شاه محمود قرېشي د افغان پلاوي سره پر سولې خبرې کړې
د پاکستان بهرنيوو چارو وزير شاه محمود قرېشي د جون په لسمه په اسلام اباد کې د افغانستان د بهرنيوو چارو مرستيال وزير ادريس زمان سره ملاقات کې د سيمې پر امنيت او ثبات خبرې کړې دي.
د پاکستان بهرنيوو چارو وزير شاه محمود قرېشي د جون په لسمه په اسلام اباد کې د افغانستان د بهرنيوو چارو مرستيال وزير ادريس زمان سره ملاقات کې د سيمې پر امنيت او ثبات خبرې کړې دي.
په داسې حال کې چې څلور ورځې وروسته، د پاکستان سپريم جوډيشنل کونسل د جسټس فايز عيسی خلاف داير شوي ريفرنسونو مقدمه اوري، حکمران ګوند تحريک انصاف يو مشر، اسد عمر ويلي عدليه ازاده ده او مقدمې د کوم سازش له مخې نه کېږي.
د کندهار ۳۸۶ کېلومتره سيمه لاهم د ځمکنيو ماينونو تر خطر لاندې ده. د مسؤلینو په خبره هره ورځ د ځمکې لاندې لسګونه ناچاوده توکي او ماينونه شنډوي، خو بيا هم ماشومان، ښځې او لويان د ماينونو قرباني کېږي. وېډيو : صادق رښتینی اېډېټ: لېمه هادي
یو امريکايي چارواکی وايي: داعش تروریستي ډله د افغانستان لویديځ تهديدوي. په هانګ کانګ کې د یوه ناندريز قانون پر سر د سلګونو اعتراض کوونکو او پولیسو تر منځ نښتې وشوې.
په جوزجان کې سیمه ییز چارواکي وايي، یوه ځوانه ښځه د شبرغان ښار په یوه سیمه کې زندۍ شوې ده. د جوزجان د والي ویاند فریدون انیق نن ازادي راډیو ته وویل، پېښه تېره شپه رامنځته شوې. انیق وايي، د مژده په نوم د دې شل کلنې او د نوې واده شوې ښځې د وژل کېدو د څرنګوالي په اړه څېړنې پیل شوې دي. درې ورځې مخکې د شبرغان په ښار کې یوه بله ۲۴ کلنه نجلۍ هم وژل شوې وه.
د سرپل چارواکي وايي، له وسله والو د دې ولایت د قشقري سیمې د بېرته نیولو لپاره عملیات پیل شوي دي. دا سیمه د تېلو بډایه سیمه ده. د سرپل والي عبدالقادر اشنا نن ازادي راډیو ته وویل، دا عملیات تېره شپه پیل شوي دي. ده وویل: "هغه سیمه چې اوس په کې عملیات روان دي، قشقري او داغاوي دي، وروسته له هغې په سوزمه کلا کې عملیات کېږي او په ترتیب ټولې له لاسه وتلې سیمې بېرته نیسو." د سرپل والي وویل، دوی غواړي چې ورته عملیات په بلخاب ولسوالۍ کې چې د حکومت له کنټروله وتلې ده، هم ترسره کړي. نوموړي همدارنګه... Читать дальше...
چارواکي وايي چې د خوست ولایت د صبریو ولسوالۍ په مربوطاتو کې د ملي امنیت د ځانګړو ځواکونو په ځمکنیو او هوايي عملیاتو کې د حقاني شبکې ۱۲ سرګروپان وژل شوي دي. نن د دوشنبې په ورځ ناوخته د خوست د ملي امنیت ریاست رسنیز دفتر ازادي راډيو ته وویل چې د وسله والو یادو قوماندانانو او سرګروپانو په خپلو کې ناسته درلوده چې د ځانګړو ځواکونو تر برید لاندې راغلل. سرچینه زیاتوي چې یادو وسله والو د خوست د اړوندو سیمو په ډېریو وسله والو بریدونو کې لاس درلود. بل لوري ته په همدې ورځ د افغانستان د ملي امنیت د عمومي... Читать дальше...
راپورونه وايي چې یولس تنه افغان پوله ساتي سرتېري تېره شپه د هرات په اسلام کلا او تورغنډۍ کې د طالبانو په بریدونو کې وژل شوي او یولس تنه نور ټپیان شوي دي. د هرات د سرحدي پولیسو یوه چارواکي چې نه یې غوښتل نوم یې یاد شي، ازادي راډیو ته وویل، دا پېښه وروسته له هغې وشوه چې وسله والو طالبانو په تورغونډۍ کې د سرحدي ځواکونو د څلورم او پنځم کنډک پر پوستو او په اسلام کلا کې د درېیم کنډک پر پوستو بریدونه وکړل. دا سرچینه وايي، په تورغونډۍ کې د دې بریدونو پر مهال شپږ سرتېري او یو بریدمل وژل شوي او لس نور ټپیان شوي دي. Читать дальше...
