د پکتیا چارواکي: ګردې څېړۍ کې د حقاني شبکې ۶ وسلهوال وژل شوي
د پکتیا ولایت مطبوعاتي دفتر په یوه بیان کې چې نن د جمعې په ورځ خپور شو وايي، دا عملیات د ګردې څېړۍ په سروخېلو سیمه کې شوي دي.
بیان زیاتوي چې دا عملیات پرون ترسره شول او دولتي ځواکونو ته پهکې زیان نه دی اوښتی.
په بیان کې راغلي دي چې د دې عملیاتو په ترڅ کې اووه تنه مشکوک وسله وال هم نیول شوي چې اوس مهال ترې پوښتنې ګروېږنې روانې دي.
