فیفا يا د فوټبال نړیوال فدراسیون د افغانستان د فوټبال فدراسیون مخکېنی مشر څه باندې یو میلیون ډالر جریمه کړی.
د فیفا په ننني بیان کې راغلي چې کرامالدین کريم به له ټولو فوټبالي فعالیتونو هم محرومه وي.
د بیان له مخې پر کرامالدین کريم د افغان فوټبال د نجونو د ملي ټیم پنځو غړو تور لګولی چې له ٢٠١٣ تر ٢٠١٨ کالهيې په هغوی مکرر جنسي زور زیاتی کړی او ځورولي یې دي.
کرامالدین کریم په ځان لګېدلي تورونه رد کړي.
د فیفا د اعلامیې د لوستلو لپاره دا ځای کېکاږئ.
د دايکنډي ولايت چارواکي وايي چې په پاتو ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو په حمله کې ٢ پوليس وژل شوي دي.
د دايکنډي امنيه قوماندان مل پاسوال غلام سخي غفوري نن ازادي راډيو ته وويل، په دې حمله کې وسله والو طالبانو له پرمختللو وسلو استفاده کړې ده.
دی وایي:
"لايزر لرونکي او دوربين لرونکي وسلې ورسره وې چې سهار وختي ٢ بجې يې پر يوه پوسته حمله وکړه چې له بده مرغه زموږ تر رسېدو پورې ٢ سرتېري مو شهيدان شول، دښمن هم تلفات لري."
په دې حمله کې وسله والو طالبانو ته د اوښتې مرګ ژوبلې د شمېر په اړه څه نه دي ويل شوي. Читать дальше...
په شمالي وزيرستان کې په يوه چاودنه کې نن دوه پاکستاني سرتېري وژل شوي او ٣ نور ټپيان شوي دي.
د پاکستان پوځ وايي، دغه سرتېري په بويه ديګان ولسوالۍ کې په ګزمه بوخت وو چې موټر يې پر يوه منفجره وسيله وربرابر شو.
تر دې مخکې د پاکستان پوځ په يوه اعلاميه کې ويلي وو چې د شمالي وزيرستان په دته خېلو کې پرون په ورته پېښه کې څلور پوځيان وژل شوي او ٤ نور ټپيان شوي وو.
پاکستاني طالبانو نن په هغه ايمېل کې چې د ازادي راډيو مشال څانګې ته يې لېږلى، د پرونۍ حملې مسؤليت منلى دى.
پرون په جلا پېښه کې د شمالي وزيرستان... Читать дальше...
خادم حسین د یوې ۱۲ کسیزې کورنۍ سرپرست و.
کورنۍ یې ده ته خورا هیلې لرلې، خو خادم حسین د ۱۳۹۵ د اسد د میاشتې په دوهمه د جنبش روښنایي پر مظاهره په برید کې ووژل شو او د کورنۍ هیلې یې هم ورسره خاورې شوې.
د افغان طالبانو د سياسي دفتر وياند سهيل شاهين وايي، هيله ده چې د سولې خبرو په راتلونکې پړاو کې له امريکا سره يوې موافقې ته ورسيږي.
د انتخاباتو خپلواک کمېسیون په ۳۳ ولایتونو کې د رأیې ورکوونکو د تقویتي نوملیکنې او په غزني کې یې بیا د عمومي...
د امريکا متحدو ايالتونو ترکيې ته د جولاى تر ٣١مې مهلت ورکړ چې له روسيې د ميزايل د دفاعي سېستم پر رانيولو له سره غور وکړي.
واشنګټن وايي، که انقره د روسيې دغه دفاعي سېستم وپيري، د امريکا په مشرۍ د F-35 ډوله جنګي جټ الوتکو په پروژه کې به د خپل ګډون فرعي قرارداد له لاسه ورکړي.
د پيرېدلو او ساتنې په چارو کې د امريکا د دفاع وزارت مرستيالې ايلين لورد نن خبريالانو ته وويل:
"که ترکيه له روسيې د ميزايلو د دفاعي سېستم د رانيولو موافقه فسخه نه کړي، امريکا به هغه ترکي پيلوټان اخراج کړي چې د F-35 ډوله جنګي الوتکو د کارونې په اړه په امريکا کې روزل کېږي.