په فراه کې د یوه جومات ملا امام د خپلې کورنۍ د څلورو غړو په شمول ۱۱ تنه په ډزو وژلي دي. پېښه د خاک سفید ولسوالۍ د سرکاري کارېز سیمه کې شوې او چارواکي وايي چې د ملا محمد په نوم دې کس ۱۴ تنه نور ټپیان کړي هم دي. په وژل شویو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي. د فراه د والي ویاند فاروق بارکزي نن ازادي راډیو ته وویل، هڅه کوي چې بریدګر ملا ونیسي، خو د فراه د ولایتي شورا یوه غړي خیر محمد نورزی وايي، دا مهال ملا محمد له طالبانو سره بندي دی. د خاک سفید ولسوالي د فراه یوه نا امنه ولسوالي ده چې ډېرې سیمې یې د طالبانو تر کنټرول لاندې دي.
پاکستاني چارواکو د دې هېواد پخوانی ولسمشر اصف علي زرداري د اداري فساد په تور نیولی دی. په پاکستان د احتساب د ملي ادارې یوې ډلې د دوشنبې په ورځ زرداري له هغې وروسته په خپل کور کې ونیوه چې محکمې د پیسو د وینځلو په یوه قضیه کې د نوموړي د ضمانت غوښتنه رد کړه. د اسلام اباد سترې محکمې د پاکستان د پیپلز ګوند د دې مخکښ مشر زرداري او د ده د خور فریال تالپور د ضمانت غوښتنه رد کړه. راپورونه وايي، د تالپور د نیولو امر تر اوسه پورې نه دی شوی. د پاکستان د احتساب ملي ادارې زرداري او خور یې تالپور تورن کړي... Читать дальше...
افغان کرکټ بورډ وايي، یو شمېر ادارو، کمپنیو او شرکتونو ته يې بلنه ورکړې چې په شپږیزه کرکټ لیګ کې د دوو لوبډلو د امتیاز د اخیستلو لپاره د ۲۰۱۹ لمریز کال په شل اوریزو لوبو (شپږیزه لیګ) کې برخه واخلي. د کرکټ بورډ له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي دي چې دغه لوبډلې د کابل ایګلز او د بندامیر دراګنز دي. د شپږیزې شل اوریزه لیګ هر کال په افغانستان کې جوړېږي چې د زونونو شپږ ټیمونه په کې برخه اخلي. د راپورونو له مخې، د دغو سیالو ۴ نور ټیمونه مخکې له مخکې د امتیاز په بدل کې تجارتي شرکتونو ته ورکړل شوي دي.
د پاکستان احتساب قامي ادارې د دې هېواد پخوانۍ ولمسمشر اصف علي زرداري ونيولی او په پنډۍ کې یې خپل دفتر ته وړی دی.
یو شمېر امریکایي او افغان چارواکي دې ته اندېښنه لري چې د اسلامي دولت ډله یا داعش به چې په عراق او سوریه...
د لوبو له میدانه د دې اوونۍ په خپرونه کې اورئ چې د کرکټ د افغان لوبغاړي شهزاد محمدي او افغان کرکټ بورډ ترمنځ راپورته شوې موضوع په نړیوال جام سیالیو کې د افغان لوبډلې په راتلونکو لوبو څومره منفي تأثیرات لري؟
د کندهار پولیس وايي، د وسلهوالو طالبانو د ماین جوړونې په یوه کارخانه کې چاودنې د شپږو پاکستانیانو په ګډون ۱۰ تنه وسلهوال وژلي او دوه نور ژوبل شوي دي. د کندهار د پوليسو ویاند جمال ناصر بارکزي ازادي راډيو ته وویل، د ماين چاودنه د کندهار د سپين بولدک ولسوالۍ د ولي شاه مغازې په سرحدي سيمه کې نن سهار ۱۰ بجې شوې. د بارکزي په خبره، د وسلهوالو د ماين جوړولو ياده فابريکه ډیورند کرښې ته نږدې پرته وه. ښاغلي بارکزي زیاته کړه: "په وژل شویو کې شپږ پنجابي انجنیران دي چې دلته د ماین جوړونې لپاره راغلي وو."... Читать дальше...
