پولیسو د ګلالۍ اسماعیل پر کور چاپه وهلې: صبا اسماعیل
صبا اسماعیل د جون پر پېنځمه له نیویارکه په ټېلېفون مشال راډیو ته وویل، باوردي پولیسان او په "ساده کپړو" کې افسران یې د مور و پلار کور ته ورغلل، هغوی یې "وځورول"
صبا اسماعیل د جون پر پېنځمه له نیویارکه په ټېلېفون مشال راډیو ته وویل، باوردي پولیسان او په "ساده کپړو" کې افسران یې د مور و پلار کور ته ورغلل، هغوی یې "وځورول"
د نړۍ یو شمېر هیوادونو نن د اختر لومړۍ ورځ ولمانځله. د امريکا ولسمشر وايي: له ایران سره جګړه نه غواړي خو د نظامي اقدام احتمال تل شته. دا او نور مهم خبرونه له ازادي ستوډیو.
له پخوا راهیسې په اختر کې مشران ماشومانو ته اختری ورکوي. دا چې افغان ماشومان په خپلو اختریو څه پېري په دغه وېډیو کې چې عالم رحمانیار له شبرغان ښاره چمتو کړې ووینئ. اېډېټ: ذکریا صفري
اوکراين وايي څلور سرتېري يې د دغه هېواد په ختيځ کې له روسپلوه بېلتون غوښتونکو سره په شخړه کې وژل شوي، او څلور نور ژوبل دي. د اوکراين دفاع وزارت نن وويل، ٣ سرتېري هغه وخت ووژل شول او ٣ نور ټپيان شول چې بېلتون غوښتونکو جګړهمارو د سپکو او درنو وسلو ډزې ورباندې وکړې. د وزارت په حواله دغو بېلتون غوښتونکو په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د اوربند له موافقې ١٦ وارې سرغړونه کړې ده. دغه وزارت په جلا اعلاميه کې ويلي، د بېلتون غوښتونکو لهخوا يوه توغول شوي توغندي کې چې د اوکرايني سرتېرو يو موټر يې په نښه کړ، څلورم سرتېرى ووژل شو او بل ټپي شو. Читать дальше...
د افغانستان د سولې عالي شورا په افغانستان کې له ټولو مخالفو وسلهوالو ډلو غواړي چې د سوله غوښتونکو کسانو له حرکتونو هرکلی او ورسره یوې پايښتې سولې ته د رسېدلو په خاطر همکاري وکړي.
پاکستان په دوه زره اتلسم کال کې د نړۍ یو په هغه ۲۰ هېوادونو کې وو چې کلنی پوځي لګښت یې تر ټولو ډېر یانې تر یوولس سوه اربه روپۍ زیات وو.
د خوست دیني عالمان، قومي مخور او د ولایتي شورا غړي په افغانستان کې د جګړې له ښکیلو خواوو غواړي، چې جګړه بس کړي، اوربند دې وکړي او لدې لارې دې د بین الافغاني خبرو اترو لپار زمینه برابره کړي.
د کرکټ د ٢٠١٩م کال د نړيوال جام د سياليو په لړ کې نن هندوستان له جنوبي افريقا سره لوبه کوي. دغه لوبه به د انګلستان په ساوت همپتن لوبغالي کې د افغانستان پر وخت د ماسپښين پر دوو بجو پيلېږي. د دغو لوبو په لړ کې پرون سريلانکا افغانستان ته د ٣٤ منډو په توپير ماتې ورکړه.
په سوډان کې پر مظاهرهچيانو د پوځيانو او ملېشه ځواکونو د دوه ورځنیو فشارونو په نتيجه کې ٦٠ کسان وژل شوي دي. د سوډاني ډاکترانو مرکزي کمېټې نن وويل، ٤٠ کسان تېره دوشنبه هغه وخت ووژل شول چې په خارطوم کې د پوځ مرکزونو ته نږدې د يوې اوونۍ پرلت د تيتوپرک کولو لپاره له زورزياتي کار واخيستل شو. د دې ټولنې په خبره تر ٣٠٠ زيات نور کسان ټپيان شوي دي، خو د ټپيانو د شمېر په اړه د کره معلوماتو راټولول ځکه ګران کار دى چې انتقالي نظامي شورا د دغه هېواد په زياتو برخو کې انټرنټي خدمات قطع کړي دي. له کله چې... Читать дальше...
د افغانستان د مشرانو جرګې اداري پلاوی او د چارو ځیني افغان کارپوهان وايي چې افغان ولسمشر باید پاکستان ته په خپل سفر کې د سولې مسئله جدي ونیسي.
