د هرات ولایتي شورا بیرته خپل کار پیل کړ
د هرات ولایتي شورا یوه غړي غلام حبیب هاشمي ازادي راډيو ته وويل چې د هرات د والي او څارنوالۍ د رئیس او ولایتي شورا د غړو په ګډ تفاهم د ولایتي شورا غړي پهدې شورا کې د نښتو د مخنیوي په خاطر نهشي کولای خپل ساتونکي له ځان سره ولایتي شورا ته ننباسي.
د غلام حبیب هاشمي په وینا، اوس هم د ولایتي شورا د رئیس ساتونکي د ژمنې خلاف ولایتي شورا ته ننوتلي او د لانجې رامنځته کېدو احتمال شته.
د یکشنبې په ورځ د هرات د ولایتي شورا رئیس کامران عليزايي ساتونکو د شورا له یوه غړي سره نښته پیل کړه چې په نتيجه کې د هرات د ولایتي شورا درې غړي او د عليزايي دوه ساتونکي ټپیان شول.
تر نښتې وروسته د هرات ولایتي شورا وتړل شوه.
