د کندهار پولیس: د ماین جوړولو په فابریکه کې چاودنې ۱۰ وسلهوال وژلي
د کندهار د پوليسو ویاند جمال ناصر بارکزي ازادي راډيو ته وویل، د ماين چاودنه د کندهار د سپين بولدک ولسوالۍ د ولي شاه مغازې په سرحدي سيمه کې نن سهار ۱۰ بجې شوې.
د بارکزي په خبره، د وسلهوالو د ماين جوړولو ياده فابريکه ډیورند کرښې ته نږدې پرته وه.
ښاغلي بارکزي زیاته کړه: "په وژل شویو کې شپږ پنجابي انجنیران دي چې دلته د ماین جوړونې لپاره راغلي وو."
وسلهوالو طالبانو تر اوسه په دې اړه رسنیو ته څه نهدي ویلي.
تر دې مخکې د کندهار امنیتي چاوراکو ویلي وو چې تېره شپه په دې ولایت کې د افغان ځواکونو په عملياتو کې ۱۰ تنه وسلهوالو وژل شوي او ۶ نور ژوبل دي.
د ښاغلي بارکزي په وینا، پوځي عمليات ګډو ځواکونو د خاکرېز ولسوالۍ د شرغي دوراهي او د ارغستان ولسوالۍ د جهانګير مانده په سیمو کې ترسره کړي دي.
