د مصر پخوانی ولسمشر د قاهرې په لویدیځ کې خاورو ته وسپارل شو
د مصر پخوانی ولسمشر، محمد مُرسي نن د جون په اتلسمه، د قاهرې ښار په لویدیځ کې د نصر سیټي په نوم سیمه کې خاورو ته وسپارل شو.
د مُرسي د جنازې لمونځ د قاهرې د تورا زندان په جومات کې وشو چې د کورنۍ یو شمېر غړي یې هم حاضر وو.
د هغه زوی احمد نن پر فېسبوک ولیکل چې د مصر امنیتي ادارو اجازه ورنه کړه چې د مُرسي مړی د هغه په پلرنۍ هدیره کې چې د مصر په شرقیه سیمه کې ده، خاورو ته وسپارل شي.
د بشري حقونو یوې نړیوالې مدافع ادارې، امنسټي انټرنشنل د مصر پر حکومت غږ کړی چې د محمد مُرسي د مړیني د علت په اړه بې پرې او شفافې څېړنې وکړي.
محمد مُرسي ۶۷ کلن او د په مصر کې د اخوان المسلمین ډلې چې اوس تر بندیز لاندې ده، غړی و.
مُرسي د مصر لومړی ولسمشر و چې په ډموکراټیک ډول ټاکل شوی او قدرت ته رسېدلی و.
خو هغه په ۲۰۱۳ میلادي کال کې، د مصر پوځ له واکه لېرې کړ.