په پاکستان کې د یوې نجلۍ د تښتونې او وژنې په تور یو تن نیول شوی
د پولیسو افسر انیس اکبر چې د وژل شوې فرشتې مومند د دوسیې د تحقیقاتو مشري ورپه غاړه ده، پرون ازادي راډیو ته وویل چې مشکوک کس دوه ورځې مخکې د جمعې په ورځ نیول شوی او وړمه ورځ یې هم په یوه محکمه کې په خپل جرم اعتراف وکړ.
هغه ویلي چې مشکوک کس د مومند د کورنۍ ګاونډی و چې ورڅخه یې مخکې هم د ځورونې شکایت کړی و.
د فرشتې پلار غلام نبي وایي چې دغه کس یې د لور له وژل کېدو وروسته ځان ورک کړی و،
فرشته د مې په ۱۵مه په اسلام اباد کې تری تم او مړی یې څلور ورځې وروسته د دې ښار په یوه څنډه کې وموندل شو.
د دغې پېښې په وړاندې په ټول پاکستان کې اعتراضونه وشول او هغه په ملي سطحه وغندل شوه.
