دفاع وزارت: تېرو ۲۴ ساعتونو کې لږ تر لږه ۴۱ وسلهوال وژل شوي
د دفاع وزارت څخه نن سهار په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي دا عملیات د افغان هوایي ځواکونو او قاطع مأموریت په ملاتړ د ارزګان، کندهار، پکتیا، میدان وردګ، غزني، فاریاب، کاپیسا، تخار، کندز او نیمروز ولایتونو کې شوي.
دفاع وزارت د ارزګان ولایت د چهارچینو او مرکز اړوند سیمو کې د ۱۴ وسلهوالو د وژل کېدو ادعا کړې، همدارنګهیې ویلي چې د هلمند په موسی کلا او نهر سراج ولسوالیو ک یې اته تنه وسلهوال وژلي.
خبرپاڼه کې د پکتیا په زرمت کې د پنځو، د فاریاب شیرین تګاب ولسوالۍ کې هم د پنځو وسلهوالو د وژل کېدو خبر ورکړل شوی.
دفاع وزارت د وردګو په جلرېز، د غزني په مقر، د تخار په خواجه بهاءالدین، کندز او نورو سیمو کې هم وسلهوالو ته د مرګ ژوبلې د اړولو ادعا کړې.
دفاع وزارت خپل لوري ته د اوښتو تلفاتو په اړه څه نهدي ویلي.
که څه هم په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د افغانستان د بېلابیلو ولایتونو څخه د جګړو او نښتو راپورونه ورکول شوي، خو په خپلواکه توګه د افغانستان د دفاع وزارت د دې ادعاوو سپیناوی ستونزمن دی.
