کندهار کې د شاه ولي کرزي د کور د ساتونکو په ډیپو کې اور لګېدلی
په کندهار کې د پخواني ولسمشر حامد کرزي د ورور شاه ولي کرزي د کور د ساتونکو د پوستې په ډیپو کې اور لګېدلی دی.
په کندهار کې د پخواني ولسمشر حامد کرزي د ورور شاه ولي کرزي د کور د ساتونکو د پوستې په ډیپو کې اور لګېدلی دی.
د پېښور مالګې منډۍ د "ګوند کتيرې" شربت ډېر نوم لري. شربت جوړوونکی سني عثمان وايي، دا د صحت لپاره خورا ښه دی. دی وايي، په روژه کې د ګوند کتیرې شربت زیات خرڅېږي. خو دا شربت څنګه جوړېږي؟ ځواب یې په ویډیو کې.
د مشال مرکې پاڼه کې درته هرکلی وایو. دا اوونۍ د مشال مرکه له مفتي شهاب الدین پوپلزي سره شوېده.
په کندهار کې پوليسو د وسله والو د يوې ۷ کسيزې ډلې د نيولو خبر ورکړ. د کندهار د پوليسو ویاند جمال ناصر بارکزي نن وويل، دغه وسله وال په يوه اوونۍ کې په کندهار ښار او ولسواليو کې نيول شوي. دی وایي: "دغه ٧ کسيزه ډله په ښار او ولسواليو کې نيول شوې ده چې ترورېستان، جنګي طالبان او غلچکي بريدګر هم په کې شامل دي." بارکزی وايي، نیول شویو کسانو پر خپلو کړنو اعتراف هم کړی دی. چارواکي د مشکوکو کسانو د نيولو خبر په داسې حال کې ورکوي چې په کندهار کې غلچکي بريدونه زيات شوي دي. بل خوا په باميان کې چارواکو د ١٠ کړۍ ماينونو د نيولو خبر ورکړى دى. Читать дальше...
د افغانستان د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون د رسنیو کمېټه وايي، د رسنیو کارکوونکي او رسنۍ باید د انتخاباتو...
په سوات کې ګڼ خلک تر روژه ماتي وروسته بازار ته ځي او د اختر لپاره شیان اخلي. په دوی کې ماشومان هم شامل دي چې رنګارنګ شیان اخلي خو میندې او پلرونه یې وايي، ګراني خورا زیاته شوې. په دې ویډیو کې مو د سوات یوه بازار ته ورولو.
د پښتونخوا ملي عوامي ګوند یو مشر او د سېنېټ د بشري حقونو د قایمه کمیټۍ غړي عثمان کاکړ د سېفران [د سرحدونو او ریاستي چارو] د وزیر شهریار اپریدي
د ملي امنيت عمومي رياست وايي، په غزني ولايت کې د وسله والو طالبانو د سرې قطعې ٩ تنه غړي وژل شوي دي. دغه رياست نن په يوه اعلاميه کې ويلي، ځانګړو قطعاتو يې د ملا يعقوب په نوم د سرې قطعې د قوماندان پر قرارګاه عمليات کړي دي. د اعلاميې په حواله د طالبانو دغه قوماندان په ادريس مشهور و. د ملي امنيت عمومي رياست وايي، په دغو عملياتو کې د سرې قطعې ٩ غړي وژل شوي، د وسله والو ٦ قرارګاوې تخريب کړاى شوي، ٥ نقليه وسايط له يوې اندازې مهماتو سره نيول شوي دي. په اعلاميه کې د قضيې په تړاو د ٢ مشکوکو کسانو د نيول کېدو خبر هم ورکړل شوى دى.
