چارواکي: د قرهقل د پوستکي د پروسس برخه کې یوه فابریکه کار کوي
د دغې ادارې مشر محمد عارف نن د سې شنبې په ورځ ازادي راډيو سره په خبرو کې اندېښنه وښوده چې د قره قل د پوستکي د کموالي له امله د دغه فابریکو کار په ټپه ولاړ دی:"سږکال ښایي یوازې اویا زره جلده د قرهقل پوستکي تولیدات ولرو، لامل یې هم دا دی چې غوښه ګرانه شوې او مالداران خپل مالونه نه ذبح کوي، نو زموږ په کاروبار یې سیورۍ غوړولی دی."
د ښاغلي عارف په خبره، تېرکال له ټول هېواده شاوخوا دوه سوه زره جلده د قره قل پوستکي راټول شوي وو.
