چارواکي: په ننګرهار کې ۵۰ کیلو ګرامه چاودېدونکي توکي نیول شوي
د ننګرهار سیمه ییز چارواکي وايي چې د ملي امنیت ځواکونو په مومندرې ولسوالۍ کې د طالبانو له یوه پټنځایه پنځوس کیلوګرامه چاودېدونکي مواد ترلاسه کړي دي.
د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوګیاڼي ازادي راډیو ته وویل چې د ملي امنیت ځواکونو دا چاودېدونکي مواد پرون پنجشنبه له ضبطولو وروسته له منځه یووړل.
ده وویل: د مومندرې ولسوالۍ په مربوطاتو کې د ملي امنیت ځواکونو د پنجشنبې په ورځ له غرمې وروسته د وسله والو طالبانو پر یوه پټنځای عملیات ترسره کړل چې په ترڅ کې یې پنځوس کیلو ګرامه چاودېدونکي توکي نیولي او له منځه یې یوړول.
ښاغلي خوګیاڼي وویل، دا چاودېدونکي مواد د ماینونو د جوړولو لپاره زېرمه شوي وو.
طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
د دې چاودېدونکو موادو د نیولو خبر پرون پنجشنبه وروسته له هغه ورکړل شو چې په جلال اباد ښار کې یو ماین وچاودېد.
د ننګرهار د عامې روغتیا د ریاست ویاند ظاهر عادل رسنیو ته ویلي دي چې چاودنې یو تن وژلی او اولس نور یې ټپیان کړي دي.
د دې حملې مسؤلیت تر اوسه چا نه دی منلی.