د چک جمهوريت په پلازمېنه پراګ کې لسګونو زرو کسانو مظاهره وکړه
دا په ۱۹۸۹ کال په دې هېواد کې د کمونېست رژیم تر ړنګیدو راهیسې تر ټولو لویه مظاهره ده چې د تنظیموونکو په وینا، دونیم سوه زره کسانو ګډون پکې کړی و.
مظاهره کوونکو له صدارته د ميلیاردر بابیش چې اروپایي کمېسیون پرې له سیاست سره د سوداګریزو ګټو د یوځای کولو په خاطر انتقاد کړی، د ګوښه کېدو غوښتنه وکړه.
د دغو مظاهرو یو تنظیموونکی د ډموکراسۍ لپاره د میليوني غورځنګ مشر میکولاش مینر و چې ویي ویل: موږ له اندرې بابیشه غواړو چې استعفا وکړي.
د چک پولیسو له قضایي ادارې له اروپایي اتحادیي د سپسیدې په چارو کې د د رغلۍ د ادعاو په خاطر د بابیش، د هغه د کورنۍ او یو شمېر پخوانیو همکارانو د محاکمه کیدو غوښتنه کړې ده.
