د ازادي راډیو په دغه ټلویزیوني بحث کې د کرکټ په نړیوال جام او د افغان لوبډلې په سیالیو باندې خبرې شوي دي. افغان ټیم څنګه لوبې کړي؟ څه باید وکړي او د نړیوال جام غوره ټیمونه کوم کوم دي؟ دا ټولې پوښتنې په همدې بحث کې ځواب شوي.
د امریکا د پوځ د مرکزي قومندانۍ مشر جنرال فرانک مکنزي وايي داعش په افغانستان کې پر امریکا د برید لیوالتیا لري. د ایران رهبر ایت الله علي خامنه له امریکا سره د خبرو وړاندیز رد کړ او یو داسې کس در پيژنو چې ۳۶ کاله یې زېړ رنګي کالي اغوستي.
ازادي سټوډیو د شپې په ۸ بجو له پیشګام ټلویزیون وګورئ.
ټاکل شوې ده ولسمشر محمد اشرف غني نن د پنجشنبې په ورځ د هندوستان له صدراعظم ناریندر مودي سره د شانګهای همکاریو سازمان په څنډه کې وويني.
افغان ولسمشر د یوه لوړپوړي پلاوي په مشرۍ د شانګهای همکاریو سازمان په غونډه کې د ګډون لپاره د قرغزستان پلازمینې بشکیک ته رسېدلی دی.
نن د جمهوري ریاست څخه په خپره شوې اعلاميه کې راغلي چې ولسمشر غني به پهدې غونډه کې د خبرو تر څنګ د دې سازمان د غړیو هېوادونو له مشرانو سره ویني.
تمه ده چې د شانګهای د همکاریو سازمان په ۱۸مه سرمشریزه کې د یو شمېر نورو موضوعاتو ترڅنګ د افغانستان پر سوله او اقتصاد خبرې وشي. Читать дальше...
د روسیې د بهرنيو چارو وزیر مرستيال په راتلونکو څو اوونیو کې ونزوئلا ته سفر کوي.
روسي رسنيو نن د پنجشنبې په ورځ د سرګي ریابکوف له قوله په داسې حال کې راپور ورکړی چې مسکو د ونزوئلا په بحران کې د ولسمشر نیکلاس مادورو ملاتړ ته دوام ورکړی دی.
د کاراکاس د سیاسي رژیم د مخالفانو مشر خوان ګواېدو چې د واشنګټن او تر پنځوسو زياتو نورو هېوادونو ملاتړ لري، څو مياشتې مخکې خپل ځان د ونزوئلا د مؤقت ولسمشر په توګه اعلان کړی وو.
روسیې او چین د مادورو ملاتړ کوي.
روسیه چې د پیسو او وسلو په برخه کې له ونزوئلا... Читать дальше...
په ننګرهار کې نن د پنجشنبې په ورځ شپږمې ناحيې ته څېرمه په ځانمرګي برید کې لږ تر لږه اته کسان وژل شوي او ګڼ نور ټپیان شوي دي.
د کندهار والي حیات الله حیات د پنجشنبې په ورځ خبریالانو ته وویل چې په نیول شویو کې غلچکي بریدګر او پر سرکاري ودانیو او تاسيساتو بريدکوونکي وسله وال شامل دي. په نیول شويو کې یو یې وايي چې په افغانستان کې د جګړې لپاره له پاکستانه ورغلی دی. خو پاکستان تل په افغانستان کې له لاسوهنې انکار کوي.
راپور: صادق ریښتینی
ایډیت:هدایت سلطاني
دا اوونۍ مو له سندرغاړي او موسيقار رحمان ګل سره د هغه د هنري کارونو په اړه خبرې کړې دي.
په ننګرهار کې نن شپږمې ناحيې ته څېرمه په ځانمرګي برید کې لږ تر لږه نهه کسان وژل شوي او ګڼ نور ټپیان شوي دي.
