په افغانستان کې د ناټو ملکي استازی - د امريکا د بهرنيو چارو د وزیر خبرو ته په اشاره وايي له طالبانو سره تر سپتمبر مياشتې پوري د سولې د توافق هیله ټول لري خو وخت ډېر کم دی. د امريکا ولسمشر له خپل روسي سیال څخه غوښتي چې د امریکا په راتلونکو انتخاباتو کې دې لاسوهنه نه کوي.
د انتخاباتو خپلواک کمېسیون وایي، د تقویتي نوملېکنې پروسې له پایته رسېدو سره به د رای ورکوونکو د نوملېکنې پاڼې تر څارنې او اصلاح کېدو وروسته ولایتونو ته انتقال شي.
د افغانستان لپاره د ناټو لوی ملکي استازی وايي، په افغانستان کې سولې ته د رسېدو لپاره فرصت کم پاتې دی.
نیکلاس کې پرون پنجشنبې په بروکسل کې له ازادي راډیو سره په یوه ځانګړي مرکه کې وویل، دی هیلهمند دی چې د روان کال د سپټمبر میاشتې له پیل مخکې به له طالبانو سره د سولې یوه موافقه وشي:"دا یوازې د بهرنیو چارو وزیر پامپیو نهدی چې وايي هیله مند دی، د سپټمبر میاشتې له پیل مخکې به د سولې موافقه ترلاسه شي، بلکې زه له هر افغانه چې وینم یې دا خبره اورم. دا یوه ګډه هیله ده. څرګنده خبره ده چې وخت کم پاتې دي... Читать дальше...
ولسمشر ډونالډ ټرمپ له خپل روسي سیال ولادیمیر پوتین سره په کتنه کې له هغه سره خپلې اړیکې ډېر زیات ښه وبلل، خو په عین حال کې یې د طنز په ژبه هغه ته وویل چې د امریکا د ولسمشرۍ په را روانو انتخاباتو کې دې لاسوهنه نهکوي.
دواړو مشرانو نن د جمعې په ورځ د جاپان په اوساکا ښار کې د نړۍ د شلو سترو صنعتي هېوادونو د سرمشریزې په څنډه کې سره وکتل او یو نیم ساعت خبرې یې وکړې.
ټرمپ او پوتین په تېر یوه کال کې د لومړي ځل لپاره او پهداسې حال کې سره ګوري چې د دواړو هېوادونو اړیکې د نړیوالو او دوه اړخیزو مسایلو... Читать дальше...
د پکتیا ولایت سیمهییز چارواکي وايي، په ګردې څېړۍ ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو په عملیاتو کې د حقاني شبکې شپږ وسلهوال وژل شوي او دوه نور ټپیان دي.
د پکتیا ولایت مطبوعاتي دفتر په یوه بیان کې چې نن د جمعې په ورځ خپور شو وايي، دا عملیات د ګردې څېړۍ په سروخېلو سیمه کې شوي دي.
بیان زیاتوي چې دا عملیات پرون ترسره شول او دولتي ځواکونو ته پهکې زیان نه دی اوښتی.
په بیان کې راغلي دي چې د دې عملیاتو په ترڅ کې اووه تنه مشکوک وسله وال هم نیول شوي چې اوس مهال ترې پوښتنې ګروېږنې روانې دي.
د سرپل امنیتي چارواکي وايي چې د محمد قاسم په نوم د ولسي پاڅونکوونکو یو قوماندان او دوه ساتونکي یې له طالبانو سره په جګړه کې وژل شوي دي.
د سرپل امنیه قوماندان غلام جیلاني ابوبکر د دې خبر د تأیید ترڅنګ وايي، طالبانو تېره شپه په سوزمه کلا ولسوالۍ کې د ملي امنیت پر اړوندې انتن پوستې برید وکړ.