مصري چارواکو ویلي چې وسلهوالو کسانو په سینا ټاپو وزمه کې ۱۰ امنیتي ځواکونه وژلي دي. وسلهوالو پرون سهار د امنیتي ځواکونو په یوه پوسته برید کړی او دا پوځیانیې ووژل. پېښه په الارش ښار کې هغه وخت شوې چې خلک د اختر د لمانځه د ادا کولو لپاره وتلي و. د دوى په وينا په حمله کې دوه پوليس افسران او اته پوليس سرتېري وژل شوي دي. حمله کوونکو هڅه کړې وه چې د امنیتي ځواکونو موټر هم وتښتوي، خو د چارواکو په خبره د یوه هوایي برید هدف ګرځېدلي او پنځه تنهیې وژل شوي. د دې پېښې مسؤليت تر اوسه چا پر غاړه نهدى اخيستى. Читать дальше...
د پاکستان وفاقي حکومت د اعلان تر مخه، نن د جون پر شپږمه په بېلابېلو ښارونو کې اختر لمانځل کېږي. د خېبر پښتونخوا په اکثرو سيمو کې پرون د جون په پنځمه اختر وو. د عمران يونس ويډيو
ټاکل شوې چې اروپايي ټولنه به د جون په ۱۸مه نېټه په دې ټولنه کې د شمالي مقدونیا په شمولیت بحث وکړي. د اروپايي کمېسیون رئیس ژان کلوډ یونکر د سې شنبې په ورځ تأیید کړه چې دوه اوونۍ وروسته د لوکزامبورګ په غونډه کې په دې اړه خبرې کوي. رومانیا چې دا مهال د اروپايي ټولنې دورهاي مشري کوي وايي، د شمالي مقدونیا د غړیتوب په اړه بحث د جون د میاشتې په اجنډا کې شامل دی. دا اعلان په داسې حال کې کېږي چې اروپايي کمېسیون سپارښتنه کړې چې په اروپايي ټولنه کې دې د شمالي مقدونیا او البانیا د غړیتوب لپاره خبرې اترې ژر تر ژره پیل شي. Читать дальше...
د لبنان حکومت تأیید کړې چې د دې هېواد یو وګړی د ایران له زندان څخه خوشې کېږي. نزار زکا چې د ټکنالوژۍ یو متخصص دی، د امریکا متحده ایالاتو ته د جاسوسۍ په تور په ۱۰ کاله بند محکوم شوی و. د لبنان د بهرنیو چارو وزارت د سې شنبې په ورځ وویل، زکا د دې هېواد په غوښتنه بخښل شوی او د اختر په ورځو کې به خوشې شي. تر دې مخکې د نزار زکا وکیل ماجد دمشقیه ویلي و، د ولسمشر میشل عون او صدراعظم سعد حریري په شمول د لبنان د لوړپوړو چارواکو له منځګړیتوب وروسته تمه لري چې مؤکل بهیې ژر له زندانه خوشې شي. زکا چې... Читать дальше...
د امریکا ولسمشر وايي، واشنګټن او لندن غواړي ډاډمن شي چې ایران اټمي وسلې نهجوړوي او د ترهګرۍ ملاتړ پای ته رسوي. ډونالد ټرمپ بریتانیا ته د خپل سفر په ترڅ کې د سې شنبې په ورځ د بریتانیا له صدراعظمې ترزا مې سره په یوه خبري غونډه کې وویل، د امریکا او بریتانیا یوه لویه اندېښنه د اټمي وسلو ګواښونه دي. ښاغلی ټرمپ زیاتوي: "د هغو فوري ګواښونو په منځ کې چې دواړه هېوادونه ورسره مخ دي، یو ګواښ د اټمي وسلو پراختیا ده او ښايي دا تر ټولو لوی ګواښ واوسي. د امریکا متحده ایالات او بریتانیا غواړي ډاډمن شي چې ایران... Читать дальше...
د کرکټ نړیوال جام په سیالیو کې افغانستان پرون سریلانکا ته د ۳۴ منډو په توپیر لوبه وبایلله. په پرونۍ لوبه کې سریلانکا وکولای شول چې ۲۰۱ منډې هدف وټاکي، خو د افغانستان لوبډلې په ۳۳م اور کې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو یوازې ۱۵۰ منډې جوړې کړای شوې. د افغانستان د کرکټ بورډ عمومي رئیس عزیزالله فضلي د سې شنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې ټیمیې ځینې کمزورۍ درلودې چې یو شمېر حل شوې او هڅه کوي چې نورې ستونزې هم هوارې شي. د کرکټ په نړیوال جام کې د افغانستان بله لوبه د شنبې په ورځ د نیوزیلاند له ټیم سره ده. Читать дальше...
