افغان ولسمشر اشرف غني د پاکستان له صدراعظم عمران خان سره د افغانستان د سولې په پروسې خبرې کړي.
د جمعې په ورځ د جي شل هېوادونو دوه ورځنۍ سرمشریزه په جاپان کې پيلیږي.
او په اروپا کې تودوخه زیاته شوې.
دا خبرونه د شپې په ۸ بجو له پيشګام ټلویزیون وګورئ.
د پېښور تاجرانو او دوکاندارانو د جون پر۲۷مه د پېښور په چوک یادګار کې د صوبايي او وفاقي حکومت د نوو ټېکسونو او نوو پالیسیوو پر ضد احتجاجي لاریون وکړ.
په دې اړه د غلام غوث ویډیويي رپورټ وګورئ.
د کالاش فارسي ګله، چې هنري نوم یې اریانا دی، وايي، په سیمه کې یې د موسیقۍ لپاره اسانتیاوې نشته. نوموړې په ۲۰۱۷ز کال کې د پاکستان په کوک سټوډیو کې د ((پاریک)) په نوم کالاشۍ سندره ویلې وه. اریانا په اردو، پښتو، چترالۍ او کالاشۍ ژبو سندرې وايي. د پښتو سندره یې په ویډیو کې وګورئ.
امتياز حسين وايي، رباب او هارمونيم يې له استادانو ياد کړي او اوس د سيمې ځوانانو ته د دې الاتو غږول ورزده کوي.
په کابل کې د افغان امنیتي ځواکونو په ملاتړ یو ورځنی نندارتون جوړ شو.
پهدغه نندارتون کې ۱۵۰ عکسونه د هېواد له بېلابېلو برخو نندارې ته اېښودل شوي وو.
ویډیو: ذکریا صفري
جوړوونکی: شفیع کریمي
د ارګ په اعلامیه کې راغلي چې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي د دواړو هېوادونو ترمنځ د بېباورۍ فضا د لهمنځه وړلو لپاره پاکستان ته د ښاغلي غني دا سفر ګټور وباله.
د کاندیدانو شورا هم ویلي چې د دولت جوړونکي ټیم، ولایتونو ته د سفرونو په کولو او ګټې اخیستنې ته د تېرو کلونو نیمګړې پروژو سپارل، د ځان لپاره کمپاین دی.
د کابل ښار په ډېرو کمو سیمو کې ښايي «ټابېلټ کا» چې نشه راوړنکي تابلېټ دي، پيدا نه شي.
استفاده کوونکي يې وايي، په یوه ټیلیفون کولو سره کېدای شي پلورونکي دا ټابلېټ د کور تر مخه درته راوړي، نور جزئیات د تمیم اخګر په دې ویډيويي راپور کې.
ویډيو: شفیع کریمي او ذکریا صفري
د افغانستان جمهور رئیس محمد اشرف غني د افغان سولې د پروسې په اړه نن پنجشنبه د پاکستان له صدراعظم عمران خان سره ولیدل.
ولسمشر غني نن اسلام اباد ته تللی ورسېد.
د دې سفر په نتيجه کې د افغان سولې او د دواړو هېوادونو د اړیکو د ښه کېدو تمې کیږي.
افغان ولسمشر د پاکستان له صدراعظم عمران خان سره یو په یو لیدلي او د افغان سولې د پروسې په اړه یې بحث ورسره کړی.
غني له عمران خان سره تر لیدلو مخکې د پاکستان د بهرنیو چارو له وزیر شاه محمود قریشي سره هم ولیدل.
پاکستان ویلي چې د افغانستان د ثبات لپاره خپله... Читать дальше...
د تونس په پلازمېنه کې بمي چاودنې لږ تر لږه دوه پولیس افسران ووژل.
د رسنیو راپور وايي، دا یو ځانمرګی برید و چې د پولیسو موټر یې په نښه کړ.
په تونس کې پهدې وروستیو کلونو کې د سخت دريځو حملې زياتې شوي او د ډېریو مسؤلیت اسلامي دولت نومې سخت دريځې ډلې يا داعش منلی دی.
د ۲۰۱۵ میلادي کال په مارچ مياشت کې په تونس کې پر باردو موزیم په حمله کې سخت دريځو د سیلانيانو او پولیسو په ګډون ۲۱ کسان ووژل.
د کندهار په خاکرېز ولسوالۍ کې د امنیتي ځواکونو او وسلهوالو طالبانو ترمنځ په جګړه کې ۴ پولیس او ۱۵ وسلهوال طالبان وژل شوي.
د کندهار د خاکرېز امنیه قوماندان نظر علي ازادي راډیو ته وویل چې وسلهوالو طالبانو تېره شپه د خاکرېز ولسوالۍ په ډب خاکرېز سیمه کې پر امنیتي پوستو برید وکړ.
