د سولې ولسي حرکت د ۲۵ غړو په اړه لاهم معلومات نهشته
د افغانستان د سولې ولسي حرکت د هغو ۲۵ غړو په اړه معلومات نهشته چې څلور ورځې مخکې په هلمند کې د طالبانو تر کنټرول لاندې یوې سیمې ته تللي.
دا خبره د یاد حرکت د اړیکو مسؤل باچا خان مولاداد نن سهار ازادي راډیو ته وکړه.
ښاغلی مولاداد زیاتوي: "نن څلورمه ورځ کېږي چې زموږ ملګري د طالبانو تر کنټرول لاندې موسی کلا ته تللي. اندېښنه دا ده چې دې څلورو ورځو کې طالبانو په رسمي ډول تأیید کړې نهده چې زموږ ملګري ورسره دي."
د مولاداد په خبره د دوی د حرکت مشرتابه او ملګري په دې هدف موسی کلا ته ولاړل چې له طالبانو سره خبرې وکړي او هغوی سولې ته وهڅوي.
د سولې ولسي حرکت غړي په تېر یوه کال کې د افغانستان ګڼو سیمو ته تللي او د سولې او اوربند غږونهیې پورته کړي.
دې ډلې چې لومړی یې شمېر اووه کسه و د ۲۰۱۸ کال په مارچ میاشت کې له لښکرګاه د سولې د غږ د اوچتولو په هدف د افغانستان شمال ته پلی حرکت وکړ او د لارې په اوږدو کې لسګونه کسان ورسره ملګري شول.