مطفي: کورني او بهرني پانګهوال هڅوو څو د کانونو پرخه کې پانګونه وکړي
د دغه وزارت ویاند عبدالقدیر مطفي نن د چهارشنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل، دوی کورني او بهرني پانګهوال هڅوي چې د افغانستان د کانونو په پرخه کې پانګونه وکړي: "که پانګهوال د کانونو او استخراجي موادو په برخه کې پانګونه وکړي، نو په مستقیم ډول به خلکو ته کاري زمینه برابره شي او موږ به له دې امله عواید هم راټول کړو."
ښاغلی مطفي وایي، نن به د یو شمېر پانګهوالو او شرکتونو سره د کانونو د استخراج او بېلابېلو نورو برخو کې تړونونه هم لاسلیک شي.
