محمد بن سلمان: د سعودي ګټو ته د ګواښ په صورت کې به بې ځوابه نه شو
شهزاده محمد بن سلمان په یوه مرکه کې چې نن یکشنبه په پان عرب شرق الاوسط ورځپاڼه کې خپره شوې، ویلي چې د ایران رژیم د جاپان د صدراعظم د سفر پروا ونه کړه او په داسې حال کې چې شنزو ابې په تهران کې و، د هغه هڅو ته یې پر دوو ټانکرونو چې یو یې جاپانی و، په حملې ځواب ورکړ.
د سعودي ولیعهد په عین حال کې وویل چې په سیمه کې جګړه نه غواړي، خو که یې د خلکو ګټې له خطر سره مخامخ شي، نو له متقابل اقدامه به ډډه ونه کړي.
