Мы в Telegram
Добавить новость
123ru.net
World News in Pashto
Июнь
2019

Новости за 18.06.2019

ازادي سټوډیو – د نړۍ مهم خبرونه

Pa.azadiradio.com 

د ایران او امریکا ترمنځ کړکیچ ته چین ژوره اندیښنه ښکاره کړې ده. د دې ترڅنګ به په دې خبرې ټولګه کې له امریکا د غیرقانوني کډوالو له ایستلو خبر شئ، په چین کې زلزله شوې او په فرانسه کې د ملکي او نظامي الوتکو ننداره درښکاروو. ازادي سټوډیو د شپې په ۸ بجو له پيشګام ټلویزیون وګورئ.

د کندهار په تخته پل ولسوالۍ کې يو کس د خپلې کورنۍ درې غړي وژلي

Pa.azadiradio.com 

د کندهار په تخته پل ولسوالۍ کې يو کس نن سهار د خپلې کورنۍ درې غړي وژلي. پېښه د تخته پل ولسوالۍ د ښکته ميل په سیمه کې شوې. د کندهار د والي ویاند عزيز احمد عزيزي وایي چې يوه ځوان نن سهار د نامعلومو دلايلو له مخې خپل دوه وروڼه او مېره وژلي او وروسته له سیمې تښتېدلی دی. د نوموړي په خبره، د قاتل د نیولو په هدف امنیتي بنسټونو هڅې پیل کړي دي. يوې باوري سرچينې ویلي چې دغه پېښه د کورني جنجال له امله رامنځته شوې ده.



د نورستان ځينو کلیو د وسله والو ډلو د نه پرېښودو پرېکړه وکړې

Pa.azadiradio.com 

دلوېدیځ نورستان د نورګرام ولسوالۍ اړوند د تیتین، ملیل او مشفې درو اوسېدونکو پرېکړه کړې چې په خپله سیمه کې به د دولت وسله والې مخالفې ډلې نه پرېږدي. ځایي قومي مشران وايي، دوی به په خپله سیمه کې د بیارغونې او ابادۍ د چارو ساتنه هم کوي. په نورګرام ولسوالۍ کې د ۲۰۱ قل اردو د لومړۍ پلې لوا د لومړي کنډک قوماندان جاوید افغانیار د سي شنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې د تیتین اوسېدونکي نور له وسله والو ډلو په تنګ شوي نو ځکه يې دغه اقدام کړی دی افغانیا وړاندې وویل، د تیتین درې خلک چې اوس د دښمن په مقابل... Читать дальше...

د انګلنډ او افغانستان د کرکټ د سیالۍ په اړه د افغان مینه‌والو نظرونه

Pa.azadiradio.com 

په مانچسټر ښار کې د انګلنډ او افغانستان ترمنځ د کرکټ د روانې سیالۍ په اړه د افغان مینه‌والو نظرونه دوی هیله لري چې افغانستان بریا ترلاسه کړي. د ازادي راډیو خبریال واصل وصال د مانچسټر ښار دغه لوبغالي ته تللی او د افغانانو نظرونه‌يې راخیستي دي. اېډېټ: لېمه هادي

بلوچستان کې د زړه او شکرې زیاتېدونکې ناروغۍ

Mashaalradio.com 

په بلوچستان کې روغتیاپوهان وايي چې په صوبه کې په دا ورستیو کي د زړه او شکرې ناروغي زیاته شوې ده خو د دوی په وینا که پر وخت یې تشخیص وسي نو علاج یې شونی دی. له کوټې د مشال رادیو خبریال ایوب ترین ویډيو

خوست: له جنګ ځپلیو کورنیو سره مرسته وشوه

Mashaalradio.com 

د سې شنبې په ورځ په خوست کې د کمک په نوم یوې نادولتي موسسې د ملکي وګړو له هغو کورنیو سره د خوراکي او غیر خوراکي توکو مرسته وکړه، چې په جګړو، بمي چاودنو او نورو پېښو کې يې د کورنۍ غړي وژل شوي، ټپیان دي او یا يې د کورنیو عایداتي سرچینې د لاسه ورکړي دي.



