چارواکي: په لوګر کې ۲ ماین جوړوونکي د خپل ماین په چاودنه کې وژل شوي
د لوګر د امنیې قوماندانۍ د رسنیو دفتر پرون یکشنبه په یوه خپره کې خبرپاڼه کې وویل چې دغه پېښه د شنبې ماښام مهال د زرغون ښار د کاریز سعید په سیمه کې شوې او وژل شوي کسان طالبان وو.
وسله والو طالبانو په دې وروستیو کې د دې ولایت د ازرې ولسوالۍ چې مهم موقعیت لري، محاصره هم تنګه کړې ده.
