چارواکي: په کندهار کې ٥ وسله وال وژل شوي
د کندهار چارواکي وايي، د شاه ولیکوټ ولسوالۍ په زنګيتان سيمه کې د افغان ځواکونو او وسله والو طالبانو ترمنځ جګړه شوې ده.
د کندهار د امنيې قوماندانۍ ویاند جمال ناصر بارکزي نن ازادي راډيو ته وويل، په دې جګړه کې وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
ده وویل: د شاه وليکوټ ولسوالۍ په زنګيتان سيمه کې اوس هم عمليات او جګړه روان دي، د دښمن ٥ وسله وال وژل شوي او ٣ ميله کلاشينکوف د پوليسو لاس ته ورغلي دي.
د کندهار شاه ولیکوټ ولسوالي چې له ارزګان ولايت سره څېرمه پرته ده، وخت ناوخت په کې جګړې کېږي.
بل خوا دفاع وزارت نن ويلي چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د پوځي عملياتو په نتیجه کې د دولت ٨٢ مخالف وسله وال وژل شوي دي.
دغه وزارت په يوه اعلاميه کې ويلي چې په بېلابېلو ولايتونو کې د دغو عملياتو له کبله ٩ تنه نور مشکوک کسان نيول شوي دي.
وسله والو طالبانو د دغو پېښو په اړه رسنيو ته څه نه دي ویلي.