د روسیې پولیسو د یوه کریمیايي فعال او دده د مور کورونه تلاشي کړي
پولیسو د روسیې تر کنټرول لاندې په کریمیا سیمه کې د یوه کریمیايي تاتار فعال او د هغې د مور کورونه تلاشي کړي دي.
دا د ترکژبو کریمیايي تاتارانو د ټولنې د غړو پر ضد د روسي چارواکو د روانو ځپونکو عملیاتو لړۍ بلل کېږي.
د کریمیایانو پیوستون حقوقي ډلې چې په کریمیا او د اوکراین په نورو سیمو کې غړي لري، ویلي چې روسي پولیسو او امنیتي افسرانو د جون په ۱۹مه د کریمیا د مرکزي ولایت بیلوهیرسک په ساري سو کلي کې د اکست ژاندژاکوف او د هغه د مور کورونه تلاشي کړي دي.
دغه حقوقي ډله د ژاندژاکوف د خپلوانو په حواله وايي چې دی د تلاشۍ پر مهال په کور کې نهو.
هغه مهال دا روښانه نهشوه چې ولې د هغوی کورونه تلاشي شول او اړوندو روسي چاراکو هم په دې اړه نظر نهدی څرګند کړی.
د تلاشۍ دغه عملیات یوه ورځ وروسته له هغې کېږي چې په روسیه کې یوې محکمې پنځه تنه کریمیايي تاتاران په حزبالتحریر اسلامي ډله کې د غړیتوب په جرم له ۱۲ تر ۱۷ کلونو په بند محکوم کړل.
پر حزبالتحریر ډلې په روسیه کې بندیز دی، خو اوکراین کې ازاده ده.
له ۲۰۱۴ کال راهیسې چې روسیې په غیر قانوني توګه د کریمیا ټاپو وزمه له خپلې خاورې سره یوځای کړې ده، د دغه هېواد چارواکو لسګونه کریمیايي تاتاران په حزبالتحریر ډله کې د غړیتوب په تور څارلي دي.