داعش د تاجکستان په يوه زندان کې د یوه بلوا مسؤليت ومانه
په زندان کې دغه بلوا د مې مياشتې پر ٢٠مه شوې وه.
داعش ډلې نن په يوه اعلاميه کې چې د دوى په انلاين خپرونه النبا کې خپره شوې ويلي، «حمله کوونکي» د دې ډلې په خبره د «خلافت سرتېري» وو.
دغه زندان چې امنيتي تدابير يې شديد وي، د پلازمېنې دوشنبې په ١٥ کيلومترۍ کې پروت دى.
د داعش ډلې په دې انلاين خپرونه کې د دې ادعا د ثبوت لپاره شواهد نه دي وړاندې شوي.
د تاجکستان د کورنيو چارو وزارت تېره مياشت ويلي وو، د ٣٢ وژل شويو کسانو په ډله کې ١٧ تنه يې هغه کسان وو، چې د داعش ډلې د غړيتوب په تور بنديان شوي وو.
د کورنيو چارو وزارت ويلي وو په وژل شويو کې د تاجکستان د اسلامي رنسانس ممنوعه ګوند درې غړي هم شامل وو.