هغه له ازادي راډیو سره په خبرو کې نور جزئیات ورکړل: "طالبانو تېره شپه د ملي امنیت د مفرزې پر پوسته چې د سوزمه کلا ولسوالۍ د انتن په غونډۍ کې پرته ده برید وکړ چې په نتیجه کې د ولسي پاڅون د قوماندان محمد قاسم... Читать дальше...
په سایبریا کې سیمهییز چارواکي وايي چې د درنو بارانونو له امله په راوتلو سیلابونو کې دوه کسان مړه شوي دي.
د سایبریا د ایرکوڅک سیمې په درېیو ولسوالیو کې د څو ورځو پرلهپسې بارانونو په دوام د سېلابونو له راوتلو وروسته پرون د جون په ۲۷مه نېټه بېړنۍ حالت اعلان شو.
د ایرکوڅک سیمهییزې حکومتي ادارې نن د جمعې په ورځ وویل، د چارواکو له لوري د سیمې د پرېښودو له امر سره- سره یوه ښځه او د هغې مېړه وروسته له هغه مړه شول چې له کوره وتلو ته چمتو نهشول.
د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني ويلي پاکستان بايد د سولې په راوستو کې ورسره همکاري وکړي.
د افغانستان د سولې عالي شورا وایي، د امریکایي استازي او طالب مشرانو ترمنځ د مذاکراتو اووم پړاو د افغان سولې لپاره یو چانس بولي.
د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ به د «جي.شل» سرمشريزې په څنډه کې د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره وویني.
د بې پولې خبریالانو سازمان هم په یوه بیان کې د طالبانو دا ګواښ غندلی دی.
په دایکنډي کې سیمهییز چارواکي وايي، د دې ولایت پر امنیتي پوستو د وسلهوال طالبانو برید کې ۷ کسان وژل شوي او ۱۷ نور ټپیان شوي دي.
د دایکنډي د امنیه قوماندانۍ د امنیت امر ډګرمن نقیب الله نن جمعه ازادي راډیو ته وویل: "طالب وسلهوالو تېره شپه ۱۲ بجې د ارزګان ولایت سره په پوله پرتې د کجران ولسوالۍ پر څلور امنیتي پوستو او د هلمند او دایکنډي ترمنځ سیمه کې پر دوو پوستو پراخ بریدونه کړي دي."
د ډګرمن نقیب الله په وینا، پهدې بریدونو کې د ملي پولیسو او ولسي ځواک ۷ تنه وژل شوي او ۱۷ تنه نور ټپیان شوي دي. Читать дальше...
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ او د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د جاپان په اوساکا ښار کې له یو بل سره لیدنه پیل کړې.
د روسیې د ولسمشر پوتین یو نژدې همکار یوري اوشاکوف تردې مخکې ویلي و چې دا لیدنه به شاوخوا یو ساعت دوام وکړي او پهکې به په دوه اړخېزو او نړیوالو مسئلو خبرې وشي.
ټاکل شوې د دواړو هېوادونو مشران د اټمي وسلو له تړونه د وتلو، په اوکراین کې پر کړکېچ، پر ایران د بندیزونو، او ونزوئلا کې د ناارامیو په شمول پر بېلابېلو مسئلو خبرې وکړي.
ولسمشر ټرمپ له ولسمشر پوتین سره وروستۍ پلان شوې لیدنه... Читать дальше...
فاریاب کې امنیتي چارواکي وايي، د مېمنې او بلڅراغ ولسوالیو ترمنځ د لارې د پاکولو عملیات دوام لري او تر اوسه پورې یې د دې ولایت په پښتون کوټ ولسوالۍ کې پنځه کلي له وسلهوالو پاک کړي دي.
د فاریاب د امنیه قوماندانۍ ویاند عبدالکریم یورش ازادي راډیو ته وویل: "دا عملیات د ملي پولیسو، ملي اردو او ولسي پاڅونونو لهخوا په ګډه روان دي. تر اوسه پنځه کلي له طالبانو پاک شوي. په جګړو کې ۱۳ وسلهوال طالبان وژل شوي او پنځه تنه نور یې ټپیان شوې دي. امنیتي ځواکونو څخه یو کس وژل شوی او یو ټپي دي."
