چارواکي: په زابل کې د ملي اردو په یوه کمين کې ۴ وسله وال وژل شوي
د زابل سیمه ییز چارواکي وايي چې د ملي اردو په یوه کمين کې څلور وسله وال وژل شوي دي.
د زابل د والي ویاند ګل اسلام سیال ازادي راډيو ته وويل، دغه پېښه تېره شپه په دايچوپان ولسوالۍ کې شوې چې له امله یې دوه کسان ټپیان شوي دي.
ده زیاته کړه: په دایچوپان ولسوالۍ کې د ملي اردو په یوه کمین کې څلور وسله وال وژل شوي او دوه نور ټپیان دي.
طالبانو تراوسه په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.
د یو بل خبر له مخې، تېره شپه د کندهار په تخته پل ولسوالۍ کې وسله والو د ملي پولیسو پر پوستو برید کړی.
تراوسه د دغې پېښې په اړه کره معلومات نه دي ورکړل شوي.