د سمنګان ولایت د کرنې او مالدارۍ ریاست مسؤلین وايي چې په دې ولایت کې د ۹۰۰ متره مربع په مساحت دوه شنې خونې جوړې او پرانيستل شوې.
د سمنګان د کرنې او مالدارۍ رئیس محمد رحمان ارغندیوال ازادي راډيو ته وویل چې له دې شنو خونو هدف په دې ولایت کې د سبزیجاتو ترویج او د باغدرانو اقتصادي پراختیا ده.
ده وویل: د شنو خونو په جوړولو سره موږ کولای شو چې په هر موسم کې تازه سبزیجات ترویج کړو، ځکه له یوې خوا کمو اوبو ته اړتیا لري او له بلې بزګرانو ته لوړ قیمت کوي.
د ښاغلي ارغندیوال په خبره، په دې شنو خونو کې... Читать дальше...
د امريکا متحدو ايالتونو د بهرنيو چارو وزير وايي، غواړي چې د ايران په تړاو يو نړيوال ائتلاف ايجاد کړي.
مايک پامپيو پرون دا خبره په داسې حال کې وکړه چې سعودي عربستان او متحده عرب اماراتو ته په سفر روانېده.
دغه هېوادونه په فارس خليج کې د امريکا دوه سني عرب متحدان دي.
مايک پامپيو په واشنګټن کې د خپل سفر تر پيل مخکې وويل: موږ به له دوى سره پر دې خبرې کوو چې څنګه يقيني کولاى شو چې څو ټول په ستراتيژيک لحاظ همغږي واوسو او څنګه کولاى شو چې يو نړيوال ائتلاف جوړ کړو، داسې ائتلاف چې نه يوازې د خليج په... Читать дальше...
د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونه د افغانستان او شارجې ترمنځ د هوايي دهلېز د پرانيستې خبر ورکوي.
د دې خونې ویاند جان اقا نويد نن ازادي راډيو ته وویل چې نن به شارجې ته په لومړي پرواز کې دوه ټنه ګیلاس او زردالو انتقال شي.
دی وایي: ټاکل شوې چې له دې وروسته د افغانستان محصولات شارجې ته هم انتقال شي او په یاد هېواد کې که څوک علاقه ولري چې افغاني مېوې او نور زراعتي توکي وپیري، نو کولای شي چې هملته يې لاسته راوړي.
د سوداګرۍ او صنایعو خونې مسؤلین وايي، د هوايي دهلېزونو په وسیله له افغانستانه په... Читать дальше...
د سولې ملي حرکت په نوم د یو مدني خوځښنت غړو چې ديني عالمان او قومي مشران هم پهکې شامل وو، په کندهار ښار کې لاريون وکړ او د جګړې د فوري درېدو غوښتنهيې وکړه.
د سولې ملي حرکت غړي وایي د سولې راتګ پورې به خپلو هڅو ته دوام ورکوي.
وېډيو: صادق رښتینی
اېډېټ: تمیم اخګر
د کابل د نن ورځې چاپ ورځپاڼو په پاکستان کې د افغان سولې په تړاو د وروستۍ غونډې په اړه مقالې او تبصرې خپرې کړي دي.
هغه کوم عوامل دي چې له کبله یې په تېرو ۱۵ کلونو کې یوه نجلۍ هم د هلمند د ۱۲ ولسوالیو له ښوونځیو نه ده فارغه شوې، ناامني، کورنۍ او کلتوري ستونزې او که له مرکزه لېرېوالی؟
د خپرونې په لیکنه، ۴ کاله وروسته له پنځو میلیونو زیات افغانان پاکستان او ایران ته کډه شوي وو.
د ارزګان والي وايي، د دغه ولایت په زیات شمېر ولسواليو کې د پولیسو تشکیلات کم دي.
د افغانستان د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وایي، له ۲۰۱۲ د تېر ۲۰۱۸ کال ترپایه په ټول افغانستان کې د جګړو او نورو ستونزو له کبله شااوخوا درې نیم میلیونه افغانان له خپلو اصلي مېنو بېځایه شوي دي.
د دې وزارت مطبوعاتي سلاکار سید عبدالباسط انصاري دغه څرګندونې پرون له ازادي راډیو سره د هغې سروې په اړه وکړې چې د مهاجرت د نړیوال سازمان IOM له خوا شوې او نتیجه یې په دې وروستیو کې خپره شوې ده.
ښاغلی انصاري وایي، دغه سروې له دوی سره مرسته کوي چې بېځایه شویو کډوالو ته مرستې په سمه توګه ورسوي.
که څه... Читать дальше...
د لوګر امنیتي چارواکي وايي، د دې ولایت په محمداغې ولسوالۍ کې دوه وسله وال ماین جوړوونکي د خپل ماین په چاودنه کې وژل شوي دي.
د لوګر د امنیې قوماندانۍ د رسنیو دفتر پرون یکشنبه په یوه خپره کې خبرپاڼه کې وویل چې دغه پېښه د شنبې ماښام مهال د زرغون ښار د کاریز سعید په سیمه کې شوې او وژل شوي کسان طالبان وو.