د تخار ځايي چارواکي دې ولایت ته د دفاع او کورنيو چارو وزیرانو له سفر سره پر یوه وخت په خواجه غار ولسوالۍ کې د تصفې خبر ورکوي.
د تخار د والي ویاند محمد جواد هجري ازادي راډيو ته وويل، نن شاوخوا یوه بجه د دې ولایت د امنیتي وضعیت د ارزونې په هدف د کورنيو چارو وزير مسعود اندرابي، د دفاع وزیر اسدالله خالد او د سیمهییزو ارګانونو د خپلواکې ادارې رئیس عبدالمتین بېک تخار ته رسېدلي دي.
ښاغلي هجري زياته کړه چې په خواجه غار ولسوالۍ کې د عملیاتو په نتيجه کې طالبانو ته درانه تلفات اوښتې او سیمه تصفیه شوې ده. Читать дальше...
د ایران مشر ایتالله علي خامنهاي د ډونالډ ټرمپ له ادارې سره د خبرو وړاندیز رد کړ.
دا وړاندیز نن د جاپان صدراعظم شینزو ابه په تهران کې له خامنهاي سره په لیدنه کې کړی دی.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي، ایرانیان دې له ده سره خبرې وکړي.
خامنهاي په ځواب کې ويلي چې له امریکا سره په رښتینو خبرو باور نهلري. د ایران مشر نن د جاپان له صدراعظم شینزو ابه سره ولیدل:"زه د ټرمپ پیغام ته هېڅ ځواب نه وایم. تاسې ته ځینې مطالب وايم خو هغه ته هېڅ پیغام نه ورکوم. ځکه ټرمپ د پیغام د تبادلې وړ نه بولم. له... Читать дальше...
زلمی خلیلزاد وايي، د افغانستان د سولې موضوع له افغان حکومت سره په همغږۍ کې پرمخ ځي او کابل او واشنګټن په دې برخه کې په یو نظر دي.
د افغانستان د پوهنې وزارت په پام کې لري چې له ښوونځیو بې برخې ۵ لکه ماشومان، په ښوونځیو کې شامل کړي.
نن پنجشنبه د عمان په خلیج کې دوه د تیلو ټانکرونه تر برید لاندې راغلي دي.
د ټانکرونو پنځوس د عملې غړي ژغورل شوي دي. تر برید وروسته ټانکرونو اور اخېستی وو.
معلومه نهده چې چا د عمان په خلیج کې د تیلو په دوو ټانکرونو برید کړی.
د ایران دولتي ټلوېزیون د دغو ټانکرونو د سوځلو عکسونه خپاره کړي دي.
رسنیو ویلي چې د ایران سمندري ځواکونو ۴۴ کسان ژغورلي.
د جاپان حکومت اعلان کړی چې دغو ټانکرونو د دوی لپاره تیل انتقالول.
تردې یوه میاشت مخکې د متحده عربي اماراتو فجیرې ته نږدې پر څلورو ټانکرونو برید شوی وو. Читать дальше...
د بریتانيې د کورنیو چارو وزیر ساجد جاوېد بي بي سي خبري رسنۍ ته ويلي چې امریکا ته د ويکيلیکس د بنسټ ايښودونکي جولیان اسانج په لاس ورکولو امر یې لاسلیک کړی دی.
جاوېد وویل چې امريکا ته د اسانج د ایستلو اخري پرېکړه به د جون په ۱۴مه په يوه بریتانوۍ محکمه کې وشي.
اسانج په امريکا کې په اتلسو مواردو د محرمو معلوماتو په خپرولو او د امریکا د پوځ له پخواني قراردادي چلسي ماننګ سره یو ځای د امريکا د دفاع وزارت د یوه پاسورډ په لټولو تورن دی.
د امريکا د عدليې وزارت لهخوا پهدغو تورونو کې په قانون کې د جاسوسۍ اړوندې مادې له مخې تورونه شامل دي. Читать дальше...
خوست کې د غازي ببرک خان ځدراڼ خاورینه جنګي کلا تر اوسه هم ویجاړه پاته شوې او د حکومتي مسوولینو د مکررو ژمنو سره سره يې هم بیارغونه نه ده پیل شوې.
