کاپیسا: یو پاکستانی امنیتي ځواکونو سره په جګړه کې نیول شوی
د کاپيسا د پولیسو وياند عبدالشایق شورش نن د پنجشنبې په ورځ ازادي راډيو ته وويل چې تېره شپه د کاپيسا ولایت د تګاب ولسوالۍ په جنګلي سیمه کې دا پاکستانی تبعه له امنیتي ځواکونو سره په مخامخ جګړه کې نیول شوی دی.
ښاغلي شورش زیاته کړه چې له پلټنو وروسته يې له دغه کس څخه پاکستاني اسناد تر لاسه کړي دي.
د ده په وینا دې کس په افغانستان کې په تروریستي فعالیتونو کې لاس درلود.