د ښاغلي یورش... Читать дальше...
د بحرین حکومت په بغداد کې د دې هېواد پر سفارت د یو شمېر اعتراض کوونکو حمله غندلې ده او په عراق کې خپل سفیر یې د سلا مشورو لپاره را غوښتی دی.
د راپورونو له مخې تېره شپه ناوخته شاوخوا ۲۰۰ اعتراض کوونکي په بغداد کې د بحرین د سفارت انګړ ته ننوتل، د بحرین بیرغ یې راپرې ایست او د فلسطین بیرغ یې پرځای اوچت کړ.
د دوی هدف د هغه کنفرانس پر وړاندې اعتراض و چې د بحرین په پلازمېنه منامه کې د فلسطین او اسرائیلو ترمنځ د سولې په مقصد جوړ شوی و.
د بحرین د بهرنیو چارو وزارت په یوه بیان کې چې پرون ناوخته خپور... Читать дальше...
د امریکا د دفاع سرپرست وزیر وايي چې واشنګټن له ایران سره جګړه نه غواړي، خو دې ته چمتو دی چې د تهران د هر راز حملې په ځواب کې د خپلو ګټو دفاع وکړي.
مارک ایسپر دا څرګندونې پرون د پنجشنبې په ورځ په بروکسل کې د ناټو د دفاع د وزیرانو په غونډه کې وکړې.
دا پهداسې حال کې کېږي چې د ایران او امریکا ترمنځ په سیمه کې کړکېچ روان دی او واشنګټن او تهران دواړو پر یوبل سختو لفظي حملو ته زور ورکړی.
د پنټاګون مشر وویل، د ایران رژیم له ۴۰ کلونو راهیسې په منځني ختیځ کې د ګډوډۍ او کړکېچ اور ته لمن وهي او زیاته... Читать дальше...
سلګونه مظاهرهچیانو پرون دپنجشنبې په ورځ د قزاقستان په جنوبي ښار اریس Arys کې لاریون وکړ.
اعتراض کوونکو د دې ښار د مهماتو په یوه ډيپو کې له څو چاودنو وروسته لویې لارې بندې کړې او غوښتنه یې کوله چې بل ځای ته دې ولېږدول شي.
دې چاودنو درې کسان ووژل، د سوځېدلو مهماتو لوګي یې هوا ته پورته کړل او ضربې یې د ښار ودانۍ یې ولړزولې.
چارواکو هڅه کوله د اریس ښار اوسېدونکو ته قناعت ورکړي چې خپلو کورونو ته ستانه شي، خو قهرجنو اعتراض کوونکو له چارواکو څخه د نور وضاحت غوښتنه کوله.
د اریس والي اومیرزاق شوکییف... Читать дальше...
په پام کې ده د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله د کرکټ د نړیوال جام د سیالیو په لړۍ کې سبا شنبې له پاکستان سره لوبه وکړي.
په نړیوال جام کې د افغانستان اتمه لوبه به د انګستان په لیډز ښار کې وي چې د کابل په وخت د ماسپښین په دوو بجو پیلېږي.
افغان لوبډلې ۷ مخکینۍ لوبې ټولې بایللي، خو د نړیوال جام د پیل په درشل کې په تمریناتي لوبو کې یې پاکستان مات کړی دی.
پهدې نړیوال جام کې د افغانستان بله لوبه به د راتلونکي اوونۍ د پنجشنبې په ورځ له ویسټ انډیز سره په لیډز ښار کې وي.
د کرکټ د نړیوال جام د سیالیو... Читать дальше...
په افغانستان کې د امریکا او ناټو د ځواکونو عمومي قوماندان وايي چې داعش ډله د ټولې نړۍ لپاره یو ګواښ دی.
جنرال سکات مېلر پرون پنجشنبې د بلجیم په پلازمېنه بروکسل کې د ازادي راډیو د پوښتنې په ځواب کې وویل:"ما د داعش په اړه خبرې کړي. فکر کوم دا په افغانستان کې دننه یوه خطرناکه ډله ده او همدا راز د سیمې، اروپا او امریکا لپاره یو ګواښ دی."