د هېلمند د سولې ولسي حرکت وياند بسم الله وطندوست وايي، غواړي د سولي پيغام هغو خلکو ته ورسوي چي د طالبانو تر ولکې لاندې سيمو کې دي. يو کال وړاندې د دې حرکت په پيل کې طالبانو موسی کلا ته د سولي د ولسي حرکت د غړو مخه ونيوه. دوه شپې وړاندې له لښکرګاه د موسي کلا پر لور په پښو حرکت وکړ. وېډیو: الیاس داعي
د هلمند د سولې ولسي حرکت وياند بسم الله وطندوست وايي، غواړي د سولي پيغام هغو خلکو ته ورسوي چي د طالبانو تر ولکې لاندې سيمو کې دي. يو کال وړاندې د دې حرکت په پيل کې طالبانو موسی کلا ته د سولي د ولسي حرکت د غړو مخه ونيوه. دوه شپې وړاندې له لښکرګاه د موسي کلا پر لور په پښو حرکت وکړ. ویدیو: الیاس داعۍ
د روسيې چارواکي وايي، د ژغورنې هغه اضطراري عمليات پاى ته رسېدلي چې تر يو لړ چاودنو وروسته پيل شوي وو. په دغو چاودنو کې د روسيې په مرکزي برخه کې د چاودېدونکو موادو يوه بټۍ ويجاړه شوې ده. چارواکي وايي، د دې چاودنې د علت د معلومولو لپاره تحقيقات پيل شوي دي. د اضطراري پېښو په وړاندې د مبارزې وزارت يوه چارواکي والري سينکوف نن د پېښې په ځاى کې خبريالانو ته وويل، د ژغورنې اضطراري عمليات بشپړ شوي او اوس د زيانونو ارزونه کېږي. د روسيې د روغتيا وزارت نن وويل چې د کريستال بټۍ د ٤٤ کارکوونکو په ګډون ٨٩ کسانو ته طبي مرستې برابرې شوي دي. Читать дальше...
د عراق د پلازمېنې بغداد يوې محکمې دوه فرانسوي وګړي د داعش افراطي ډلې د غړيتوب په تور د مرګ په سزا محکوم کړل. دا خبره نن د عراق څارنوالانو کړې ده. له دې سره په تېرو دوو اوونيو کې د هغو فرانسوي وګړو شمېر ٩ ته ورسېد چې په عراق کې په مرګ محکومېږي. دا محکوم شوي کسان د فرانسې د هغو ١٢ وګړو په ډله کې شامل وو چې په ګاونډي هېواد سوريه کې د سوريې د ډموکراتيکو ځواکونو له خوا نيول شوي وو. دغه نيول شوي کسان په جنورۍ مياشت کې عراق ته وسپارل شول. فرانسې ويلي، په عراق کې به د دغو نيول شويو فرانسوي وګړو د اعدام د مخنيوي لپاره به هره ممکنه هڅه وکړي.
د افغانستان د کډوالو او بیا راستنېدونکو چارو وزارت پلاوی په اسلام اباد کې د کډوالو په اړه په یوې څلور اړخیزه غونډه ...
د کندز امنیتي چارواکي خلکو ته ډاډ ورکوي چې افغان ځواکونو د دې ولایت په بېلابېلو برخو کې د کوچني اختر د رارسېدو په خاطر جدې امنیتي تدابير نيولي، تر څو خلک په یوه ارامه فضا کې اختر ونمانځي. د کندز امنيه قوماندان منظورخان ستانکزي په دې اړه ازادي راډیو ته وویل: "د اختر د ورځو لپار موږ خپلې برنامې او پلانونه لرو، ترڅو زموږ خلک د اختر شپې او ورځې د خوښۍ په فضا کې ونمانځي او موږ هېڅ چا ته اجازه نه ورکوو چې د خلکو پر وړاندې ستونزې جوړې کړي." نوموړی له خلکو غواړي چې د ښه امنیت په خاطر له امنیتي ځواکونو... Читать дальше...
د کرکټ په دولسم نړیوال جام کې نن بنګلادېش او جنوبي افریقا میدان ته ووځي. دا د سږني نړیوال جام پنځمه لوبه ده چې په لندن کې ترسره کېږي.
