارت له ځانګړي استازي زلمي خليلزاد سره په کتنه کې وکړې. د جمهوري رياست د اعلاميې په حواله، ولسمشر غني ويلي چې جرمني به د سولې په مسئله کې د اسانتيا برابروونکي نقش ولوبوي. په وروستيو کې جرمني د بين الافغاني خبرو د کوربهتوب لپاره چمتووالى ښوولى و. د اعلاميې په حواله، ولسمشر... Читать дальше...
د افغانستان د هوايي چلند خپلواکه اداره وايي، پاکستان له افغان مشرتابه سره هوکړه کړې چې تر راتلونکو دوو ورځو پورې به خپل فضايي حریم د افغان پروازونو پرمخ خلاص کړي.
د کابل د ترافیکو مدیریت او کابل ښاروالۍ په ګډه په کابل کې د ترافیکي اشارو نصبول پیل کړي دي او تر اوسه د ښار په یو شمېر واټونو کې دا کار شوی هم دی. د ازادي راډیو خبریال شفیع کریمي د کابل ښار څو څلور لارو ته تللی او پهدې اړه دا ویډیوي راپور برابر کړی دی. ویډیو او تدوین: شفیع کریمي
د جاپان صدراعظم شينزو ابه چې ايران ته روان دى وايي، هيله لري د واشنګټن او تهران ترمنځ د کړکېچ په کمولو کې همکاري وکړي. تمه ده شينزو ابه ايران ته د خپل سفر پر مهال له ولسمشر حسن روحاني او د ايران له رهبر ايت الله علي خامنهاي سره وګوري. په تېرو څه باندې ٤٠ کلونو کې ابه د جاپان لومړى برحال صدراعظم دى چې ايران ته سفر کوي. وروسته له هغې چې د امريکا متحدو ايالاتونو د ٢٠١٥میلادي له اټمي تړون څخه د وتلو او پر ايران د بنديزونو د بيا لګولو اعلان وکړ، د واشنګټن او تهران ترمنځ اړيکې ترينګلې شوي دي. ... Читать дальше...
د روسيې په پلازمېنه مسکو کې نن د چهارشنبې په ورځ د نيول شويو مظاهره چيانو شمېر تر ٢٠٠ واوښت. دغه کسان پر چارواکو د فشار راوستلو لپاره په لاريون راوتلي وو، څو د ايوان ګولونوف په نوم تحقيقاتي خبريال خوشې کړي. دغه خبريال د مخدره موادو په تړاو نيول شوى، هغه قضيه چې د ده پلويان يې جعلي ګڼي. د مسکو په مرکزي برخه کې نن د لاريون پر مهال د نيول شويو کسانو په منځ کې د اپوزيسيون مشر الکسي ناوالني او ګڼ ژورنالېستان شامل دي. د مسکو پوليس وايي، په دغو مظاهرو کې شاو خوا ١٢٠٠ کسانو برخه اخېستې وه چې تر ٢٠٠... Читать дальше...
د اروپايي ټولنې سفيرانو د يوه بل کال لپاره هم په کريميا ټاپو وزمه کې د پانګونې پر منع کېدو موافقه وکړه. هغو سرچينو چې دا موضوع له نږدې څاري ازادي راډيو ته د نوم نه ښوولو په شرط ويلي، دغه بنديزونه به په را روانو دوو اوونيو کې د وزيرانو په سطحه غونډه کې تمديد شي. د اروپايي ټولنې لهخوا دغه بنديزونه په ٢٠١٤ میلادي کال کې وروسته له هغې ولګول شول چې روسيې د اوکراين کريميا ټاپو وزمه لاندې او له خپلې خاورې سره الحاق کړله.
د سعودي عربستان په جنوب کې پر يوه هوايي ډګر د حوثي ياغيانو د ميزائيلو په حمله کې ٢٦ ملکيان ټپيان شوي دي. د سعودي عربستان په مشرۍ پوځي ائتلاف نن د چهارشنبې په ورځ په يوه اعلاميه کې وويل، پر ابها هوايي ډګر د ميزائيلو لګېدو له کبله په ټپيانو کې درې ښځې او دوه ماشومان شامل دي. دغه هوايي ډګر د سعودي عربستان او يمن ترمنځ سرحد ته نږدې پروت دى. د سعودي عربستان په مشرۍ د ائتلاف اعلاميه وايي، دا حمله ثابتوي چې حوثي ياغيانو له ايرانه پرمختللې وسلې ترلاسه کړي دي. اعلاميه زياتوي چې دا حمله ښايي يو جنګي جنايت وبلل شي. Читать дальше...