کوټه کې دوه ورځنۍ ادبي مېله

Mashaalradio.com 

د بلوچستان په مرکزکوټه کې دوه ورځنۍ ادبي میله په دوشنبه پیل سوه چې د هېواد له بېلا بېلو برخو څخه شاعران، ادیبان او لیکوالان ګډون لري. نور حال له کوټې څخه د مشال راډیو خبریال ایوب ترین په ویډیو راپور کې.

ولسمشر غني په مانچستر کې د افغان کرکټ لوبډلې سیالۍ ګوري

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله نن د انګلستان په مانچستر ښار کې د انګلستان د کرکټ له لوبډلې سره سیالي لري. د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې غړو په مانچستر کې د ازادي راډیو خبریال ته ویلي چې د نننۍ سیالي لپاره ښه ځانونه تیار کړي دي.  د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني چې د بریتانیې د حکومت په بلنه هغه هېواد ته تللی، نن په مانچستر کې د افغانانو د لوبې سیل ته ناست دی. د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله به د راتلونکې شنبې په ورځ د هند د کرکټ له لوبډلې او د دوشنبې په ورځ به له بنګله دېش سره مخامخ شي. د... Читать дальше...

د بغلان په چشمه شېر سیمه کې د تېلو دوه ټانکرونه سوځول شوي

Pa.azadiradio.com 

د بغلان په چشمه شېر سیمه کې د تېلو دوه ټانکرونه نن د جون په اتلسمه، سوځول شوي دي. د بغلان د امنیه قوماندانۍ د امنیت امر، نقیب الله یوسفي د ازادي راډیو خبریال ته وویل چې پردې ټانکرونو له لېرې ډزې شوې وې. په پېښه کې چا ته د سر زیان نه دی په کې رسېدلی. یوسفي وویل چې دا کار د وطن دښمنانو کړی او د کومې ځانګړې مخالفې ډلې نوم یې نه‌دی اخېستی. چشمه شېر د کابل او بلخ پر لویه لاره پرته سیمه ده. د ازادي راډیو خبریال وايي چې د دې سیمې ځينې برخې د وسله‌والو طالبانو په لاس کې دي او د تېلو پر موټرو وخت نا وخت داسې حملې او غلاوې کېږي. Читать дальше...

له جرمني څخه ۱۱ افغان پناه غوښتونکي کابل ته ورسېدل

Pa.azadiradio.com 

له جرمني څخه یوولس افغانان چې د پناه غوښتنې عریضې یې رد شوې وې، نن سهار کابل ته ورسېدل. دا کسان د جرمني حکومت افغانستان ته ستانه کړي دي. د جرمني د خبري اژانس «ډي، پي، ای» په حواله، دا د افغانانو ۲۵مه ډله ده چې د ۲۰۱۶ میلادي کال له ډسمبر راهیسې افغانستان ته استول شوي دي. د جرمني د خبري اژانس په حواله، له هغه راهیسې ۶۰۰ افغان نارینه چې د پناه غوښتنې عریضې یې رد شوې وې، د جرمني حکومت افغانستان ته ستانه کړي دي. په جرمني کې د افغانستان د یو شمېر پناه غوښتونکو د ردېدو په اړه جدي بحثونه کېږي. ... Читать дальше...

د مصر پخوانی ولسمشر د قاهرې په لویدیځ کې خاورو ته وسپارل شو

Pa.azadiradio.com 

د مصر پخوانی ولسمشر، محمد مُرسي نن د جون په اتلسمه، د قاهرې ښار په لویدیځ کې د نصر سیټي په نوم سیمه کې خاورو ته وسپارل شو. د مُرسي د جنازې لمونځ د قاهرې د تورا زندان په جومات کې وشو چې د کورنۍ یو شمېر غړي یې هم حاضر وو. د هغه زوی احمد نن پر فېسبوک ولیکل چې د مصر امنیتي ادارو اجازه ورنه کړه چې د مُرسي مړی د هغه په پلرنۍ هدیره کې چې د مصر په شرقیه سیمه کې ده، خاورو ته وسپارل شي. د بشري حقونو یوې نړیوالې مدافع ادارې، امنسټي انټرنشنل د مصر پر حکومت غږ کړی چې د محمد مُرسي د مړیني د علت په اړه بې پرې او شفافې څېړنې وکړي. Читать дальше...