د افغان ولسمشر دوهم مرستیال سرور دانش وايي چې له دې وروسته باید ډېری محکمې او پرېکړې يې په علني ډول ترسره شي.
زلمی خلیلزاد وايي، د افغانستان د سولې موضوع له افغان حکومت سره په همغږۍ کې پرمخ ځي او کابل او واشنګټن پهدې برخه کې په یو نظر دي.
په ارزګان ولایت کې کروندهګر وايي، سږکال د غنمو د حاصلاتو د ډېروالي لامل بارانونه دي چې له افتونو او مرضونو څخه یې خلاص کړي.
د را روانو ولسمشريزو ټاکنو لپاره پر تذکرو د سټېکر لګولو پروسه د تېرې اوونۍ په پيل کې پيل شوې چې شل ورځې به دوام وکړي...
د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان ویلي، تمه لري چې د امریکا متحدو ایالاتونو ته به قناعت ورکړي چې د انقرې پر وړاندې له کړې ګواښه په شا شي.
په کندهار کې تر اوسه زرو کسانو د ولسمشرۍ راتلونکو ټاکنو لپاره نوملیکنه کړې ده.
د کندهار د ټاکنو د خپلواک کمېسیون مشر هاشم دُراني ازادي راډيو ته وویل، په تېرو پنځو ورځو کې په کندهار ښار او ولسوالیو کې شاوخوا زرو تنو نوملېکنه کړې ده.
هغه زیاته کړه، دا هغه کسان دي چې تازه اتلس کلن شوي، یا له نورو ولایتونو کندهار ته تللي او یا هم په تېر پړاو کې د بېلابېلو لاملونو له کبله له نوملېکنې پاتې شوي وو.
پنځه ورځې مخکې د غبرګولي په ۱۸مه د هېواد د نورو ولایتونو په څېر په کندهار کې هم د ولسمشرۍ ټاکنو لپاره د تقویتي نوملېکنې لړۍ پيل شوې وه. Читать дальше...
د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون وايي چې په تېرو پنځو ورځو کې په ټول افغانستان کې له ۱۵ زره زیاتو کسانو نوملېکنه کړې ده.
د دې اونۍ راډیويي مجله مو په یو شمېر هنري او فرهنګي مسایلو راښکلې کړې ده:
هغه ایرانی دکاندار چې پر خپل دکان يې افغانانو ته له تبعیضه ډکه لوحه ځړولې وه، په تعلیقي حبس محکوم شوی دی.
د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ وايي چې هالنډ د افغانستان د اوبو د مدیریت او د کوچنیو او سترو اوبو بندونو د طرحو د جوړولو په برخه کې له افغانستان سره همکاري کوي.
له ارګه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې تېره ورځ ناوخته په همدې اړه افغان ولسمشر محمد اشرف غني د هالنډ د شاهي هېواد له پلاوي سره چې د دغه هېواد د اوبو متخصصین هم پهکې وو، د افغانستان د اوبو د مدیریت په اړه خبرې وکړې.
په خبرپاڼه کې راغلي چې ښاغلي غني پهدې ليدنه کې له اوبو څخه د ګټې اخېستنې او د تجربو شریکولو په برخه کې د هالنډ د همکاریو... Читать дальше...
Спорт в России и мире
Все новости спорта сегодня
Новости тенниса
123ru.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно –
здесь и прочитать их тут же и –
сейчас в
России, в
Украине и в
мире по
темам в режиме 24/7
ежесекундно. А теперь ещё -
регионы,
Крым,
Москва и
Россия.
Экология в России и мире
Путин в России и мире
Лукашенко в Беларуси и мире
123ru.net —
международная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.
Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).
123ru.net — живые новости в прямом эфире!
В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.
Здоровье в России и мире
Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России
Друзья 123ru.net
Информационные партнёры 123ru.net
Спонсоры 123ru.net