د قزاقستان پولیسو په الماتا ښار کې چې د دې هېواد لوی ښار دی، ۳۰ تنه مظاهره چیان نیولي دي. دې اعتراض کوونکو غوښتل چې د ښار په مرکز کې د دې هېواد د ولسمشرۍ د انتخاباتو پر رسمي نتایجو اعتراض وکړي. نړیوالو څارونکو د دې هېواد د ولسمشرۍ د انتخاباتو نتایج له اساسي ازادیو څرګند سرغړاوی بللی دی. د اروپا د امنیت او همکارۍ د سازمان څارونکو نن وویل، د سوله ییزو اعتراض کوونکو د نیولو په شمول د خلکو اساسي حقونو ته ناپامي او د انتخاباتو په ورځ پراخې بې نظمۍ د ولسواکۍ معیارونو ته د درناوي د نشتوالي څرګندونه کوي. Читать дальше...
د افغانستان د ملي امنیت ریاست وايي، د خوست په صبریو ولسوالۍ کې یې د حقاني شبکې ۱۲ قوماندانان او سرګروپان په یو لړ عملیاتو کې وژلي دي.
په هرات کې سیمه ییز چارواکي وايي، د دې ولایت له مرکزي زندانه اته دېرش تنه طالبان خوشې شوي دي. دا کسان د اختر په مناسبت د ولسمشر اشرف غني د امر په بنسټ د خوشې شویو طالب زندانیانو په ډله کې شامل دي. د هرات د والي ویاند جیلاني فرهاد ازادي راډیو ته وویل، له زندانه خوشې شویو کسانو ژمنه کړې چې د خپلو سیمو د امنیت په تامین کې به له حکومت سره همکاري کوي. نوموړی وايي، ټاکلي هیئت د دې طالب زندانیانو دوسیې تر خوشې کېدو مخکې په هر اړخیزه توګه څېړلې دي. افغان ولسمشر د اختر په مناسبت د سلګونو طالب زندانیانو... Читать дальше...
د کورنیو چارو په وزارت کې د «شجاع ابدره» او «حامد» شرکت د خاوند حاجي رسا د قضیې ځنډېدل، د حقوقپوهانو او له فساد سره د مبارزې د بنسټونو له غبرګون سره مخ شوي دي.
د ۲۰۱۹ز کال کرېکټ نړيوال جام په سياليو کې نن (د جون پر ۱۰مه) ساوت افريقا او ويسټ انډيز ډلې سره مخامخې دي.
له نږدې يوې میاشتې وروسته لا هم د افغانستان د ولسي جرګې د مشر د ټاکلو پر سر راپورته شوې ناندرې پای ته نهدي رسېدلي.
د نړۍ له قدرتونو سره د ایران د ۲۰۱۵ کال اټمي تړون د خوندي کولو لپاره د هڅو په ترڅ کې د جرمني د بهرنیو چارو وزیر...
د پاکستان وزيراعظم پر ولس غږ کړی چې د جون تر ۳۰ مې دې خپلې ټولې اثاثې په ډاګه کړي.
په پام کې ده چې سبا په کندهار ولایت کې د کانفوتوا سیالۍ پیل شي. د دغه ولایت د ورزشي ادارې امر مدیر اغا ازادي راډیو ته وویل، دا یو رزمي ورزش دی او د دې لپاره پیلېږي چې ورزشکاران یې د کانفوتوا په سیالیو کې چې په پام کې ده په راتلونکې میاشت کې په کابل کې پیل شي، تیاریانې ونیسي. په دغو سیالیو کې د کندهار ولایت د مرکز او ولسوالیو ۱۲ ټیمونه یو تربله سیالۍ ترسره کوي.
د افغانستان دفاع وزارت په یوې خبرپاڼه کې ادعا کړې چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې یې د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې د عملیاتو په ترڅ کې لږ تر لږه ۴۱ وسلهوال وژلي دي. د دفاع وزارت څخه نن سهار په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي دا عملیات د افغان هوایي ځواکونو او قاطع مأموریت په ملاتړ د ارزګان، کندهار، پکتیا، میدان وردګ، غزني، فاریاب، کاپیسا، تخار، کندز او نیمروز ولایتونو کې شوي. دفاع وزارت د ارزګان ولایت د چهارچینو او مرکز اړوند سیمو کې د ۱۴ وسلهوالو د وژل کېدو ادعا کړې، همدارنګهیې ویلي چې د هلمند په... Читать дальше...
Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).
123ru.net — живые новости в прямом эфире!
В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.