د نورستان ځينو کلیو د وسله والو ډلو د نه پرېښودو پرېکړه وکړې
دلوېدیځ نورستان د نورګرام ولسوالۍ اړوند د تیتین، ملیل او مشفې درو اوسېدونکو پرېکړه کړې چې په خپله سیمه کې به د دولت وسله والې مخالفې ډلې نه پرېږدي.
ځایي قومي مشران وايي، دوی به په خپله سیمه کې د بیارغونې او ابادۍ د چارو ساتنه هم کوي.
په نورګرام ولسوالۍ کې د ۲۰۱ قل اردو د لومړۍ پلې لوا د لومړي کنډک قوماندان جاوید افغانیار د سي شنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې د تیتین اوسېدونکي نور له وسله والو ډلو په تنګ شوي نو ځکه يې دغه اقدام کړی دی
افغانیا وړاندې وویل، د تیتین درې خلک چې اوس د دښمن په مقابل کې درېدلي، دوی له خپل کلي او کوره دفاع کوي، نه داعش او نه طالب ته اجازه ورکوي چې سیمې ته يې داخل شي، زموږ وسله وال ځواکونه ټول په سیمه کې موجود دي، که ولس له ستونزو سره مخ کېږي، موږ يې کومک ته ځانونه رسولی شو.
د نورستان چارواکي وايي، دا یوازې د تیتین، ملیل او مشفې سیمو اوسېدونکي نه دي چې په خپلو ساحو کې د دولت وسله والو مخالفینو ته د اوسېدو او فعالیت اجازه نه ورکوي، بلکې له دې وړاندې د واما او پارون خلکو هم دېته ورته پرېکړې کړي او په خپلو پرېکړو کلک ولاړ دي.