وسله والو طالبانو په دې وروستیو کې د دې ولایت د ازرې ولسوالۍ چې مهم موقعیت لري، محاصره هم تنګه کړې ده.
په انګلستان او وېلز کې د کرکټ د نړیوال جام د سیالیو په ترڅ کې نن افغانستان له بنګله دېش سره لوبه کوي.
لسګونو زرو کسانو پرون د چک جمهوريت په پلازمېنه پراګ کې مظاهره وکړه او د صدراعظم اندرې بابیش د استعفا غوښتنه یې وکړه.
دا په ۱۹۸۹ کال په دې هېواد کې د کمونېست رژیم تر ړنګیدو راهیسې تر ټولو لویه مظاهره ده چې د تنظیموونکو په وینا، دونیم سوه زره کسانو ګډون پکې کړی و.
مظاهره کوونکو له صدارته د ميلیاردر بابیش چې اروپایي کمېسیون پرې له سیاست سره د سوداګریزو ګټو د یوځای کولو په خاطر انتقاد کړی، د ګوښه کېدو غوښتنه وکړه.
د دغو مظاهرو یو تنظیموونکی د ډموکراسۍ لپاره د میليوني غورځنګ مشر میکولاش مینر و چې ویي ویل... Читать дальше...
پاکستاني چاروکي وایي چې په اسلام اباد کې د یوې لس کلنې نجلۍ د تښتونې او وژنې د پېښې په تړوا یې مشکوک قاتل نیولی دی.
د پولیسو افسر انیس اکبر چې د وژل شوې فرشتې مومند د دوسیې د تحقیقاتو مشري ورپه غاړه ده، پرون ازادي راډیو ته وویل چې مشکوک کس دوه ورځې مخکې د جمعې په ورځ نیول شوی او وړمه ورځ یې هم په یوه محکمه کې په خپل جرم اعتراف وکړ.
هغه ویلي چې مشکوک کس د مومند د کورنۍ ګاونډی و چې ورڅخه یې مخکې هم د ځورونې شکایت کړی و.
د فرشتې پلار غلام نبي وایي چې دغه کس یې د لور له وژل کېدو وروسته ځان ورک... Читать дальше...
پاکستاني چارواکي وایي، په خیبر پښتونخوا ایالت کې د یوه موټر د چپه کېدو په پېښه کې د ښځو او ماشومانو په ګډون نهه تنه مړه شوي دي.
د پولیسو یوه افسر حفیظ الرحمن سعید وویل، پرون یکشنبه یوه لارۍ چې ۲۱ تنه پکې سپاره وو او ګدر غرنۍ سیمې ته په لاره و، له سړکه واوښت او سیند ته ولوېد.
د چارواکو په وینا، اووه تنه له اوبو ژوندي ژغورل شوي او د مړو شویو د جسدونو د را ایستلو لپاره تر پرون ناوخته کوښښونه روان وو.
په پاکستان کې د لارو د خرابوالي او ټرافیکي قوانینونو ته د ډرېورانو د نه پاملرنې له کبله اکثره وختونه دا ډول مرګونې ټرافیکي پېښې کېږي.
د ترکیې د استانبول د ښاروالۍ لپاره د دوهم ځلي انتخاباتو په نتیجه کې د ترکیې د اپوزیسیون د خلکو د جمهوري غوښتونکي ګوند کاندید اکرم امام اوغلو د استانبول د ښاروالۍ څوکۍ ګټلې او د بري اعلان یې کړی دی.
نوموړی د بري اعلان وروسته له هغې کوي چې د دغۍ څوکۍ لپاره د ترکیې د ولسمشر او د واکمن عدالت او پرمختګ ګوند مشر له خوا کاندید شوي پخواني صدراعظم بن علي یلدریم خپله ماته منلې ده.
رجب طیب اردوغان پرون په یوه ټوېټري پیغام کې اوغلو ته د دغې بریا مبارکي ورکړې او ویلي یې دي چې د خلکو غوښتنه نن یو ځل بیا تمثیل شوه. Читать дальше...
د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالد ټرمپ وایي، له ایران سره جګړه نه غواړي، خو که جګړه وشي، ورانۍ به یې دومره زیاتې وي چې تر اوسه به چا نه وي لیدلي.
له اوږده انتظار وروسته بالاخره د افغانستان د سولې په پروسه کې ښکېلو دوو مهمو لوبغاړو د امریکا متحدو ایالتونو او طالبانو تأیید کړه چې د راتلونکې شنبې په ورځ به د خبرو بل دور چې د دواړو ترمنځ به اووم هغه وي، پیلوي.
Спорт в России и мире
Все новости спорта сегодня
Новости тенниса
123ru.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно –
здесь и прочитать их тут же и –
сейчас в
России, в
Украине и в
мире по
темам в режиме 24/7
ежесекундно. А теперь ещё -
регионы,
Крым,
Москва и
Россия.
Экология в России и мире
Путин в России и мире
Лукашенко в Беларуси и мире
123ru.net —
международная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.
Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).
123ru.net — живые новости в прямом эфире!
В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.
Здоровье в России и мире
Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России
Друзья 123ru.net
Информационные партнёры 123ru.net
Спонсоры 123ru.net