د ايران د بهرنيو چارو وزارت د ايران پر يوه صنعتي شرکت د امريکا د متحدو ايالتونو پر بنديزونو انتقاد وکړ.
د ايران د بهرنيو چارو وزارت وياند عباس موسوي نن وويل:
"يوه اوونۍ کافي وه چې له ايران سره د امريکا د ولسمشر د مذاکرو ادعا پوچه ثابته کړي."
د واشنګټن له خوا د فارس خليج د پتروشيمي صنعت پر شرکت بنديزونه د هغو اقداماتو لړۍ ده چې هدف يې پر تهران فشار راوستل دي، څو د خپلو اټمي او باليستيک توغنديو پروګرامونو د محدودولو لپاره پر موافقه مذاکره وکړي.
دغه بنديزونه چې پرون اعلان شول، د ايران د پتروشيمي... Читать дальше...
د افغانستان په ګرمو سیمو کې په داسې حال کې د کوکنارو نېښ وهل پای ته رسېدلي چې د دې ولایتونو د محلي...
د خېبر پښتونخوا د سوات ملاکنډ ډويژن موټروې په عارضي توګه پرانستل شوې چې روزانه په زرګونه ګاډي پرې تګ راتګ کوي. په دې اړه د نیاز احمد خان ویډیويي رپورټ وګورئ.
د غور د ولايتي شورا يو غړى وايي، د وسله والو طالبانو په حمله کې ١٥ کسان وژل شوي دي.
د والي وياند عبدالحى خطيبي که څه هم پېښه تأييدوي، خو وايي چې په دې اړه نور جزيات نه لري.
د غور د ولايتي شورا غړى حميد الله متحد وايي، دغه ١٥ کسان تېره شپه په دولتيار ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو په ډله ييزه حمله کې وژل شوي دي.
د ده په خبره، په وژل شويو کې ولسي پاڅونوال او ملکيان شامل دي.
د والي وياند وايي، تر دې پېښې وروسته سيمې ته اضافي دولتي ځواکونه لېږل شوي دي.
دوه ورځې مخکې د ٢٠٧ ظفر قول اردو د درېيم... Читать дальше...
د زابل ولايت چارواکي وايي، د دغه ولايت په ناامنو سيمو کې د وسله والو پرضد پوځي عمليات پيلوي.
د والي وياند وايي، په دې هدف تر اختر مخکې دغه ولايت ته د کورنیو چارو وزارت د پوليسو ٢٠٠ کسيزه قطعه رسېدلې ده.
ګل اسلام سيال نن ازادي راډيو ته وويل، د عملياتو ډېر تمرکز به ناامنې سيمې وي.
ده وویل:
"د دې لپاره چې پراخ عمليات وشي، دا قطعه راورسېده، په وروستيو کې کوم ګواښونه او راپورونه شته چې ګوندې دغو سيمو ته طالبان راځي او پر افغان ځواکونو او پوستو حملې پلانوي، هلته به عمليات وشي چې وضعيت عادي شي."... Читать дальше...
د افغانستان ۴۴ سلنه وګړي د خوړو له نه خوندیتوب سره مخ دي.
د افغانستان د کرنې او مالدارۍ وزارت ویاند اکبر رستمي نن ازادي راډيو ته وویل چې له دې امله تر ډېره کلیوالې سېمې اغېزمنې دي.
ده وویل:
"که په ملي کچه ارزونه وکړو، په لومړي قدم کې کلیوالې سېمې د خوړو له نه خوندیتوب سره مخ دي، دوهمه کټګورۍ کې ښاریان او په درېیمه کې کوچیان شامل دي."
تېره ورځ د خوړو د خوندیتوب نړېواله ورځ وه او د افغانستان د کرنې وزارت هم وایي چي دا اوونۍ په دې برخه کې یو لړ پروګرامونه لري.
د افغانستان د کانونو او پټرولیم وزارت په دبۍ کې ۴۳ پروژۍ داوطلبۍ ته سپاري.
د دغه وزارت ویاند عبدالقدیر مطفي نن ازادي راډيو ته وویل چې په دغو پروژو کې ۷ ستر قراردادونه دي چې په هغه کې بېلابېلې برخې شاملې دي.