د غزني ځینې ښځینه اوسېدونکې وايي، خوشحاله دي چې په دا وروستیو کې په دولتي ادارو، نړیوالو موسسو ...
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت یوه چارواکي د نوم نه ښودو په شرط مشال راډیو ته وویل، خلیلزاد له پاکستانیو چارواکو سره د افغانستان سولې
که څه هم په هلمند کې د وژل شویو سرتېرو شمېر دقیق نه دی، خو په تېرو څه باندې ۱۵ کلونو کې په دې ولایت کې جګړه...
د کرکټ د ۲۰۱۹ میلادي کال په نړیوال جام سیالیو کې نن بنګله دېش د سویلي افریقا په وړاندې د سیالۍ ډګر ته ځي. دا لوبه د افغانستان په وخت دوه نیمې بجې پیلېږي. سویلي افریقا خپله لومړۍ لوبه د انګلنډ په وړاندې بایللې، خو په روانو سیالیو کې دا د بنګله دېش لومړۍ لوبه ده. د دې سیالیو د تېرې ورځې په لوبو کې بیا استرالیا افغانستان ته په اوو او نوي زیلنډ سریلانکا ته په لسو وایکټو ماته ورکړه. استرالیا د افغانستان ۲۰۸ منډې ورکړل شوی هدف د سیالۍ په پنځه دیرشم او نوي زیلنډ د سریلانکا د ۱۳۶ منډو ورکړل شوی هدف د سیالۍ په اوولسم اور کې پوره کړ.
د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي د طالبانو د مشر ملا هبت الله په اختریز پیغام کې ځینې...
د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ له بریتانیا وغوښتل چې د اروپايي اتحادیې په وړاندې سخت دریځ غوره کړي او که هغه څه چې غواړي او نه شي یې ترلاسه کولی، له دې اتحادیې سره له خبرو دې ووځي. د امریکا د ولسمشر دا څرګندونې د بریتانیا ټایمز ورځپاڼې پرون (شنبه) یوه ورځ وروسته له دې خپرې کړي چې ټرمپ وویل غوره بولي چې بوریس جانسن د پریتانیا راتلونکی صدراعظم وي. د ده دې خبرې شورماشور جوړ کړ. ټاکل شوې ده چې ټرمپ سبا (دوشنبه) بریتانیا ته رسمي سفر پیل کړي. ده له ټایمز ورځپاڼې سره په مرکه کې ویلي چې د بریتانیا راتلونکی... Читать дальше...
د چین دفاع وزیر وايي، په ۱۹۸۹ کال کې د پیکنګ په تیان انمین چوک کې د مظاهرو ځپل سم کار و. جنرال ويي فینګ په سنګاپور کې یوې امنیتي غونډې ته وویل: "هغه پېښه یو اخلال و او مرکزي حکومت د هغه د پای ته رسولو لپاره اقدامات وکړل چې دا یوه سمه پالېسي وه." د بشري حقونو ګڼې ډلې به راتلونکې اوونۍ د تیان ان مین چوک د زرګونو مظاهره چیانو د ځپلو دېرشمه کلیزه ونمانځي او د چین د کمونيست ګوند پر ضد به اعتراض وکړي.
د چین دفاع وزیر د دې هېواد په پلازمېنه کې د ډموکراسۍ پر پلوي اعتراض کوونکو د دېرش کاله مخکې ځپونکو اقداماتو دفاع...
کابل چاپ نننیو ورځپاڼو د افغانستان او پاکستان د اړیکو او د اختر په مناسبت د ملاهبت الله د اختریز پیغام ...
کرکټر خپرونې، د افغانستان هغه هېواد چې اتلان نه لري، تر سرلیک لاندې په یوه مقاله کې د کابل له څو برخو د ځوانانو...
Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).
123ru.net — живые новости в прямом эфире!
В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.