ګوتېرش: د ایران او امریکا خبرې دې بیرته پيل شي
د ملګرو ملتو سرمنشي له واشنګتن او تهرانه وغوښتل چې د سولې خبرې بیرته پيل کړي.
انتونیو ګوتېرش په ایکسپاڼه کې د دوشنبې په ورځ په یوه بیان کې له دواړو لوریو دا هم غوښتې دي چې اوربند رعایت کړي او د هرمز په تنګي کې دې د بیړیو د تګ راتګ په برخه کې د نړیوالو حقونو درناوی وکړي.
د ملګرو ملتو د سرمنشي دا څرګندونې وروسته تر دې خپرې شوې دي چې د اونۍ په پيل کې د پاکستان په پلازمینه اسلام اباد کې د امریکا او ایران تر منځ د سولې خبرې بې نتیجې پای ته ورسیدې.
تر دې خبرو یوه ورځ وروسته امریکا په فارس خلیج کې د ایران د ټولو بندرونو لارې بندې کړې.
واشنګتن ویلي دي چې تهران ته یې ټولې سرې کرښې روښانه کړې دي، اوس توپ د اسلامي جمهوریت په ډګر کې دی چې یوې موافقې ته ورسیږي.