دی وایي:
"په دې کې مرمر، سمنټ، تالک شامل دي، مونږ دا پروژې داوطلبۍ ته سپارو، دا پروژې په میدان وردګ، پروان، هرات او کاپیسا کې دي."
نوموړي وویل، دوی به بهرني پانګوال وهڅوي، څو په افغانستان کې پانګونه وکړي.
له سندرغاړي راشد خان سره د هغه د ژوند او هنر په اړه خبرې کوو. هغه وايي، له خپل هنر سره، سره يې تعليم هم نه دی پرېښی. د ده په خبره، د موسيقۍ ګروپ له لارې غواړي چې زړې سندرې له نوي دور سره سم، وړاندې کړي.
د بنډار کوربه اسحاق خان دی.
د وسله والو مخالفینو له ولکې د ازادو شویو ولسوالیو يو شمېر اوسېدونکي له حکومته د امنیت د ټينګښت ترڅنګ...
دغه ښوونځي د هستوګنې ځایونو او ښوونځیو ته نږدې د امنیتي پوستو د ځای پرځای کېدو له امله رخصت ...
په اختر کې خلک خوشحاله وي او نوې جامې اغوندي، له خپلوانو کره ځي او پلرونه خپل اولادونه په غېږو کې نیسي، خو د
د مدني ټولنو نړیوالې اتحادیې پر پاکستاني چارواکو غږ کړی چې د بشري حقونو فعالې ګلالۍ اسماعیل پرضد دې خپله عدالتي پلټنه ختمه کړي.
د ارزګان ولایت د لوي محبس یو شمېر زندانیانو ازادي راډيو ته وویل چې کلونه کېږي چې دوسیه یې نه څېړل کېږي...
د سپریم کورټ د وکیلانو د اتحادې مشر امان الله کنراني ایډوکیټ د جون پر ۱۴مه په اسلام اباد کې د سپریم کورټ مخې ته د پرلت اعلان کړی دی.
د امریکا د کانګرس شاوخوا ۷۵ کسیزې ډلې د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر ته لیک استولی او د افغانستان د سولې په مذاکراتو کې یې د ښځو پر ګډون ټینګار کړی دی.
د پاکستان د اسلامي نظریاتي کونسل مشر ډاکټر قبله ایاز وايي ، دوي پتیلې ده چې په ملک کې د روژې او اختر پر سره د اختلاف له منځه وړلو لپاره غونډه او بحث وکړي.
د بلوچستان په سیلاني سیمه زیارت کې د جون پر اوومه دوو چاودنو لږ تر لږه پنځه تنه وژلي او دولس یې نور ټپي کړي دي.
د امریکا د کانګرس شااوخوا ۷۵ کسیزې ډلې د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر ته لیک استولی او د افغانستان د سولې په مذاکراتو ...
Спорт в России и мире
Москва
На лыжах — за любимой? Тайны воскресшего в Москве немецкого миллиардера
Все новости спорта сегодня
Новости тенниса
WTA
Полина Кудерметова проиграла Плишковой в первом круге турнира WTA в Руане
123ru.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно –
здесь и прочитать их тут же и –
сейчас в
России, в
Украине и в
мире по
темам в режиме 24/7
ежесекундно. А теперь ещё -
регионы,
Крым,
Москва и
Россия.
Экология в России и мире
Москва
АО «Транснефть – Дружба» подвело итоги деятельности в сфере экологической безопасности
Путин в России и мире
Москва
На окружном полуфинале конкурса «Это у нас семейное» Калмыкию представляют четыре семьи
Лукашенко в Беларуси и мире
123ru.net —
международная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Ru24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.
Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).
123ru.net — живые новости в прямом эфире!
В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.
Зеленский в Украине и мире
Навальный в России и мире
Москва
В Москве арестован на пять суток историк-публицист Сергеев за пост памяти Навального
Здоровье в России и мире
Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России
Татьяна Рязапова
Социальная работа на предприятии: современные тенденции и интересные кейсы
Москва
Жена шоумена Дмитрия Диброва призналась, что ей стало плохо на отдыхе в Индии
Друзья 123ru.net
Информационные партнёры 123ru.net
Спонсоры 123ru.net