د ننګرهار په لعلپورې کې د کرکټ سیالۍ پیل شوې
د ننګرهار د کرکټ مسؤلین وايي چې دغه سیالۍ ۲۲ ټیمونو ترمنځ نن د چهارشنبې په ورځ پیل شوې او هدف یې د سولې په اړه عامه پوهاوی او د ځوانانو ترمنځ د ورزش د سیالیو پرمختګ دی.
دوی وايي چې یادې سیالۍ به شاوخوا یوه میاشت دوام وکړي.