په هلمند کې ۲۰۶ کسان له مسلکي زده کړو فارغ شول

Pa.azadiradio.com 

د هلمند ولایت د غونډو په تالار کې ۲۰۶ کسانو ته چې نجونې او هلکان دي، له مسلکي زده کړو د فراغت لیکونه، اسباب او وسایل ورکړل شول. دا زده کړې په هلمند کې د هغو کسانو لپاره دي چې له غیر قانوني کارونو او مهاجرتونو لاس اخلي. په هلمند کي د مرسي کورپ موسسې اړوند د حرفوي او مسلکي زده کړو د پروګرام مسؤل مجاهدالله احساس وویل، غواړي چې دغه پروګرام یو شمېر ولسوالیو ته هم وغځوي او د هغو ځوانانو لپاره د کار او مسلک زمینه برابره کړي چې په پیسو پسي پر قاچاقي او خطرناکو لارو اروپايې هېوادونو ته ځي. مرسي کورپ... Читать дальше...

چارواکي: سږکال به کندهار کې د انارو حاصلات زیات وي

Pa.azadiradio.com 

د کندهار ولایت د کرنې ریاست وایي، اټکل کېږي چې سږکال به په‌دغه ولایت کې د انارو حاصلات د تېرکال په پرتله زیات وي. د دغه ولایت د کرنې ریاست مشر سید حفیظ الله سیدي نن د سې شنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل چې د وروستیو ورښتونو له امله به دغه کچه لوړه شي:"د مشاهدې او زموږ د اټکل له مخې سږکال به د انارو حاصلات ۱۸۰ زره ټنه پورې وي." ښاغلی سیدي وایي، که څه هم تېرکال په‌دغه ولایت کې وچکالي زیاته وه، خو له ارغستان او یو شمېر نورو ولسوالیو څخه د انارو حاصلات تر۱۲۰ زره ټنو پورې راټول شوي وو. د ښاغلي سیدي... Читать дальше...

چارواکي: د قره‌قل د پوستکي د پروسس برخه کې یوه فابریکه کار کوي

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د قره قل د پوستکې اداره وایي، اوس‌مهال د ټول هېواد په کچه د دغه پروسس په برخه کې یوازې یوه فابریکه کار کوي او نورې فابریکې سقوط شوي دي. د دغې ادارې مشر محمد عارف نن د سې شنبې په ورځ ازادي راډيو سره په خبرو کې اندېښنه وښوده چې د قره قل د پوستکي د کموالي له امله د دغه فابریکو کار په ټپه ولاړ دی:"سږکال ښایي یوازې اویا زره جلده د قره‌قل پوستکي تولیدات ولرو، لامل یې هم دا دی چې غوښه ګرانه شوې او مالداران خپل مالونه نه ذبح کوي، نو زموږ په کاروبار یې سیورۍ غوړولی دی." د ښاغلي عارف په خبره،... Читать дальше...


Музыкальные новости
Владимир Высоцкий

Что Золотухин рассказывал про некрасивые тайны Таганки и почему Высоцкий его не простил





Персональные новости
#123ru.net

Тема дня: «Известия»: число работающих граждан в РФ вырастет на 1,4 млн за три года





په چينايانو واده شويو پاکستانيو ښځو څه تېر شوي؟

Mashaalradio.com 

په لسګونه پاکستانۍ نجونه چينايي سړيو ته واده کړل شوې خو اوس مالومه شوې چې هغه په چين کې جنسي کاروبار ته ورټېل وهل شوې دي. پاکستاني چارواکيو د ښځو د قاچاق په تور يوشمېر پاکستانيان او چينايان نيولي دي.

