فاریاب چارواکي: پښتون کوټ ولسوالۍ کې ۵ کلي له وسلهوالو پاک شوي
د فاریاب د امنیه قوماندانۍ ویاند عبدالکریم یورش ازادي راډیو ته وویل: "دا عملیات د ملي پولیسو، ملي اردو او ولسي پاڅونونو لهخوا په ګډه روان دي. تر اوسه پنځه کلي له طالبانو پاک شوي. په جګړو کې ۱۳ وسلهوال طالبان وژل شوي او پنځه تنه نور یې ټپیان شوې دي. امنیتي ځواکونو څخه یو کس وژل شوی او یو ټپي دي."
د ښاغلي یورش په وینا عملیات دوام لري او تر اوسه پهکې ولسي خلکو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.
وسلهوالو طالبانو تر دې مهاله پهدې اړه څه نهدي ویلي.
د بل څراغ ولسوالۍ د میمنې ښار په ۷۰ کیلومترۍ کې پرته ده چې په تېر یو کال کې د وسلهوالو طالبانو په کنټرول کې وه او څو ورځې مخکې حکومتي ځواکونو بېرته ونیوله.