اوس مهال د ناټو په مشرۍ د غوڅ ملاتړ د ماموریت په چوکاټ کې څه باندې ۱۷ زره نړیوال سرتېري په افغانستان کې دېره دي چې عمدتاً د افغان پوځیانو د روزنې او هغو ته د سلا مشورو چارې پرمخ بیايي. Читать дальше...
مارک اېسپر د جون پر ۲۷مه په برسلز کې د ناټو پر غړو غږ وکړ چې د هرمز د ستراتيژیک تنګي د شاوخوا سیمې د ډاډمن امنیت
د پاکستان وزیراعظم عمران خان او افغان ولسمشر اشرف غني له دفترونو په خپرو جلا، جلا بیانونو کې راغلي چې دواړو مشرانو
د پنټاګون سرپرست مشر په افغانستان کې د ناټو په مشرۍ د غوڅ ملاتړ له ماموریت څخه د واشنګټن د ملاتړ پر ژمنه یوځل بیا ټینګار وکړ.
ماریک ایسپر د پنجشنبې په ورځ په بروکسل کې د ناټو د دفاع د وزیرانو د غونډې په پای کې خبریالانو ته وویل چې د افغانستان د سولې لپاره د متحدایالاتو د ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د هڅو کلک ملاتړ کوي.
ښاغلي ایسپر زیاته کړه: "امریکا له نورو متحدانو او شریکانو سره د ناټو په مشرۍ د غوڅ ملاتړ د ماموریت بشپړ ملاتړ ته ژمنه ده او د سولې په خبرو کې د سفیر زلمي خلیلزاد د هڅو کلک ملاتړ... Читать дальше...
د کرکټ نړیوالې شورا د يو لړ انظباطي سرغړونو له امله افغان توپ اچوونکی افتاب عالم د کرکټ له نړیوالو سیالیو بهر کړ.
په داسې حال کې چې د واشنګټن او تهران په اړیکو کې کړکېچ د پراخېدو په حال کې دی متحد ایالات وايي، هڅه کوي چې د ناټو غړي هېوادونه د ایران پرضد یو موټی کړي.
د افغانستان او پاکستان مشرانو موافقه کړې چې په خپلو اړیکو کې د مشارکت او همکارۍ یو نوی څپرکې پیل کړي. د افغانستان ولسمشر اشرف غني او د پاکستان صدراعظم عمران خان پرون...
Спорт в России и мире
Москва
Юные керамисты школы №2120 выиграли три Гран-при конкурса «Мир дому твоему!»
Все новости спорта сегодня
Новости тенниса
WTA
Вероника Кудерметова завершила выступление на турнире WTA в Мадриде
123ru.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно –
здесь и прочитать их тут же и –
сейчас в
России, в
Украине и в
мире по
темам в режиме 24/7
ежесекундно. А теперь ещё -
регионы,
Крым,
Москва и
Россия.
Экология в России и мире
Москва
Жёсткие экологические требования решат инновационные энерготехнологии
Путин в России и мире
Москва
Мария Захарова раскритиковала высказывание Нэнси Пелоси о Путине и протестах в США
Лукашенко в Беларуси и мире
Минск
Это - война: литовские беспилотники попытались атаковать Минск
123ru.net —
международная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.
Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).
123ru.net — живые новости в прямом эфире!
В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.
Зеленский в Украине и мире
Навальный в России и мире
Москва
Продюсера Reuters арестовали за публикацию материалов на YouTube-канале «НавальныйLIVE»
Здоровье в России и мире
Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России
Тимати
Маркетолог Родочинская: новая девушка Тимати копирует Решетову ради бизнеса
Москва
Сменив имидж, Иван Ургант подрабатывает на корпоративах у российских бизнесменов
Друзья 123ru.net
Информационные партнёры 123ru.net
Спонсоры 123ru.net