وسلهوالو د مصر په سینا ټاپو وزمه کې ۱۰ امنیتي ځواکونه وژلي
مصري چارواکو ویلي چې وسلهوالو کسانو په سینا ټاپو وزمه کې ۱۰ امنیتي ځواکونه وژلي دي.
وسلهوالو پرون سهار د امنیتي ځواکونو په یوه پوسته برید کړی او دا پوځیانیې ووژل.
پېښه په الارش ښار کې هغه وخت شوې چې خلک د اختر د لمانځه د ادا کولو لپاره وتلي و.
د دوى په وينا په حمله کې دوه پوليس افسران او اته پوليس سرتېري وژل شوي دي.
حمله کوونکو هڅه کړې وه چې د امنیتي ځواکونو موټر هم وتښتوي، خو د چارواکو په خبره د یوه هوایي برید هدف ګرځېدلي او پنځه تنهیې وژل شوي.
د دې پېښې مسؤليت تر اوسه چا پر غاړه نهدى اخيستى.
مصر د سينا په شمال کې له کلونو راهيسې له هغو دېره وسلهوالو سره چې له داعش سره ارتباط لري، په جګړه بوخت دى.