د نظر علي په وینا پهدغه جګړه کې چې تر سهارهيې دوام وکړ، څلور پولیس او ۱۵ وسلهوال طالبان وژل شوي، دوه پولیس او د ۲ قوماندانانو په ګډن ۸ وسلهوال طالبان ټپیان شوي دي.
وسلهوالو طالبانو پهدغه جګړه کې د ۱۴ پولیسو د وژل... Читать дальше...
د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ وايي، په افغانستان کې د غوڅ ملاتړ ماموریت د ناټو د لومړیتوبونو په سر کې دی.
هغه زیاته کړه چې ناټو په افغانستان کې د امنیت ټینګښت ته ژمن دی او د امریکا په مشرۍ د دغه هېواد د سولې د ټینګښت له هڅو په کلکه ملاتړ کوي.
سټولټنبرګ وویل چې د سولې د تأمین لپاره بې ساری فُرصت رامنځته شوی دی: "موږ د ښاغلي خلیلزاد د هڅو کلک ملاتړ کوو او موږ به په افغانستان کې د یوه سوله يېز او د مذاکراتو په نتيجه کې رامنځته شوي حل په خاطر خپل روزنیز او مالي ملاتړ ته دوام ورکړو."
د ناټو دفاع... Читать дальше...
د ملي امنیت عمومي ریاست ځانګړو ځواکونو د عملیاتو پر مهال دوه کسان نیولي چې غوښتل يې نظامي وسلې انتقال کړي.
د ملي امنیت ریاست څخه په خپره شوې اعلاميه کې دا کسان د محب الله او نصیب شاه په نوم پېژندل شوي.
دوی اعتراف کړی چې غوښتل يې د طالبانو یو شمېر وسلې د پېښور له رینګ روډ سیمې څخه په یوه بار وړونکي موټر کې کابل ته انتقال کړي او وروسته یې په بغلان او یو شمېر نورو ولایتونو کې د تروريستي فعالیتونو او عامه نظم د اخلال لپاره وکاروي.
ملي امنیت ته په لاس ورغلو وسلو او مهماتو کې درې میله راکټونه، ۱۹... Читать дальше...
د خوست د ولایتي شورا او مدني ټولنو غړي غوښتنه کوي، چې په یاد ولایت کې دې د دولتي ځمکو د غصب مخه ونیول شي او په اوږدمهالو قراردادونو دې هم نه ورکول کیږي.
د تیر کال په مې مياشت کې د يوه ډالر نرخ ۱۲۲ روپۍ وو چې نن يو سل درې شپيته روپۍ پنځوس پيسو ته رسېدلی دی.
د کاپیسا ولایت پولیس په تروريستي فعالیتونو کې د لاس درلودو په تور د یوه پاکستاني د نیول کېدو خبر ورکوي.
د کاپيسا د پولیسو وياند عبدالشایق شورش نن د پنجشنبې په ورځ ازادي راډيو ته وويل چې تېره شپه د کاپيسا ولایت د تګاب ولسوالۍ په جنګلي سیمه کې دا پاکستانی تبعه له امنیتي ځواکونو سره په مخامخ جګړه کې نیول شوی دی.
ښاغلي شورش زیاته کړه چې له پلټنو وروسته يې له دغه کس څخه پاکستاني اسناد تر لاسه کړي دي.
د ده په وینا دې کس په افغانستان کې په تروریستي فعالیتونو کې لاس درلود.
د غزني والي وحیدالله کلیمزي د پنجشنبې په ورځ «۱۳۹۸ کال د چنګاښ ۰۶» پهدې اړه ازادي راډیو ته وویل چې تر راتګ مخکې یې په غزني کې اداري فساد زیات وو، خو اوس کم شوی دی.
د افغانستان دفاع وزارت وايي د تهاجمي عملیاتو په نتیجه کې د غزني دهیک او خواجه عمري ولسوالۍ او همدا شان د فاریاب بلچراغ ولسوالۍ د افغان ځواکونو لاس ته لوېدلې دي.
د غزني د بایسکل ځغلونې لوبډله نن د پنجشنبې په ورځ د سولې له پیغام سره کابل ته راورسېده.
د بدني روزنې د ریاست ویاند عارف پیمان نن ازادي راډيو ته وویل چې دغو لوبغاړو د بدني روزنې عمومي ریاست او د المپیک ملي کمېټې لهخوا د ښه راغلاست غونډه نیول شوې وه.
پهدې اړه په جوړه شوې غونډه کې د بدني روزنې عمومي ریاست رئیس ډاکتر حفیظالله ولي رحیمي د سولې په برخه کې د ورزش رول د پام وړ یاد کړ او د دغو لوبغاړو احساسیې د قدر وړ وګاڼه.
