تونس کې بمي چاودنې لږ تر لږه دوه پولیس افسران ووژل
د رسنیو راپور وايي، دا یو ځانمرګی برید و چې د پولیسو موټر یې په نښه کړ.
په تونس کې پهدې وروستیو کلونو کې د سخت دريځو حملې زياتې شوي او د ډېریو مسؤلیت اسلامي دولت نومې سخت دريځې ډلې يا داعش منلی دی.
د ۲۰۱۵ میلادي کال په مارچ مياشت کې په تونس کې پر باردو موزیم په حمله کې سخت دريځو د سیلانيانو او پولیسو په ګډون ۲۱ کسان ووژل.
