د سوډان پرځول شوی مشر عمرالبشیر محکمې ته وړاندې کېږي
دا اعلان پرون شنبه شااوخوا دوه میاشتې وروسته له دې وشو چې د نوموړي اوږده مستبده واکمني د خلکو د پراخو اعتراضونو په نتیجه کې د پوځ له لوري پای ته ورسول شوه.
یوه جګپوړي څارنوال الولید سیداحمد خبریالانو ته وویل چې پخوانی مشر به محکمې ته حاضر شي، خو ده محکمې ته د عمرالبشیر د حاضرېدو دقیقه ورځ ونه ښوده.
تېره میاشت د سوډان د پوځي شورا مشر جنرال عبدالفتاح البرهان وویل چې د عمرالبشیر په کور کې د څه باندې ۱۱۳ میلیونو ډالرو برابر اسعار موندل شوي دي.
