هالنډ د اوبو بندونو د طرحو په برخه کې افغانستان سره همکاري کوي
له ارګه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې تېره ورځ ناوخته په همدې اړه افغان ولسمشر محمد اشرف غني د هالنډ د شاهي هېواد له پلاوي سره چې د دغه هېواد د اوبو متخصصین هم پهکې وو، د افغانستان د اوبو د مدیریت په اړه خبرې وکړې.
په خبرپاڼه کې راغلي چې ښاغلي غني پهدې ليدنه کې له اوبو څخه د ګټې اخېستنې او د تجربو شریکولو په برخه کې د هالنډ د همکاریو یادونه وکړه او ويې ویل چې اوس د تخصصي بحثونو لپاره زمینه برابره شوې ده.
د خبرپاڼې په حواله ولسمشر غني د اوبو د مدیریت او استفادې په برخه کې د هالنډ د بریالیو تجربو یادونه وکړه او ويې ویل، افغانستان اړتیا لري په یادو برخو کې اساسي ظرفیت جوړونه وکړي.