د پروان پولیسو په دې ولایت کې د پام وړ اندازه چاودېدونکي مواد نیولي دي. د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د خبرپاڼې له مخې د سیدخېلو ولسوالۍ په یو کور کې یې په څلور بوجیو کې د امونیم نایترېت چاودېدونکي مواد موندلي دي. خبرپاڼه وايي، ترورېستانو غوښتل له دې موادو د بمونو په جوړولو کې کار واخلي. د دې چاودېدونکو موادو په تړاو د چا د نیول کېدو په اړه څه نهدي ویل شوي.
د چین ولسمشر شي جین پنګ نن روسیې ته تللی دی. روسي چارواکو د هغه سفر د ملګرتیا او اقتصادي اړیکو په برخه کې یو نوی فصل بللی. شي جین پنګ له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره په کرملېن ماڼۍ کې ګوري. تمه ده چې د چین ولسمشر وروسته د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین په کوربهتوب د سنت پټرزبورګ د اقتصاد په فورم یا مجمع کې ګډون وکړي. د روسیې د ولسمشرۍ ماڼۍ کرملېن د بهرنۍ تګلارې سلاکار یوري اوشاکوف ویلي چې "د شي سفر زموږ په دوه اړخیزو اړیکو کې یوه مهمه مسله ده." د روسیې خبري رسنیو د اوشاکوف په حواله ویلي چې... Читать дальше...
د ناټو عمومي منشي وايي، د افغان ځواکونو مالي ملاتړ او تجهیز د افغانستان د جګړې د سولهییز هواري فرصتونه پیاوړي کوي. ینس سټولټنبرګ د سې شنبې په ورځ په بروکسل کې د ناټو د غړو هېوادونو د استازو غونډې ته وویل، د افغان ځواکونو پیاوړتیا افغانستان یوې داسې سولې ته رسوي چې د دې هیواد ټول وګړي یې هیله لري. دا غونډه تر ۲۰۲۴ م کال پورې د افغان ځواکونو د مالي ملاتړ د دوام د ژمنې د پخلي لپاره جوړه شوې وه. په غونډ کې د ناټو غړو او متحدانو یو وار بیا ډاډ ورکړ چې د نړیوال ملاتړ د صندوق له لارې به د افغان ځواکونو تمویل ته دوام ورکړي. Читать дальше...
د افغانستان د سولې ولسي حرکت د هغو ۲۵ غړو په اړه معلومات نهشته چې څلور ورځې مخکې په هلمند کې د طالبانو تر کنټرول لاندې یوې سیمې ته تللي. دا خبره د یاد حرکت د اړیکو مسؤل باچا خان مولاداد نن سهار ازادي راډیو ته وکړه. ښاغلی مولاداد زیاتوي: "نن څلورمه ورځ کېږي چې زموږ ملګري د طالبانو تر کنټرول لاندې موسی کلا ته تللي. اندېښنه دا ده چې دې څلورو ورځو کې طالبانو په رسمي ډول تأیید کړې نهده چې زموږ ملګري ورسره دي." د مولاداد په خبره د دوی د حرکت مشرتابه او ملګري په دې هدف موسی کلا ته ولاړل چې له طالبانو سره خبرې وکړي او هغوی سولې ته وهڅوي. Читать дальше...
د افغانستان د سولې او پخلاینې لپاره د امریکا خاص استازی زلمی خلیلزاد وایي له جرمني چارواکو سرهیې په دې خبرې کړي چې څه کولای شو څو په افغانستان کې دایمي سوله راشي. خلیلزاد نن سهار په ټویټر باندې لیکلي چې د جرمني په پلازمېنه برلین کې یې د پرون او وړمې ورځې خبرې رغنده وې. خلیلزاد وايي چې د جرمني د ملي امنیت او بهرنیو چارو له سلاکار جان هیکیر، د بهرنیو چارو له مرستیال وزیر اندریاس میکایلیس او د افغانستان لپاره د جرمني له خاص استازي مارکوس پوتزیل سرهیې لیدلي. ښاغلي خلیلزاد همداراز ویلي چې... Читать дальше...
په نیویارک ټایمز ورځپاڼه کې د ښځو د حقونو یوې فعالې مسعودې سلطان لیکنه خپره کړې ده.
په بروکسل کې د ناټو د سې شنبې ورځې په غونډه کې د دې تړون غړو پر خپله هغه ژمنه بیا ټینګار وکړ چې له ۲۰۲۰م کال اخوا به د افغانستان د امنیتي ځواکونو مالي ملاتړ ته دوام ورکوي.
د غبرګولي ۱۵مه د چاپېریال ساتنې د خوندیتوب اوونۍ په افغانستان کې داسې مهال پېلېږي چې د چاپېریال ساتنې ملي...
د اوکراین ولسمشر وايي، د دې هېواد په ختیځ کې د جګړې د پای ته رسولو لپاره له روسیې سره خبرو اترو ته چمتو دی.
Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).
123ru.net — живые новости в прямом эфире!
В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.