دولتي مامورینو ته د اختر د ډالۍ په توګه د ۱۵ورځو معاش ورکول کېږي
محمد همایون قيومي نن په دې اړه په کابل کې خبریالانو ته وویل:
"کوم فرمان چې د کوچني اختر په مناسبت د ۱۵ ورځني بخششۍ معاش د ورکړې سپارښتنه په کې شوې، تصویب شوى او پرې کار روان دی او ډېر ژر به ټولو مامورینو ته ووېشل شي."
ولسمشر محمد اشرف غني دغه اعلان څو ورځې مخکې وکړ.
ښاغلي غني ویلي وو چې دغه معاش به افغان امنیتي سرتېرو ته هم ورکول کېږي.