د افغانستان او پاکستان لپاره د جرمني ځانګړی استازی وایي، دوی د امریکا له هڅو سره د افغانستان د سولې د پروسې په برخه کې همکاري کوي.
د ننګرهار ولایت په لعلپورې ولسوالۍ کې د سولې د جام تر عنوان لاندې د کرکټ سیالۍ پیل شوې. د ننګرهار د کرکټ مسؤلین وايي چې دغه سیالۍ ۲۲ ټیمونو ترمنځ نن د چهارشنبې په ورځ پیل شوې او هدف یې د سولې په اړه عامه پوهاوی او د ځوانانو ترمنځ د ورزش د سیالیو پرمختګ دی. دوی وايي چې یادې سیالۍ به شاوخوا یوه میاشت دوام وکړي.
د افغانستان حکومت د کرکټ ملي لوبغاړو ته د استوګنې کورونه تسلیم کړل. د کرکټ بورډ له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د دوه کوټو لرونکي دا اپارتمانونه په ۱۳۹۲ لمریز کال کې هغه مهال د ولسمشر له لوري منظور شوي وو چې افغان لوبډله د شل اورونو د ۲۰۱۴ نړیوال جام سیالیو ته لاره موندله. د خبرپاڼې په حواله د کورونو ساختماني چارې د څو کلونو په موده کې د ښار جوړولو د وزارت له لوري پای ته ورسېدې چې نن د ېوې غونډې پرمهال د کرکټ د ملي لوبډلې ۱۷ حاضرو لوبغاړو ته يې کیلۍ وسپارل شوې. په خبرپاڼه کې راغلي... Читать дальше...
د ملي یووالي حکومت اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله وايي، طالبان په افغانستان کې د سولې د تأمینولو اراده نهلري.
په يوه نوې څېړنه کې افغانستان د امنيت له اړخه تر ټولو په وروستي کتار کې راغلى دى. د سولې په کلني نړيوال فهرست کې چې نن خپور شوى ايسلنډ د يوولسم کال لپاره تر ټولو امن هېواد ياد شوى دى. دغه څېړنه وايي، په تېرو پنځو کلونو کې نړۍ د اول وار لپاره «لږه نوره» هم سولهييزه بلل شوې ده. خو څېړنه وايي، په تېرو څه باندې لسو کلونو کې په منځني ختيځ کې د شخړو، د ټرورېزم د زياتوالي، د کډوالو د زياتېدو او نورو عواملو له مخې نړۍ يوڅه ناامنه ګڼل شوې ده. په اسټراليا کې د اقتصاد او سولې څېړنيز انسټيټيوټ د سولې... Читать дальше...
د کندز ګڼ شمېر اوسېدونکي شکایت کوي چې د ټاکنو خپلواک کمېسیون د عامه پوهاوي برخې ته جدي پام لرنه نهلري ځکه په...
د انتخاباتي شکایتونو کمېسیون وايي، د تقویتي نوملېکنې د پروسې د اړوندو شکایتونو او اعتراضونو ثبتول ېې پیل کړي دي.
د افغانستان د سولې عالي شورا یو شمېر غړي له حکومته غواړي چې له طالبانو سره د خبرو لپاره مذاکره کوونکی پلاوی وټاکي.
د افغانستان د ولسمشر له لوري د شااوخوا ۹۰۰ طالب بندیانو د خوشې کېدو فرمان پهدې وروستیو کې د رسنیو د سر موضوع جوړوي.
پر انټرنیټ د خپرېدونکو خبرونو په اړه یو تازه نظرپوښتنه ښيي چې زیاتره خلک پر جعلي خبرونو د رښتیا باور کوي.
عمران خان وايي پاکستان په تېرو ۱۰ کلونو کې ۲۴ زره اربه روپۍ پوروړی شوی چې د نوموړي په ادعا د دې لویه وجه د دوو ګوندونو پيپلز پارټۍ او مسلم لیګ ن درغلۍ دي.
د ارزګان ولایتي شورا یو شمېر غړي وايي، دې ولایت کې د ځمکو زیات غصب دولتي کسانو کړی دی.
د پاکستان تحریک انصاف په مشرۍ وفاقي حکومت د جون پر ۱۱مه د نوي مالي کال بجټ وړاندې کړ. د حکومت لومړۍ بودیجې مسودې وړاندې کولو پر مهال اپوزیشن ګوندونو په قامي اسمبلۍ کې احتجاج وکړ. د اپوزیشن سیاستوالان وايي، دا بجټ پر ولس بار زیاتوي خو حکومت یې دفاع کوي. تفصیل په ویډیويي رپورټ کې.
Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).
123ru.net — живые новости в прямом эфире!
В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.