ټاکل شوې چې د بایسکل ځغلونې دغه لوبډله له کابل وروسته د هېواد شمالي ولایتونو ته ولاړه شي.
د افغانستان د کرکټ بورډ له لوري د ۲۰ ولایتونو ترمنځ د درېيمې درجې کرکټ ۵۰ اوریزو سیالیو په لړ کې نن د پنجشنبې په ورځ بغلان او سمنګان لوبډلې سره مخامخ شوې.
د سمنګان لوبډلې په ٤٢ اورونو کې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره ١٧٣ منډې وکړې.
د سمنګان د ١٧٤ منډو هدف بغلان لوبډلې په ٣٩ اورونو او د ١ وېکټې په سوځېدو سره ترلاسه کړ.
پهدغه لوبه کې بغلان په ٩ وېکټو بريا ترلاسه کړه او رحمتالله د لوبې غوره لوبغاړى ونومول شو چې ناسوځېدلی یې ٨٣ منډې کړې وې.
د ولایتونو ترمنځ د لوبو د پیلېدو هدف د کرکټ د لوبې وده او پرمختګ ښودل شوی دی.
سټولټنبرګ په بروکسل کې ازادي راډیو ته پرون د چهارشنبې په ورځ د خبرو پر مهال طالبان مخاطب کړل او ویېویل چې جګړه نهشي ګټلی.
په ارزګان ولایت کې نن د پنجشنبې په ورځ ۲۱۰ کسانو ته د فني او حرفوي زده کړو مرکز پرانېستل شو.
پهدغه ولایت کې د کار او ټولنیزو چارو رئیس فضل الرحیم حقبین د یاد مرکز د پرانېستي پر مهال وویل چې پهدې مرکز کې د خیاطۍ، قالین اوبدولو، موبایل ترمیم او موټر ترمیم په ګډون اووه حرفې شته.
له دې سره هیلې زیاتې شوي چې پهدې ولایت کې به ډېرو خلکو ته کاري زمینه برابره شي.
د افغانستان د سولې لپاره د امريکا ځانګړي استازي زلمي خليلزاد نن د پنجشنبې په ورځ په دوشنبه کې د تاجکستان له ولسمشر امام علي رحمان سره ولیدل.
د تاجکستان د جمهوري ریاست مطبوعاتي دفتر وايي چې امام علي رحمان ښاغلي خلیلزاد ته ويلي چې په ګډو هڅو کولای شو د ثبات، سولې او پرمختګ د تأمین لپاره له افغانستان سره مرسته کوو.
پهدې کتنه کې د اوسني حالت او د تاجکستان او امریکا د همکارۍ پر لرلید هم خبرې وشوې.
د تاجکستان د جمهوري ریاست دفتر زیاتوي چې خلیلزاد په افغانستان او سیمه کې د سولې او ثبات په تأمینولو کې د تاجکستان رول او برخه وستايله. Читать дальше...
د پکتیا ولایت د سوداګرۍ او صنایعو خونه وایي، لاهم پهدغه ولایت د صنعتي پارکونو ستونزه نهده حل شوې.
د دغه ولایت د سوداګرۍ او صنایعو خونې مشر نصیر احمد عالمیار نن د پنجشنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل چې شاوخوا ۱۲۰ بېلابېلې تولیدي فابریکې د استوګن ځایونو په منځ کې فعالیت کوي چې خلکو ته یې ستونزې یې جوړې کړې دي: "د پکتیا ولایت د شمال ختیځ په لوري دغه صنعتي پارکونه دي چې ۱۰۰۰ جریبه ځمکه لري، خو وېش یې لاهم نهدی عملی شوی، یوازې پر کاغذ لیکل شوي او بس له بدهمرغه سږکال هم ورته د سوداګرۍ او صنعت وزارت... Читать дальше...
د راډیويي مجلې دا ګڼه مو یو ځل بیا په یو شمېر هنري او فرهنګي مسایلو راښکلې کړې ده:
Спорт в России и мире
Все новости спорта сегодня
Новости тенниса
123ru.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно –
здесь и прочитать их тут же и –
сейчас в
России, в
Украине и в
мире по
темам в режиме 24/7
ежесекундно. А теперь ещё -
регионы,
Крым,
Москва и
Россия.
Экология в России и мире
Путин в России и мире
Лукашенко в Беларуси и мире
123ru.net —
международная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.
Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).
123ru.net — живые новости в прямом эфире!
В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.
Здоровье в России и мире
Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России
Друзья 123ru.net
Информационные партнёры 123ru.net
Спонсоры 123ru.net