پر کوټه - ږوب سړک بیا بیا کېدونکې خونړۍ پېښې

Mashaalradio.com 

د کوټې - ږوب پر لویه لار بیا بیا د خونړیو پېښو پړه پر چا؟ د ټرافیکو نښو نشتوالی، کاږه واږه کنډکپر سړکونه او که د ډرایورانو بې پامي؟ د ډیوه راډيو خبریال حفیظ شېراڼي یې ویډيو راپور کښلی.

امریکا: خلیج کې پر ناروېژۍ او یوه جاپانۍ کښتۍ حملې ایران کړي

Pa.azadiradio.com 

د امریکا متحد ایالاتو یو ځل بیا تور لګولی چې د عمان په خلیج کې پر یوه ناروېژۍ او یوه جاپانۍ کښتۍ حملې ایران کړې دي. په‌دې ترڅ کې د امریکا پوځ پرون- دوشنبې هغه تازه تصاویر خپاره کړل چې د ایران له‌خوا پر دوو ټانکر کښتیو د برید ادعا تأییدوي. ډېری دا تصویرونه د امریکا د سمندري ځواک د یوه هلیکوپټر له‌خوا اخېستل شوي او ظاهراً ایراني پوځیان له یوې جاپانۍ کښتۍ څخه د یوه ناچاودي ماین د ایستلو په حال کې ښيې. ایران په‌دې حمله کې لاس لرل رد کړي دي. همدا راز پنټاګون پرون اعلان وکړ چې پر دې کښتیو د حملې... Читать дальше...

ایران د امریکا د سایبري جاسوسۍ د یوې شبکې د کشف ادعا کوي

Pa.azadiradio.com 

ایران ادعا کوي چې د امریکا د سایبري یا انټرنټي جاسوسۍ یوه شبکه کشف کړې او په نتیجه کې یې په څو هېوادونو کې یو شمېر جاسوسان هم نیول شوي دي. ایراني چارواکي وايي، دا شبکه د امریکا د استخباراتو مرکزي ادارې «CIA» چلوله. دا تور پرون د دوشنبې په ورځ د ایران یو جګ‌پوړي امنیتي چارواکي ولګاوه او دا په‌داسې حال کې ده چې د واشنګټن او ایران اړیکې د پخوا په پرتله زیات ترینګلې شوي. «IRIB» دولتي چینل پرون د جون په ۱۷مه د ایران د ملي امنیت د عالي شورا د منشي علي شمخاني له قوله لیکي چې نوموړي ویلي، د ایران استخباراتي... Читать дальше...

Спорт в России и мире
Москва

РОСГВАРДИЯ ОБЕСПЕЧИЛА ПРАВОПОРЯДОК ВО ВРЕМЯ ФУТБОЛЬНОГО МАТЧА «ЦСКА» - «СПАРТАК» В МОСКВЕ


Загрузка...

Все новости спорта сегодня


Новости тенниса
Елена Рыбакина

«Был риск завершить борьбу еще в первом матче». В России оценили победу Рыбакиной в Штутгарте


Загрузка...


123ru.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.


Загрузка...

Загрузка...

Экология в России и мире
Москва

Опыт проведения Всероссийской акции «Вода России» представлен на межведомственном заседании в Ташкенте





Путин в России и мире
Москва

Эксперт: корректировка порогов крупного и особо крупного ущерба по экономическим статьям оправдана и своевременна


Лукашенко в Беларуси и мире
Минск

Лукашенко рассказал о планах расширения НАТО




123ru.netмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Ru24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

123ru.net — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.





Зеленский в Украине и мире
Киев

Захарова: встречи по продвижению "формулы Зеленского" дают Киеву чувство вседозволенности


Навальный в России и мире


Здоровье в России и мире


Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России






Загрузка...

Загрузка...



Александр Розенбаум

«Это не бомжовые заведения»: 72-летний Александр Розенбаум зарабатывает миллионы на пивном бизнесе



Москва

Наркокурьера задержали на востоке Москвы. Видео

Друзья 123ru.net


Информационные партнёры 123ru.net



Спонсоры 123ru.net